Homeخبرونهننګرهارکې یو شمېر ځوانانو « ګرمي مو نه وژني خو سیند مو...

ننګرهارکې یو شمېر ځوانانو « ګرمي مو نه وژني خو سیند مو وژني» په نامه کمپاین پيل کړی

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۴مه) د ننګرهار یو شمېر فعالو ځوانانو په سیند کې د ډوبېدو د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی.

د دې کمپاین مسوولان وایي چې، موخه یې په سیند کې د لامبېدونکو ځوانانو او کوچنیانو مخنیوی دی، ځکه د دوی په خبره هره ورځ په سیند کې د لاهو شوي ځوان یا ماشوم یو خبر اوري او پر خواله رسنیو پرې خواشینوونکی پيغامونه ګوري.

د دې کمپاین مشري خبیب امیري کوي.

ده د دې کمپاین پرمهال ستر پیغام په لیکلې بڼه لیکلی چې، وایي: ګرمي مو نه وژني خو سیند مو وژني، هیله ده احتیاط وکړئ.

امیري زیاتوي هر کال د یو شمېر نورو ځوانانو پر مټ دا کمپاین کوي، خو خلک یا د ده کمپاین بابېزه ګڼي او یا سیند کې د ډوبېدو ګواښ ورته عادي ښکاري.

د نوموړي په وینا دی هڅه کوي څو خپل پيغام تر نورو ورسوي او هیله مندي ښيي چې، خلک به یې هم ملاتړ وکړي او د دې چارې مخنیوي کې به هڅه وکړي.

ویل کیږي وروستیو کې ننګرهار کې ۱۵ تنه د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.

د دې کمپاین ګډونوال له طالبانو هم غوښتنه کوي چې، د سیندونو پر غاړو ګزمې وکړي څو د هغو کسانو مخنیوی وکړي چې، په مرګونو سیندونو کې لامبي.

ننګرهار کې د ګرمۍ د موسم پرمهال د ګرمې هوا له امله ډېری ځوانان سیندونو کې لامبي او د بې احتیاطۍ له امله یې یو شمېر په سیندونو کې ژوند له لاسه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...