Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د څه باندې ۲۰۰...

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ قراردادونه لاسلیک شول

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ تجارتي قراردادونه لاسلیک شوي دي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان ـ ازبکستان سوداګریز فورم د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په هدف جوړ شو.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجه‌یف، یو شمېر وزیرانو او والیانو، د سوداګرۍ خونو چارواکو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی وو.

نورالدین عزیزي وویل، افغانستان د ازمیښتي پروګرام په توګه شاوخوا ۱۰ زره ټنه پنبه ازبکستان ته صادره کړې ده. د هغه په وینا، ازبکستان چمتووالی ښودلی چې د افغانستان ۱۰۰ زره ټنه نوره پنبه هم وپېري.

د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجه‌یف افغانستان د ودې پر لور روان هېواد وباله او ویې ویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د نویو ترانزیټي لارو او لوژستیکي مرکزونو د جوړولو، د ترجیحي تعرفو د پلي کولو او د توکو د لېږد د چټکتیا پلانونه تر کار لاندې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د ازبکستان د فرغانې ولایت والي هم په دې فورم کې وینا وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...