وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې پولې نه پېژني، له دغو دوو وچو څخه یې خپل خواږه د نغمو پر نړۍ ویشلي دي چې یوه ښه بېلگه یې افغانستان یادولی شو.
د افغانستان د موسیقي نوموتي څېرې د هندوستان له موسیقي څخه اغیزمن شوي دي؛ چا هلته د موسیقۍ مسلکي زده کړې ترسره کړي دي، چا په دودیز ډول د هندي استادانو شاگردي کړې ده او چا هم د دې هېواد د جادوگرې موسیقۍ نغمې او کمپوزونه افغاني موسیقي ته رالېـږدولي دي چې د سندرغاړو په دې ډله کې احمدظاهر یو پېژندل شوی نوم یادیـږي. نوموړی له دارلمعلمین څخه تر فراغت وروسته د لوړو زده کړو لهپاره هندوستان ته تللی و؛ هلته د اوسیدو په موده کې یې خامخا هنري ذوق د ختیځ د موسیقۍ په زانگو کې نور هم صیقل او روزل شوی دی. احمدظاهر یو شمیر مشهورې هندي سندرې ویلي دي او د خپلو ځینو سندرو لهپاره یې هندي کمپوزونه غوره کړي دي.
یو وخت د کابل په بازارونو کې د احمدظاهر هغه ټیپي کستونه خرڅېدل چې د سندرو کمپوزونه یې هندي وو؛ کستپلورنځیو کې دغه کسټې د احمدظاهر او رفیع، احمدظاهر او لتا، احمدظاهر او مُکیش، احمدظاهر او کیشور په نومونو باندې مشهورې وې. زه د هغو سندرو مطلعې او د یوتیوب لېنکونه دلته رااخلم چې څه یې زما په ذهن کې له پخوا پاتې وې او څه مې اوس پلټلي دي:
بگذار و تا بگریم، چون ابر در بهاران
O Raat Ke Musafir – Mohammed Rafi & Lata
بس که جفا ز خار و گل، دیدو دل رمیده ام
Janne Kahan Gaye Who Din – Mukesh
من نگویم که مرا از قفس آزاد کنید
Mujhko Is Ratt Ki Tanhai Mein – Lata & Rafi
حاشا که من به موسم گل، ترک می کنم
Chaudhvin Ka Chand Ho – Mohammed Rafi
بی وفایی مکن ای نگارم، زود آ ماه من بی قرارم
Tumse Izhar-E-Haal Kar Baithe – Mohammed Rafi
ای بادشه خوبان، داد از غم تنهایی
Toote Hue Khwabon Ne – Mohammed Rafi
چشم به راهت، دل به یادت گریه کردم
Chal Akela, Chal Akela – Mukesh
چه شد که ریخت به هم، باز آشیانه ما
https://www.youtube.com/watch?v=-UaC1dpAU9s&list=RD-UaC1dpAU9s&start_radio=1
Mile Na Phool To Kanto Se Dosti Kar Li – Mohammed Rafi
https://www.youtube.com/watch?v=7xIfJdD4AIU&list=RD7xIfJdD4AIU&start_radio=1
ستاره دیده فروبست و آرمید بیا
https://www.youtube.com/watch?v=kCVoJe3kv4M&list=RDkCVoJe3kv4M&start_radio=1
Jahan Mein Aayi Diwali Bare Charagh Jale – Lata Mangeshkar
https://www.youtube.com/watch?v=E7hjswPW5aI&list=RDE7hjswPW5aI&start_radio=1
پیری رسید و فصل جوانی دیگر گذشت
https://www.youtube.com/watch?v=mbnvn3pcRwY&list=RDmbnvn3pcRwY&start_radio=1
Ab Wo Karam Kare Ki Sitam Me Nashe Me Hoon – Mohammed Rafi
https://www.youtube.com/watch?v=DPSL_tzUQis&list=RDDPSL_tzUQis&start_radio=1
پیدا شد و پیدا شد، گم گشته ما امشب
https://www.youtube.com/watch?v=3ChBO9bU4S0&list=RD3ChBO9bU4S0&start_radio=1
Bachpan Ki Mohabbat Ko Dil Se Na Juda Karna – Lata Mangeshkar
https://www.youtube.com/watch?v=P53Pekl-kkc&list=RDP53Pekl-kkc&start_radio=1
بهار جوانیم رفت افسوس، نشاط عمر به پایان رسید افسوس
https://www.youtube.com/watch?v=gaqX6TZGD4w&list=RDgaqX6TZGD4w&start_radio=1
Dil Dil Se Mila Kar Dekho – Kishore Kumar
https://www.youtube.com/watch?v=rM7uZViqY60&list=RDrM7uZViqY60&start_radio=1
به عزم توبه سحر گفتم استخاره کنم
https://www.youtube.com/watch?v=HTLkChi6YoY&list=RDHTLkChi6YoY&start_radio=1
Mila Jo Pyar To Hum Pyar Ke Kabil Na Rahe – Kishor Kumar
https://www.youtube.com/watch?v=_ObwKKOs8_U&list=RD_ObwKKOs8_U&start_radio=1
از دستت فغان، فغان دارم – قلب خون چکان، چکان دارم
https://www.youtube.com/watch?v=YXVoPJASlA0&list=RDYXVoPJASlA0&start_radio=1
Jab Se Balam Ghar Aaye – Lata Mangeshkar
https://www.youtube.com/watch?v=5i1pmw-u820&list=RD5i1pmw-u820&start_radio=1
عشق من با تو بود، قلب من با تو بود
https://www.youtube.com/watch?v=UjHkZmuZsuw&list=RDUjHkZmuZsuw&start_radio=1
Geet Gata Hoon Main, Gungunata Hoon Main – Kishore Kumar
https://www.youtube.com/watch?v=Ays7xJK8UF8&list=RDAys7xJK8UF8&start_radio=1
اگر سبزه بودم، به دامان صحرا
https://www.youtube.com/watch?v=U8ghOtrnIeI&list=RDU8ghOtrnIeI&start_radio=1
Agar Teri Jalwa Numai Na Hoti – Mohammed Rafi
https://www.youtube.com/watch?v=X1uu_QNe-XQ&list=RDX1uu_QNe-XQ&start_radio=1
از یادت من برفتم – زیبای خوب رویان
https://www.youtube.com/watch?v=uQU4GWYm0gM&list=RDuQU4GWYm0gM&start_radio=1
AaJa Re Ab Mera Dil Pukara – Lata & Mukesh
https://www.youtube.com/watch?v=mV0or29AVD4&list=RDmV0or29AVD4&start_radio=1
روز و شبم الم، ریزم سرشک غم
https://www.youtube.com/watch?v=tMlHk6CKouA&list=RDtMlHk6CKouA&start_radio=1
Aaya Na Balam Wada Kar Ke – Mohammed Rafi
https://www.youtube.com/watch?v=M_gnYTDrIOI&list=RDM_gnYTDrIOI&start_radio=1
خواب از چشمانم ربودی، ای بیوفا – بیوفا
https://www.youtube.com/watch?v=iTSsiPSgMNQ&list=RDiTSsiPSgMNQ&start_radio=1
Kaun Hai Jo Sapnon Mein Aaya – Mohammed Rafi
https://www.youtube.com/watch?v=sFOV7rILTcU&list=RDsFOV7rILTcU&start_radio=1
زندگی آخر سر آید، بندگی در کار نیست
https://www.youtube.com/watch?v=Z9KP4KNn5fw&list=RDZ9KP4KNn5fw&start_radio=1
Chandi Ki Deewar Na Todi – Mukesh
https://www.youtube.com/watch?v=dYMTx5wR7o0&list=RDdYMTx5wR7o0&start_radio=1
په پورتنیو هندي سندرو کې چې اصل هم ورته ویلی شو، ځینې داسې سندرې شته چې کمپوزونه یې له لویدیځې موسیقۍ څخه اخیستل شوي دي. احمدظاهر د خپلې زمانې هغه کس و چې لویدیځې موسیقۍ سره ښه اشنا او د سندرو البومونو ته یې تر نورو پراخ لاسرسی درلود؛ هغه د خپلو ځینو سندرو لهپاره د غربي سندرغاړو کمپوزونه هم غوري کړي دي، په سندرو کې یې ایتالیوي، فرانسوي، انگلیسي، روسي او هسپانیوي کمپوزونه او میلودیانې سړی موندلی شي. ښايي همدا وجې وي چې ځینې خلک احمدظاهر لومړنی کس بولي چې د غرب د موسیقي آلې یې د افغاني ساز له آلو سره پخلا کړي دي.
د احمدظاهر ایدیال سندرغاړي «اِریکو ماسیس» او «الویس پریسلی» و، که د هغه عکسونه په ځیر وکتل شي نو ښکاري چې نوموړی نه یواځې د دغو سندرغاړو د ځینو سندرو کمپوزونه د خپلو سندرو لهپاره غوره کړي دي، بلکې د هغو د جامو، ویښتو او په اصطلاح «ستایل» څخه هم پوره اغیزمن شوی و. د لیکنې په دې برخه کې د احمدظاهر د هغو سندرو نومونه او د یوتیوب لېنکونه له تاسو سره شریکوم چې له لویدیځې موسیقۍ او سندرو څخه یې د خپلو سندرو لهپاره کمپوزونه غوره کړي دي:
د «اِنریکو ماسیس» له سندرو څخه اخیستل شوي کمپوزونه:
دانم چرا چشمان تو، اشک آتشبار دارد
https://www.youtube.com/watch?v=fS8YiTn8X5o&list=RDfS8YiTn8X5o&start_radio=1
La Femme de mom ami – Enrico Macias
https://www.youtube.com/watch?v=ZgI8xq7pfqI
ای گلزار من، باغ و بهار من، شمع مزار من، بیا – بیا
https://www.youtube.com/watch?v=rWVmFU1FG30&list=RDrWVmFU1FG30&start_radio=1
Enfants de tous pays – Enrico Macias
https://www.youtube.com/watch?v=PBsboV_rFEY&list=PLuvv0s2dAaFZvzqL3LsLuYGq_rhBx5eP5&index=6
شبها روشن، تنها نشینیم – در پهلوی هم، در نور مهتاب
https://www.youtube.com/watch?v=VOe2iBeTSCU&list=RDVOe2iBeTSCU&start_radio=1
Solenzara
https://www.youtube.com/watch?v=UHb3SuRs6zg&list=RDUHb3SuRs6zg&start_radio=1
د «الویس پریسلی» له سندرو څخه اخیستل شوي کمپوزونه:
خواب از چشمانم ربودی، ای بیوفا – بیوفا
https://www.youtube.com/watch?v=iTSsiPSgMNQ&list=RDiTSsiPSgMNQ&start_radio=1
Who Mackes My Heart like Tander
https://www.youtube.com/watch?v=_FhGpiFu1RQ&list=RD_FhGpiFu1RQ&start_radio=1
دلبرا گر تو یار من باشی
https://www.youtube.com/watch?v=grkemQM0U1M&list=RDgrkemQM0U1M&start_radio=1
No more – Do I see the starlight caress your hair
https://www.youtube.com/watch?v=9WQ87H93lNc&list=RD9WQ87H93lNc&start_radio=1
د لویدیځې موسیقۍ او سندرو څخه یې نور اخیستل شوي کمپوزونه:
تنها شدم تنها، آسوده از غوغا شدم
https://www.youtube.com/watch?v=c0EBNBIOQfI&list=RDc0EBNBIOQfI&start_radio=1
Bimbo Jet – El Bimbo 1974 – Claude Morgan
https://www.youtube.com/watch?v=jGs6PBgeook&list=RDjGs6PBgeook&start_radio=1
زیبا نگارم به من نگاه کن
https://www.youtube.com/watch?v=CFPOUvYIXiY&list=RDCFPOUvYIXiY&start_radio=1
Dorogoi dlinnoyu The long road – Sergey Lazarev
https://www.youtube.com/watch?v=HXRsILqKyyM&list=RDHXRsILqKyyM&start_radio=1
اگر ای آسمان خواهم که یک روز
https://www.youtube.com/watch?v=FEf9d0ZCz78&list=RDFEf9d0ZCz78&start_radio=1
Bambino 1956 – Dalida
https://www.youtube.com/watch?v=tf-cDKuGsSA&list=RDtf-cDKuGsSA&start_radio=1
یاد روزگار شیرین، خاطرات عشق دیرین
https://www.youtube.com/watch?v=3Y55oWtRWcg&list=RD3Y55oWtRWcg&start_radio=1
Torna a Surriento – Luciano Pavarotti
https://www.youtube.com/watch?v=ol4OoaQ_Evs&list=RDol4OoaQ_Evs&start_radio=1
چون درخت فروردین، پر شکوفه شد جانم
https://www.youtube.com/watch?v=PUjg6GGjQZQ&list=RDPUjg6GGjQZQ&start_radio=1
La Nuit Etoilee – Bob Azzam
https://www.youtube.com/watch?v=0LZIz4Tf1mE&list=RD0LZIz4Tf1mE&start_radio=1
هارون پاچا د مشال رېډیو د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر د ۲۳ نیټې په «سندرې جادوگرې» خپرونه کې د احمدظاهر په اړه وایی: « په ولس کې د احمدظاهر د ډیر محبوبیت وجه ښایي دا وي چې هغه افغاني موسیقي مدرنه کړه او د خپلو سندرو له پاره یې ښه او معیاري شعرونو انتخاب کړل».