تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له ایران سره تړون نهایی شوی او د هرمز تنګي د بشپړه پرانیستلو او د ایران پر ضد د امریکا د سمندري محاصرې د سمدستي پای ته رسېدو امر یې صادر کړی دی.
ټرمپ (د امریکا په وخت) د یکشنبې په ورځ په ټروت سوشل کې لیکلي: «له ایران سره تړون اوس نهایی شوی دی. ټولو ته مبارکي وایم!»
هغه زیاته کړې چې د هرمز تنګی به له هر ډول محصول یا فیس پرته د نړیوالو بېړیو پر مخ پرانیستی وي او نړیوالې بېړۍ کولای شي په عادي ډول تګ راتګ وکړي.
له وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې ټرمپ ویلي، په دغه تړون کې د ایران له لوري د اتومي وسلود نه ترلاسه کولو ژمنه او د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ایران د اتومي موادو د ایستلو موضوع به په راتلونکو پړاوونو کې وڅېړل شي او اوس په دې برخه کې بېړه نه شته.
ټرمپ ویلي چې د دې تړون له مخې به ایران ته هېڅ مالي مرسته ورنه کړل شي، خو د بندیزونو د لرې کېدو احتمال شته. هغه همداراز ادعا کړې چې سخت نړیوال تفتیشونه به پر ایران عملي شي، خو د دې بهیر جزییات یې نه دي روښانه کړي.
د امریکا ولسمشر دغه تړون د نژدې څلور میاشتني کړکېچ او جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم ګام بللی، خو تر اوسه د ایران حکومت په رسمي ډول دا تړون تایید کړی نه دی.
ټرمپ ویلي چې تمه لري دواړه لوري جګړه پای ته ورسوي او سیمه د ثبات پر لور ولاړه شي.
له بلې خوا د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، په اېکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي چې له پراخو او جدي خبرو اترو وروسته د امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده.
نوموړي ویلي، دواړو لورو د ټولو جبهو، په ځانګړي ډول په لبنان کې، د پوځي عملیاتو د سمدستي او دایمي پای اعلان کړی دی.
شهباز شریف زیاته کړې چې د سولې د دې هوکړې د لاسلیک رسمي مراسم به د جون په ۱۹مه (۲۹ غبرګولي) په سویس کې ترسره شي.
تر اوسه د امریکا او ایران چارواکو د شهباز شریف د دې ادعا په اړه رسما څه نه دي ویلي.