Home+په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې چاپ شوی د څو دېرش مقالو ټولګه ده. د کره کتنې په دغه کتاب کې د افغانستان او نړۍ په بېلا بېلو کیسو خبرې شوې دي. له ځینو افغان او لږ تر لږه یوه اسپانیایي لیکوال سره پکې خبرې شوې دي.

دا کتاب کیسه لیکوالې ډاکټرې شریفې شریف ته ډالۍ شوی دی.

د کتاب په اړه په وروستۍ دوتنې لیکل شوي دي ٬٬ د کیسو خبرې،، د ایمل پسرلي د هغو هڅو دوام دی چې ٬٬د کیسو کیسې،، او ٬٬د نړیوالو کیسو کیسې،، په کتابونو کې یې پیل کړې وې. د کیسو خبرې په یو حساب د هغو دواړو ګډوله ده، په دې مانا چې د افغان او بهرنیو کیسه لیکوالو پر یو شمېر کیسو کره کتنه او ارزونه وړاندې کوي ، دا کتاب د داستانونو پر ژورو پیغامونو، تخنیکي ، هنري جوړښت او سبک رڼا اچوي.،،

په دې کتاب کې دا مقالې ځای شوې دي:

ولې د کیسو خبرې؟
د کیسو د پیل او پای هنر
په کیسه کې د اشارې او ‌ذهنیت جوړولو تخنیک
په کیسه کې موضوع که د هغې د وړاندې کولو بڼه مهمه ده؟
په کیسه کې د سوژې، پیغام او موضوع توپیر
د کیسې لپاره سوژه څرنګه ومومو؟
په لنډه کیسه کې څه شی ډېر یا کم وي؟
نو، د کیسې اصلي سوال
د لومړي لید لوري په کیسه کې د راوي رول
د کیسو کرېکټرونه
د کیسې په روایت کې د بدلون درې پړاوه
سیوری کیسه د مودرنیزم د سبک ښه بېلګه
د حیات ژوند کیسه د پوست مدرنیزم بېلګه
ولې پېچلې لار؟
په کیسه کې سمبول څرنګه وپېژنو؟
ښکلې تېروتنه
روسی لالټین څه وايي.؟
روسی لالټېن سمبولیکه کیسه ده که تمثیلي؟
د ویرجینیا وولف سمبول
ولې کافکا؟
تور غر او تیاره ښار، د سوریالیستک سبک کیسه ده که نه؟
د یوې کرښې کیسه، یا کیسه‌ ګۍ څه لري؟
بل زندان، کې نومونه
شاعرانه تصویر او کیسه
رښتینې پېښې څرنګه کیسه کېدای شي؟
ولې تاریخي ناول نه شم لیکلی؟
البانیایۍ کیسه، احلام، د کرېکټر کښنې ښه بېلګه
د جګړې کیسه څه وايي؟
د ښه کاڼي مشکل
د محک صاحب، ساج الدین
د ٬ خټین اور، کیسه څه کیسه کوي؟
د سودا کیسه څه راته وايي؟
ایرلنډۍ کیسه، نخښه ویشتونکی څه راته وايي؟
د انتظار کیسه څه راته وایي؟
د ښاپېرۍ پیغامونه کومه ودانۍ رغوي؟
د ٬٬څراغ،، رڼا څه روښانوي؟
د باد کیسه
قضاوتونو کې قضاوتونه
مازدیګر کتابپلورنځي سره په دې اړیکو تماس نیولی شئ.

+93 78 242 4566

[email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...