Homeخبرونهسویډن له افغانستان سره نږدې ۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

سویډن له افغانستان سره نږدې ۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۴مه) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا)  وايي چې سویډن له افغانستان سره نږدې ۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه.

اوچا نن(یکشنبه) په خپله ویب‌پاڼه دغه خبرپاڼه خپره کړې ده.

اوچا لیکلي چې، سویډن ۲۸ میلیونه سویډني کرونر، چې شاوخوا ۲.۹۹ میلیونه ډالر معادل دي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ځانګړي کړي دي.

سرچینې ویلي چې، دا مرسته به د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د بشري بحرانونو لپاره د سمدستي غبرګونونو پیاوړتیا کې مرسته وکړي او مرستندویه ادارو ته به اجازه ورکړي چې په لنډ وخت کې بیړنیو اړتیاوو ته ځواب ووایی.

اوچا دا مرسته “سخاوتمندانه” بللې او د سویډن حکومت څخه یې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو لپاره د دوامداره ملاتړ لپاره مننه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي چې سږکال په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د بشري وضعیت د حل لپاره د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...