تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د یکشنبې په ماښام، وروسته له هغه چې د ایران ځینو چارواکو په بیروت کې د حزبالله پر مورچو د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې د ځوابي اقدام خبرداری ورکړ، تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ چې د ایران په لوېدیځو سیمو کې هوايي ډګرونه بند او الوتنې «تر بلې خبرتیا پورې لغوه شوې دي».
تسنیم، چې سپاه پاسداران ته نژدې رسنۍ بلل کېږي، ویلي چې دا پرېکړه د «موجودو شرایطو» له امله شوې ده. خو دغه اژانس زیاته کړې چې د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې تر اوسه د لوېدیځو سیمو د الوتنو د لغوه کېدو په اړه رسمي خبرتیا (NOTAM) نه ده خپره کړې.
وروسته مهر خبري اژانس د ملکي هوايي چلند ادارې د ویاند له قوله راپور ورکړ چې د لوېدیځو سیمو د الوتنو د محدودیت اړوند خبرتیا هماغه پخوانۍ ده او په دې اړه کومه نوې رسمي اعلامیه نه ده صادر شوې. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د اسرائیلو له وروستي برید وروسته د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي ویلي، د ایران د پوځي ځواکونو ځوابي اقدام «کېدونکی دی».