دا ښځمونی ذات هم بلا کوي. هغه طنزیه ویناوې، منظوم متلونه او غاړې چې تر اوسه پورې لا زموږ د خلکو په مېنځ کې هم د پېښو حوادثو او واقعاتو تصویر او انځور وړاندې کوي او هم د خلکو پر وچو او چاودلو شونډو د خندا لیونۍ څپې نڅوي اکثره یې د ښځو لخوا تخلیق شوي او پنځول شوي دي.
لنډۍ، کاکړۍ، غاړې په ودونو او ښادیو کې یو ډول له کږنو او غندنو څخه ډک منظوم سروکي، د سندرو، بوللو، غړانګو او ناورو ټوله شاعري همدغه ښځموني ذات ته منسوب کلامونه او ویناوې دي، چې منظمومه بڼه لري، خو چا یې د لیکلې ذخیرې هڅه نه ده کړې.
له بده مرغه په ښځو کې د بې سوادۍ د کچې د ګراف لوړوالي دغه منظوم کلامونه د تاریخ په حافظه کې نه دي پرې اېښي او د زمانې له یاده هم وتي دي، چې تر موږ پورې په لیکلې بڼه نه دي را رسېدلي او زیاته برخه یې د زمان پر بهیدونکي واټ باندې تری تم شوې ده.
په فولکور ادب کې ډېره ونډه د ښځو ده او په دغه ونډه کې داسې ملغلرې هم شته، چې د تاریخي خوځښتونو لپاره یې د خلکو او ولسونو د پراخو پرګنو نمایندګي کړې ده او د مبدا او سرچینې حیثیت یې درلودلی دی، د میوند د ملالې یوه لنډۍ د تاریخ د یوې نوې پاڼې د اوښتو سبب شوه، ممکن د تاریخ په روان بهیر کې به داسې بې شمېره مثالونه موجود وي، خو تر موږ پورې به نه وي را رسېدلي.
په ودونو، کوژدو او نورو غونډو کې طنزیه غاړې او سروکي لا اوس هم شته. د جګړې په زمانه کې دغو شفاهي منظومو غاړو، سندرو او سروکو بې درېغه تاوان وکړ، د سندرو ځای ژړاګانو، انګولاوو، سلګیو، آهونو او له غمو ډکو وږمونو ونیو.
اوښکې لمانځي دي که بې لمانځه
زما په څېرې ګریوان ځي لمونځ پې کومه
یوه کاکړۍ غاړه ده چې؛
ولې نه راځي جانان سور ساندې ګل شوې د بیابان
دا خو د غم تابلوګانې دي، ورک یې کړه غم دې ورک شي، رنګ دې یې ورک شي. خبره مې د ټوکو کوله، د ژوند پر شونډو د نڅېدونکې خندا خبره او د ژوندانه د ترخو غمونو پرضد د انساني طبیعت د مُسرت طلبه جنون او لیونتوب خبره، وایي، چې خندا د ژوند مالګه او طنز د ژوندانه د خوښیو لپاره یو برملا اعلان دی.
همدا شپې وې، سنبله پیل شوې وه د شاه جوی او ګیلان بزګرو درمندونه ټول کړي وو، د ودونو شپې را رسېدلې وې. زه نوی له پېښوره وطن ته راغلی وم، ګیلان او ناوې ته د ملګرو په پوښتنو او ګروېږنو پسې ولاړم، که څه هم جګړه روانه وه، خو زموږ په سیمو کې حالات ښه وو او مجاهدین نوي بریالي شوي وو، پر کابل جګړه وه اطراف نسبتاً ارام وو.
انډیوال مې حبیب اخندزاده نومېده، چې په مجلس یې څوک نه مړېده، بل انډیوال مې د شلګر ډګرمن ځونډی وو. له راتلو مې خبر شوی وو، دواړه د جنډې بازار ته راپسې راغلل، د دواړو سندرې زده وې، یوه یې رباب درلود او حبیب اخندزاده دریا وهله، خورا ښه یې وهله.
په سبا یې د ګیلان شینکۍ ته ولاړو، هلته د یوه دوست د زوی واده وو، دې واده ته موږ ټول خوشحاله وو، زموږ ډله د ورا باڼو ډله وه، کله چې ورا د ناوې کورته ور ورسېده، نو ښځمنو له دریاو سره ښکنځلې شروع کړې.
لومړی وار یې پرما وکړ، زه ذکام وم په رښتیا تر پوزې مې اوبه روانې وې، چې د ښځو لخوا د دریا له ډب او ډنګ سره وښکنځل شوم.
قانع صاحب جنډه درڅخه هېره شوه
ټنګه دې تر بریتو لاندې راتېره شوه
موږ ګړنګو ته ټنګه هم وایو، چې دغه لغات د شاه جوی، مُقر، ګیلان او ناوې په ټولو غلجو قبایلو کې مروج دی.
چې زه ترې خلاص شوم، نو نوبت حبیب اخندزاده ته ورسېد. د حبیب اخندزاده لپاره ښکنځا په زړه پورې وه. د ښځو د ډلې لخوا په مترنم موج کې دا ښکنځا را ورسېده:
حبیبه پر سومبۍ دې توره لیکه ده
حبیبه ورا دې ټوله مناپیکه ده
کله چې حبیب اخندزاده وښکنځل شو، نو د ډګرمن ځونډي وار شو، هغه هم په منظمونه ښکنځا سره ونمانځل شو.
تېر ماښام د همدغو منظومو ښکنځلو یوې شاعرې راته تلیفون کړی وو، دغه شاعره بنګړیواله ده، چې اوس هم په پښین، کوټه، چمن، کندهار، کلات او لښکرګاه کې پر کلیو ګرزي او بنګړي خرڅوي. بنګړیواله یاسمین نومېږي، هر کال به ما د کوټې په میزان چوک کې خپلې ماشومې لوڼې له ځان سره بازار ته بوولې او یاسمین به په لاسونو کې بنګړي وراچول.
یاسمین د پنجاب جټه وه، خو د پښتنو په وطن کې زیږېدلې، همدلته بنګړیواله شوې وه او همدلته یې د ودونو په محافلو کې د طنز په سروکو د شاعرۍ طبعه اخیستې وه.
تېر کال مې تر لس کلن بیلتون وروسته د کندهار په شهیدانو چوک کې ولیده، چې لښګرګاه ته یې د بنګړو پنډوکي بار کړي وو، د بنګړو د خرڅلاو ترڅنګ یاسمین کاکړۍ غاړې، سروکي او نور منظوم کلامونه ښځو ته د پیسو په بدل کې عرضه کوي.
همدارنګه په ودونو کې ښځو ته سندرې وایي، د دریاوو د وهلو چلونه ور زده کوي او په اصطلاح یو هنري ګروپ ورسره وي چې هارمونیم، طبله او رباب هم په کې وي، نوازنده ګان یې زنانه دي.
تېر ماښام یې تلیفون راته وکړ، خورا خوشحاله وه، تر دوعا او سلام مخکې یې راته وویل، چې ستاسې انډیوالانو وګټله، زه حیران شوم، چې زموږ انډیوالانو چېرته ګټه کړې ده، خو یاسمین ژر راته وویل، د پښین هغه چوکۍ چې محمود خان خالی کړې وه عبدالقهار خان وګټله.
یاسمین پسې زیاته کړه، چې د پښتونخوا پارټۍ دغه څوکۍ زما د نعرې په زور وګټله، ځکه چې ملایانو یو شعار جوړ کړی وو، چې ـ
د قوم پرستانو ترجمان
قمرګله او ګل زمان
ما د پښتونخوا پارټۍ ته نعره جوړه کړه چې؛
غټه کونه لوی سامان
مولانا فضل الرحمن، مولانا فضل الرحمن
ماټوله شپه د ښځو د طنزیه حس په باره کې سوچ کولو.
له محور ورځپاڼې په منننې.
ياره قانع صاحب: کور دي ودان ډيره په زړه پوري ليکنه دي کړي ډير دي وخندوولو،الله دي راته ژوندي لره او په قلم کي دي هڅاند غواړم.
ياره قانع صاحب: کور دي ودان ډيره په زړه پوري ليکنه دي کړي ډير دي وخندوولو،الله دي راته ژوندي لره او په قلم کي دي تاند اوهڅاند غواړم
قانع صاحب ډیر خوند می تری واخیست الله ج دی قلم تل داسی ژوندی او ګړندی لره
وه قانع ګله! دا دی څه وګړل، او دی نو د تیاری زامنو ته د یاسمین توړی ادرس ورکړ. اوس یی نو نه پریږدی. دا په توره تیاره کی پیدا شوی ما تحت انسانانو خو ښځی په هدیرو کی مړی کړی، په ونو کی یی را وځړولی، برمته یی کړی، د زرګونو وګړو په مخکی یی په کوناټو په درو ووهلی، د لارو په سر یی په ګولو وویشتلی، سنګسار یی کړی، پنجابیانو ته یی ډالی کړی، چی اوس به په یاسمین توړی څه ډرامه وکړی. بس ته به سم د لاسه یو کار وکوی. یاسمین توړی ته به زنګ ووهی ورته وبه وایی چی څه موده روپوشه شی. کنه خیر به یی نه وی. دی د تیاری زامنو نه اوس سم لیونی سپی جوړ شوی، هر څوک داړی
یاره تاسو باور وکړئ چې د قانع صیب په لیکنو باندې هغه تشه ټیک ډکیږي چې د شپون صیب د دوه لیکنو تر منځ په تاند کې راځي او سړی زوروي.
یاره قانع صاحب په قلم دی برکت شه.ډیر په زړه پوری لیکنه وه اودغه دیاسمین شعر دفضل الرحمن منافق په باره کی ډیردستایلو وړدی.فضل الرحمن ددین دواقعی مولایانوپرمخ یوتورداغ دۍ خدای پاک دی دغه په خپل زورسره وشرموی.
قانع صاحب مننه، خدای دې ژوندی لره او ستاسو په قلم دې برکت وي چې ریښتیاوې را برسیره کوئ. قانع صاحب یوه پوښتنه لرم او هغه دا چې مونږ افغانان په کوم سبب رنځیږو او د دې رنځ درمل به په څه کې وي، هیله ده که په دې موضوع مو څه لیکل وکړل ترڅو زمونږ په پوهه کې نوره اضافه وشي.
غټه کونه لوی سامان
مولانا فضل الرحمن، مولانا فضل الرحمن
محترم قانع صاحب روغ وسی تاسو خبر یاست چی ددولت چار واکو یو نوی فوز جوړ کړی دهغه نوم دی ار بکیان چی کتغ او دودی دتو فک فه زور فیدا کوی دا ستا دملګری شاغلی کرزی نوی فوز دی او غواړی خلک فدی توګه ددولت ملګری کړی ۰۰۰ تاسو به خبر یاست دشاغلی حکمتیار له جبهو فه میدان نرخ والسولی کی ار بکیان تشکیل شوی او دشاغلی زرداد تول فوج فکی راتول شووی نوی فاتکونه دی له خلکو دسیب دانګورو کچلو او نورو شیانو محصولات دحزب اسلامی تر چتر لاندی سیمو کی راتو لیږی او دولت یی تاید کووی چی دا زموږ ار بکیان دی داسرنګه قیصه روانه دی۰ موږ داسی فکر کوو چی که دولت بیا فاتکونو او مفسدو عناصرو ته اجازه ورکوی خو موږ ته بیا هغه فنجافیان او دمولوی فضل رحمن سفی شرف لری۰ تا سو خو خبر یاست چی فه روزګان کی فه شجاعی او فه نرخ ولسوالی کی دشامار فه نام یو قومندان تول خلک وخوړل۰ کچیری دا قضیه شاغلی کرزی او نورو چار واکوته ورسوی مهربانی به مو وی نرخ ولسوالی کی نوی فاتکونه اختراع شوی فوج دحکمتیار دی او تا ید یی ددولت دی زموږ دغریبو ږغ سوک نه اوری۰ او ددی فییل دشاغلی حلیم فیدای وقت کی شو وی چی وس یی زیات روشد وکړ ۰۰۰ وسلام
اسلام علیکم !
قنغ صاحب ژوندی اوسی ستاسی ښایسته لیکنی د سړی په زړه او دماغو دواړو اثر لری دیره ښایسته لیکنه ده الله مو خوشحاله لره
قانع صاحب د لیکنی خوند نه هیریدونکی دی ته خو ښه یی ب کابل کی او حبیب اخندزادخودی په دی لنډی په محل کی غرک او ترک کړی ، همیشه دی خدای خندان او سرلوړی لره
زه به یې ور غبرګه کړم :لوی پټکی لږ یې ایمان