پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکلتورخاطرهد ځان خوښي د نورو په خوښۍ کې ده/ ساده حيدرخېل

د ځان خوښي د نورو په خوښۍ کې ده/ ساده حيدرخېل

د روژې په ۲۷م زه او پلار مې د سودا لپاره بازار ته لاړو. موټر مې د لويې ويالې پر ژۍ ودرولو. مخامخ دوکانونو ته د سودا د اخيستو لپاره ورغلم. د اسد۱۵م او د غرمې يوولس بجې وې. ګرمي د روژتي پر زړه او دماغو خوله لګوله. په ولاړ موټر کې ناستی ګران و. پلار مې د نښتر ونې سيوري ته کېناست. د دغې سيوري لاندې اووه کسه ګډۍ چلوونکي هم ناست وو. دوی له سهاره تر دې مهاله ګډۍ چلولې وې خو نور يې زور اوبه شوی و.  په دوی کې تنکي ځوانان، پاخه ځوانان او سپين ږيري هم وو. د ګډيو لاستي يې پرځمکه لګولې او په ګډيو کې تکيه وهلي ناست وو.

يوه ګډۍ وان له خپل مخکيني جيب څخه پيسې راوويستې. ويې ګڼلې. خو لکه چې په کې غلط شو! ډېر پکې لسګون لوټونه وو. بيا يې وشمېرلې او بيا يې وشمېرلې خو دا ځل يې پيسې په ښې لاس کې ونيوې او د چپ لاس ګوتې يې يوه يوه شمېرله. لکه چې د ماښام د ډوډۍ او لنده بال لپاره يې تر دې مهال د ګټلو پيسو حساب کولو چې پرې وبه شي که نه؟ په همدې سوچ کې يې د پيسو لاس ورو ورو د خيرن او ګونځې ګونځې وسکټ د زنځير واله جيب ته تېر کړ. چپ لاس يې پر سينه کېښو او په ګډۍ کې يې تکيه ووهله.

د ده تر څنګ سپين ږيری هم . په ګډۍ کې تکيه وهلی ناست و. لاسونه يې د سر دپاسه کړۍ کړي وو او په مخامخ دوکانونو کې يې سترګې ګنډلې وې.

په دې وخت کې يو سپين کرولا موټر راغی. د دوی خواته ودرېد. يو ځوان چې وړه ږېره يې وه، د سر ويښتان يې لږ لوی او پاکول يې پر سر و، ترې راکوز شو. ګډۍ والو په زيږو زيږو وروکتل. فکر يې وکړ چې ګني له سيوري يې لرې کوي او هلته خپل موټر دروي. خو ځوان چې دوی ته ښه ورنېږدې شو سلام يې واچوو. له سلام وروسته يې د شهادت په ګوته د دوی پر ګڼلو پيل وکړ؛ يو، دوه، درې، څلور، پنځه، شپږ، اووه کسان. جيب ته يې لاس کړ اووه پاکټه يې راوويستل. سپين ږيري ګډۍ چلوونکي ته يې وويل: بابا دا واخله يو يو پاکټ سره ويشئ!

ځوان بېرته موټر ته وروخوت. موټر يې د کونجۍ په لومړني تاو سره چلان شو او لاړ.

سپين ږيري په لاس کې نيولي پاکټونو ته په ځير ځير کتل. ته به وايې چې بمونه يې په لاس کې ورکړل او د چاودېدلو له ويرې يې لاسونه شل شول. پاکټونه يې نه جيب ته اچولی شول او نه يې پر نورو د وېشلو جرات کولی شو. خو اخير يې پر نورو يو يو وېشه. هغو نورو هم پاکټونو ته په ځير ځير کتل. يوه ورته وويل؛ ګلاجان کاکا ته صبر چې زه يې خلاص کړم! پاکټ يې خلاص کړ. عجيبه وه! او ډېره عجيبه وه! په پاکټ کې پنځه زريز بند و! ژر يې جيب ته لاس کړ لسګون يې راوويستل ويې وغوړل او پنځه زريز يې د لسګونونو په منځ کې کېښود!

پکار خو دا وه چې واړه لوټونه يې د غټ لوټ په منځ کې ايښي وی خو لکه چې پخوا يې پنځه زريز په جيب کې نه و ګرځولی. ځوان ګډۍ سمه کړه او له ځان سره په خبرو شو؛ يا خدايه! ته يې قبولې کړې! ما به په اختر کې څه کولی؟ اوس خو ښه دی بازار خلاص دی د ورځې  مې دومره کار جوړ دی. بېګا ته وچه ډوډۍ او ځينې نور څه ورباندې اخيستی شم خو په اختر کې به مې څه کولی؟ ځکه بازار بندېده! يا خدايه! تا مو سبب جوړ کړو! يا خدايه! ته يې قبولې کړې! ځم چې ماشومانو ته کالي واخلم! هو رښتيا د ماشومانو د مور خت هم زوړ شوی او بيخي له اغوستلو وتلی! هغې ته به يې هم واخلم! او زما هم داسې روغ کالي خو نشته؟ نه خير دی زه به يې بيا واخلم! خو ځينې پيسې بايد د ناروغۍ په خاطر وساتم!

ځوان بيا جيب ته لاس کړ. پيسې راواخيستې ويې شمېرلې دا ځل پوره پنځه زره يو سلو اويا وې! ځوان اېخوا دېخوا وکتل تېز تېز روان شو!

د ګډيو واله يو يو داسې ورک شول لکه دلته چې بيخي راغلي نه وي.

زه چې له سودا راغلم پلار مې ډېر خوشال و. ټوله خبره يې راته وکړه. زه هم ډېر خوشال شوم! داسې لکه دا کار چې ما کړی وي! پوی شوم چې د ځان خوښي د نورو په خوښۍ کې ده!

زه له پلار سره په خبرو بوخت وم چې له نښتر څخه غبرګې مينا راکوزې شوې په وياله کې يې د اوبو له څښلو وروسته وزرونه وتړپول. داسې لکه يوې بلې ته چې اوبه ورشيندي! په همدې همدې کې يوې بلې ښې سره لامده کړل او بېرته خپلې ځالې ته والوتې. پلار مې د نښتر ونې ته سر ورپورته کړو ويې ويل؛ الله تعالی دې فيض محمدخان لوګري ته جنتونه ورکړي! دغه ونې ده کېنولې دي! نن يې موږ هم سيوري ته دمه شوو! مرغيو هم ځالې پکې جوړې کړې! نو څنګه به د ارواښاد فيض محمدخان اروا نه وي خوشاله!

د پلار له دې خبرې زه پوی شوم چې د ځان خوښي د نورو په خوښۍ کې ده!

دلته مې سودا خلاصه شوې وه. د بازار په بل سر کې مې د ملګري دوکان ته د نورې سودا لپاره ورغلم. خو ملګری مې يو څه خپه و. له احمد سره خپه شوی و! وروسته يې ټوله کېسه راته وکړه چې له احمد سره يې په څه خپګان راغلی و. ما په احمد پسې زنګ ووهه. شېبه وروسته احمد راغی. کله چې دوی دواړو اصلي موضوع يو بل ته روښانه کړه نو پوی شول چې هسې غلط فهمي شوې وه. سملاسي سره پخلا شول. دواړه ډېر خوښ شول. زه هم خوښ شوم او پوی شوم چې د ځان خوښي د نورو په خوښۍ کې ده!

له اوويشتم دوې شپې وروسته د اختر شپه راغله. د اختر شپه له نورو شپو سره کوم لوی توپير نه درلوده. خو زه له نورو شپو څخه ډېر خوښ وم! زه ماشوم هم نه يم چې نويو جامو، نکريزو، څپليو او مېټايانو ته به خوښ وم! دومره غافل او تنبل هم نه يم چې له تروايح او روژې څخه ستړی وم د اختر په شپه ترې خلاص شوم ځکه ډېر خوښ وم! د چا عاشق هم نه يم چې سبا به د اختر په لمانځه کې له خپل معشوق سره مخامخ کېدم! دا يوه خبره هم نه وه خو د نور شپو په پرتله ډېر خوښ وم! پکار خو دا وه چې د نورو شپو په پرتله خپه وی. ځکه د نورو شپو په پرتله د دغې شپې د خپګان يودليل ممکن دا هم و چې نورو شپو به مې د ماسخوتن لمونځ چې د سترګو يخوالی دی نهه ويشت او د ا شپه مې نهه رکاته وکړ! خو د نورو شپو په پرتله نن ډېرخوښ وم! په لامل يې زه هم نه پوهېدم! مګر کله چې کټ ته وختم. اوږدې پښې مې وغځولې او له ځان سره مې محاسبه پيل کړه! په محاسبه کې چې د اختر د مبارکۍ پيغامونو ته راورسېدم زړه مې ټوپونه ووهل! اهو! سمور څومره ښه ځواب راکړ! ستا دې هره ورځ اختر وي! او عبادتونه دې قبول شه! …. محمود خو بيخي د مينې کلمات راباندې وورول! هغه بل يوه او هغه بل ملګري!

زه پوی شوم چې ښه خبره په رښتيا هم صدقه ده! ملګري مې په مبارکۍ ډېر خوښ شوي وو! زه هم د دوی په مبارکۍ ډېر خوښ وم!

 د ځان خوښي د نورو په خوښۍ کې ده!

د کوچني اختر شپه

 دوې بجې

۱۶/۰۵/۱۳۹۲

خوست/حيدرآباد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب