Homeخبرونهامنیت شورا نن د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه پرېکړه...

امنیت شورا نن د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه پرېکړه کوي

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا/ ۲۵ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن ماښام (دوشنبه) د افغانستان لپاره د خپل ماموریت د اوږدولو په اړه غونډه دایره کړي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي چې امنیت شورا به د افغانستان په اړه په دې ځانګړې غونډه کې د یوناما د ماموریت د راتلونکي او د دې ماموریت د مودې د غځولو په اړه به پرېکړه وکړي.

د یوناما په وینا، دا غونډه د نیویارک په وخت د سهار په ۱۰ بجو او د کابل په وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیلېږي. امنیت شورا تر دې وړاندې د یوناما ماموریت د درېیو میاشتو لپاره تمدید کړی و، څو غړي هېوادونه د دې ادارې د راتلونکي رول او لومړیتوبونو په اړه سلا مشورې وکړي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو او د میلیونونو خلکو د مرستو اړتیا ته په کتو، په هېواد کې د نړیوال حضور دوام مهم دی. د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون محدودیتونه، او همدارنګه د بشري حقونو او رسنیو د ازادۍ وضعیت، هغه مهم موضوعات دي چې د یوناما د ماموریت او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د راتلونکو اړیکو په اړه به د امنیت شورا په پرېکړو اغېز ولري.

پخوا د یوناما ماموریت په اسانه کال په کال تمدید کېده خو اوس امریکا او ځینې لوېدیځ هیوادونه له دې ماموریت سره چندان لېوالتیا نه لري ا فکر کوي چې د پیسو بې ځایه مصرف دی له ځکه یې ماموریت د کال په کال پر ځای د درو – درو میاشتو لپاره اوږدېږي.

خو دا په داسي حال کې ده چې اوس یوناما د منزوي شوي افغانستان لپاره د تعامل او تماس یوازینۍ مرجع ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...