Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه سویس کې د افغانستان د شتمنیو ارزښت ۴.۲ میلیارد ډالرو ته...

په سویس کې د افغانستان د شتمنیو ارزښت ۴.۲ میلیارد ډالرو ته لوړ شوی

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د افغانستان د ځانګړي اماني صندوق (STFA) غړي انورالحق احدي ویلي، په سویس کې د افغانستان د ساتل شویو ملي شتمنیو ارزښت د پانګونې له عوایدو وروسته ۴.۲ میلیارد ډالرو ته لوړ شوی دی.

احدي د یکشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۶مه، د افغان پوهانو او متخصصانو ټولنې د اویایمې انلاین غونډې په ترځ کې وویل، دغو شتمنیو شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالر د پانګونې ګټه ترلاسه کړې او د صندوق له جوړېدو راهیسې تر اوسه یې هیڅ پیسې مصرف شوي نه دي.

هغه زیاته کړه، دا پیسې به تر هغه وخته خوندي وساتل شي، څو شرایط برابر شي او بېرته د افغانستان بانک ته ولېږدول شي.

د افغان پوهانو او متخصصانو ټولنې انلاین غونډه د «د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

احدي ټینګار وکړ چې د صندوق ټولې شتمنۍ د افغان ولس د ګټو لپاره ساتل کېږي او تر اوسه له دې پیسو هېڅ ګټه نه ده اخیستل شوې.

هغه په امریکا کې د کنګل پاتې ۳.۵ میلیارد ډالرو په اړه هم وویل چې د امریکا دوو محکمو تر اوسه د افغانستان په ګټه پرېکړه کړې ده.

د ده په وینا، تمه کېږي درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د خوشې کولو حکم صادر کړي، څو دا پیسې هم د افغان ولس د شتمنۍ په توګه خوندي پاتې شي.

د افغانستان ځانګړی اماني صندوق په سویس کې د دې لپاره جوړ شوی چې د افغانستان د بهرنیو ملي شتمنیو یوه برخه خوندي وساتي، تر هغه چې په متحده ایالاتو کې د کنګل شویو پاتې زېرمو حقوقي وضعیت وروستی حل ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...