تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په مانه کلي کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یوې بېوزلې کورنۍ څلور غړي مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي، دا پېښه د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) د سهار په ۸ بجې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې عبدالولي، د هغه مېرمن، اووه کلن زوی او دوه کلنه لور ژوند بایللی، او یو اته کلن ماشوم ټپي شوی دی.
ځايي طالب چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او لومړنۍ څېړنې ښيي چې د کور چت د یوې طبیعي پېښې له امله نړېدلی دی. ویل کېږي چې دغه کورنۍ اصلاً د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ د سلامخېلو کلي اوسېدونکې وه، خو دا مهال یې د خوست د باک ولسوالۍ په مانه کلي کې په یوه خوار کور کې ژوند کاوه.