تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۴ مه) د کډوالو د لوی کمېسیون په وینا، پاکستان په داسې حال کې چې د بې اسنادو افغانانو د ایستلو پراخ کمپاین ته دوام ورکوي، د شنبې په ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل.
د طالبانو تر مشرۍ لاندې د افغانستان د کډوالو لوی کمېسیون ویلي، دا کډوال د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي. کمېسیون زیاته کړې چې ایران هم په همدې ورځ ۱۴۰ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښم پُل له سرحدي لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.
دا کسان په داسې حال کې له پاکستان او ایران څخه ایستل کېږي چې پاکستان د بشري بنسټونو او د کډوالو د حقونو د ملاتړو له پرلهپسې اندېښنو سره سره خپل کمپاین روان ساتلی دی. اسلاماباد ټینګار کوي چې بې اسناده بهرنیان باید له دې هیواده ووځي، خو د بشري حقونو ډلې خبرداری ورکوي چې ډېر افغانان له ستنېدو وروسته له جدي خطرونو سره مخامخ کېدای شي.
د کډوالو دوامداره ستنېدا پر افغانستان لا زیات فشار راوړي، هغه هېواد چې لا هم میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. نړیوالو مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان له پراخې بېوزلۍ، بېکارۍ، د خوړو له کمښت او د بشري مرستو د بودجې له کمېدو سره مخامخ دی.
د کډوالو ډېری کورنۍ له محدودو امکاناتو سره راځي او د استوګنې، کار موندنې او لومړنیو خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې سختې ستونزې ویني. بشري بنسټونه وایي چې د نړیوالو له ملاتړه پرته د افغانستان کمزوری اقتصاد د دومره لوی شمېر راستنېدونکو د جذب توان نه لري.
د ایستلو دې کمپاین په پاکستان کې د افغان کډوالو اندېښنې هم زیاتې کړې دي. ډېر کډوال وایي چې د نیولو، بندي کېدو او جبري ستنېدو په وېره کې ژوند کوي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې، چې د کډوالو د ایستلو کمپاین پیل شوی، تر اوسه تر ۱.۱۷۷ میلیونه ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
که څه هم په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د راستنېدونکو شمېر لږ راکم شوی، خو له پاکستانه د افغانانو ایستل کابو بېوقفې دوام لري. دواړو هېوادونو د هغو میلیونونو افغانانو کوربهتوب کړی چې د جګړو، اقتصادي ستونزو او سیاسي بېثباتۍ له امله یې خپل هېواد پرېښی و.
افغان کډوال خبرداری ورکوي چې افغانستان ته ستنېدل یې له امنیتي خطرونو، اقتصادي ستونزو او نامعلوم راتلونکي سره مخامخ کولای شي. د بشري حقونو سازمانونو هم د ښځو، ماشومانو، خبریالانو، پخوانیو دولتي کارکوونکو او هغو کسانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.