شنبه, مې 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهښيښه يي قبرونه/ ګل رحمن رحماني

ښيښه يي قبرونه/ ګل رحمن رحماني

صبر کوئ، ډېر زر به په دغه ښار د حاکمې تورې شپې پردې دي وه زورور توپان له څپو سره څېري او رېښې رېښې شي، ډېر زر به په زرګونو څېرې ددغه ښار د حقيقت په څلور لارې کې له تورو او سپينو نقابونو راووځي او وګړي يې به يې په يوه داسې فضا کې ننداره وکړي، چې هر څوک به په کې دساه اخيستلو او خبرو اجازه لري.

     صبرکوئ ، په دغه خاوره کې دانسان په جامه کې ډېر داسې مخلوقات شته، چې له زرو کسانو سره په زرو څېرو او زرو نقابونو څخه راڅرګندېږي، دوى د پسرلنيو ورېځو په څېر ثابته څېره نه لري، چا ته دوړيو نرم پوستين واغوندي او چاته يې وسپنيزي او تورې فولادي زغرې اغوستې وي، چاته له لستوڼي راوتلي نرم لاسونه ورکوي او چاته يې پنځه ګوتې د پنځو زهرجنو خنجرونو په څېر ور وړاندې کړي وي.

چاته يې په شونډو له شرارت او شيطانۍ ډکه موسکا خوره وي، چاته همدغه موسکا په شاتو او خوږه شېره لړلې وي ، خو ځينو ته بيا زهر پاشي او دلېوانو او څېروونکو غوندې تېره غاښونه يې دموسکا تر شا پټ وي.

هغوى دواکمن اوبې پروا پاچا پر وړاندې دپسونو او هوسيو غوندې نرم مزاج لري، خپلې څېره معصومه او سپېڅلې ښکاروي، دريا او ځان ښودنې سپينه چپنه اغوندي، ځانونه دهغه تر ټولو نږدې خواخوږي او مريدان بولي، دلته هغوى دزرو څېرو ترڅنګ همداسې سلګونه ژبې کاروي، چې ټولې دواکمن په صفتونو روږدې دي، خو کله چې شپه شي او د واکمن له لوري ورکړل شوو ماڼيو ته ستانه شي، نو بيا په لېوانو بدل وي، په خپل پاچا پورې ټوکې وهي، په غزتونو او عصمتونو لوبې کوي، دلته همغه پسونه دلېوانو په څېر دنورو په لوټلو او داړلو لګيا وي. ژبې يې له قهر او غوسې ډکې وي، له پيالو عصمتونو او جامونو سره مستي کوي ، دښار هغه نجونې ، چې دوى يې دپاچا په مخکې لوڼې او خويندي ګڼي ، دلته ددوي دعياشيو او شيطاني غريزو منګلولو ته لوېږي.

له دغه شپو نه ډېر کم کسان خبر دى، له دوى سره ملګرو هم د دوى رنګ اخيستى، د دوى په څېر کړه وړه لري، هغوي دلېوانو وړوکي بچيان دي او په راتلونکې کې ترې ښه ماهر او  ښکاري لېوان جوړېږي، ځکه دهغوى فطرت بدل شوى، سر له اوسه روزل شوي او دواکمن په ماڼيو کې يې دمظلومانو په وينو او غوښو چمتو شوي خوندونه او مستۍ ليدلې.

نو ځکه وايم، چې صبر کوئ ، نور دځنګل دغه شپه تېرېدونکي ده، ډېر وړاندې د ځنګل په څنډو کې دنياوو له غرونو  ديوه روښانه لمر او زرين سهار وړانګې په راختو او  خورېدو دي، خو دغه سهار يوازې لمر نه دى يو زورو توپان هم ورسره ملګرى دى، چې يوازې په واکمنو او دغه زر څېره ييزو ښاغلو به ورځي، دهغوى نقابونه او څېرې به شکوي، دتېښتې وزرونه به يې ماتوي او کله چې ورځ غرمې ته ورسېږي، نو ددغه ښار دخلکو په پښو کې به بربڼد پراته وي او يوه څېره به يې هم حجاب خوندي نه کړي، خپله څېرې او حجابونه به يې ورپورې خاندې او دخلکو په څېر به ترې کرکه لري.

صبر کوئ، دغه لمر ډېر نږدې دى، ماته له خپلې وينې او ساه هم نږدې ښکاري، نور په دغه ښار دڅېرو واکمني پاى ته رسېږي، شرمېږي، ورکېږي او د دوى له لاسه د بهيدلو وينو نه د ډېوو کاروان اوچتېږي ، دښار ټول واټونه او څلور لارې به پرې ټوله شپه روښانه وي، يوازې يو څېره ييز انسانان به له وېرې پرته له خپلو معصومو څېرو سره تر سترګو کېږي او ورځې به مو يوه ښکلي او زرين لمر رانغاړي وي.

٢٠١٣ اپرېل ٢٣

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب