تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۴مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې، په تېرو څه باندې ۲ میاشتو کې څه باند ۴۹۵ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له دغې ډلې ۲۹۸ زره او ۲۲۸ کسان یوازې له پاکستان په زور یا په خپله خوښه هېواد ته راغلي دي.
اخوا بیا د یوه بل خبر له مخې د کډوالو د لوی کمېسیون په وینا، پاکستان په داسې حال کې چې د بې اسنادو افغانانو د ایستلو پراخ کمپاین ته دوام ورکوي، د شنبې په ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل.
د طالبانو تر مشرۍ لاندې د افغانستان د کډوالو لوی کمېسیون ویلي، دا کډوال د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
کمېسیون زیاته کړې چې ایران هم په همدې ورځ ۱۴۰ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښم پُل له سرحدي لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.