تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي، محمدباقر ذوالقدر، د یکشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې په جنوبي بیروت کې د اسرائیلو له برید وروسته به د ایران پوځي ځواکونه ځوابي اقدام وکړي.
هغه په یوه خبرپاڼه کې، چې ایراني رسنیو خپره کړې، ویلي: «لبنان زموږ د وجود برخه ده او د اسلامي جمهوریت د سرې کرښې نقض به ونه زغمل شي.»
تر دې وړاندې د خاتم الانبیا قوماندانۍ قوماندان، علي عبداللهي، هم په یوه جلا خبرتیا کې ویلي و چې د ایران وسلهوال ځواکونه «لاس په ماشه دي» او که د دوی په وینا د «دښمن» له لوري هر ډول کوچنۍ تېروتنه وشي، نو «یو نه هېریدونکی او وروستی درس» به ورکړل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د بیروت په جنوبي څنډه (ضاحیه) کې د حزبالله پر مورچو د اسرائیل پر برید نیوکه وکړه او ویې ویل چې له ایران څخه به وغواړي چې له غچ اخیستونکو اقداماتو ډډه وکړي.
ټرمپ همدارنګه ویلي چې تمه کېږي چې په راتلونکو څو ساعتونو کې د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه لاسلیک شي.