تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۴ مه) په داسي حال کې چې له امریکا سره د روغې پر سر د ایراني چارواکو په منځ کې د اختلافاتو د ژورېدو خبرونه ورکول کېږي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ وویل چې له امریکا سره د خبرو اترو بهیر د ملي امنیت د عالي شورا د پرېکړو او د ایران د رهبر د لارښوونو پر بنسټ پر مخ روان دی، او ټول سیاسي جریانونه باید د دغو پرېکړو تابع وي.
هغه د کورنیو رسنیو له مدیرانو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې ستراتیژیکې پرېکړې باید د قانوني چوکاټونو له لارې وشي. نوموړي زیاته کړه چې د ملي امنیت عالي شورا دې پایلې ته رسېدلې چې له امریکا سره د خبرو اترو لاره باید تعقیب شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي تفاهملیک د لاسلیکېدو په درشل کې، د حکومت ځینو سختدریځو پلویانو د دې موافقې پر محتوا نیوکې کړې او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان د رئیس محمدباقر قالیباف پر ضد یې هم شعارونه ورکړي دي.
پزشکیان همداراز خبرداری ورکړ چې د کورنیو اختلافونو او سیاسي دوګونتوبونو پارول د هېواد په ګټه نه دي.
په همدې حال کې، د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم لاسلیک، چې ټاکل شوې وه، نن وشي، پر لبنان د اسراییل د بریدونو په خاطر ایران ځنډولی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان رييس محمدباقر قالیباف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د بیروت پر جنوبي څنډه د اسرائیل له برید وروسته له امریکا سره د سولې د احتمالي هوکړې د بهیر دوام نه نور دوام نه شي کولی.
قالیباف په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د ضاحیې پر سیمه د اسرائیل وروستي برید یو ځل بیا وښوده چې امریکا یا د خپلو ژمنو د عملي کولو اراده نه لري او یا یې د پلي کولو توان نه لري. هغه واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل ملاتړ او ورته «شنه اشاره» ورکول به له ایران څخه د امتیاز ترلاسه کولو لاره نه وي.
اسراییل ویلي چې پر لبنان یې په دې خاطر بریدونه کړي چې حزب الله پر اسراییل توغندي ویشتي وو.
خو وروسته ولسمشر ټرمپ پر اسراییل نیوکه وکړه او ویې ویل چې د حزب د توغندو له کبله چا ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې او باید د داسي وړې حملې په خاطر له ایران سره د امریکا د تفاهم مخه ونه نیول شي.