تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۴مه) د هډوکو دوامدار درد، د بندونو پړسوب یا په کوچنۍ ضربې د هډوکي ماتېدل، ځینې وخت کېدای شي د هډوکو د سرطان لومړنۍ نښه وي. خو د دې لپاره چې دا نښې د هډوکو او بندونو له نورو ناروغیو سره ورته والی لري، ډېری ناروغان پر وخت نه تشخیصېږي.
د هډوکو او سرطان متخصص (ارتو آنکولوژیست) ډاکټر نِکهیل ټنډن وايي، ډېری خلک د هډوکو درد د عمر له زیاتېدو، بدني ستړیا یا زوړ ټپ له امله ګڼي او له پامه یې غورځوي، حال دا چې په ځینو مواردو کې همدا نښې د هډوکو د سرطان څرګندونه کوي.
د هډوکو د سرطان لومړنۍ نښې
د ډاکټر ټنډن په وینا، د هډوکو د سرطان لومړنۍ نښې له نورو ارتوپېډیک ناروغیو سره ډېرې ورته دي، لکه:
په یوه ځانګړي هډوکي کې دوامدار درد.
د بدن یا بندونو د حرکت محدودېدل.
په کوچنۍ ضربه یا عادي ټپ د هډوکي ماتېدل (فریکچر).
ځکه چې دا نښې په نورو عامو ناروغیو کې هم لیدل کېږي، نو ډېری خلک یې جدي نه ګڼي او د ناروغۍ په تشخیص کې ځنډ رامنځته کېږي.
ډاکټر زیاته کړه چې درد معمولاً د وخت په تېرېدو ډېرېږي، په ځانګړي ډول د شپې زیات احساسېږي، او په استراحت یا د عادي درد کموونکو درملو هم نه ښه کېږي. له بده مرغه، ډېر کسان خپله درمل کاروي یا انتظار باسي چې درد به پخپله له منځه ولاړ شي.
څه باید وشي؟
که څه هم د ژوند هېڅ ډول طرز د هډوکو له سرطان څخه بشپړ خوندیتوب نه شي تضمینولای، خو ځیني احتیاطي ګامونه د ناروغۍ په وختي پېژندنه کې مرسته کوي:
که د هډوکو درد له کوم څرګند علت پرته څو اوونۍ دوام وکړي، هېڅکله یې له پامه مه غورځوئ.
له خپل سره درملنې (Self-medication) څخه ډډه وکړئ.
که دوامدار درد یا پړسوب لرئ، ډاکټر ته مراجعه وکړئ او که اړتیا وي، ایکسرې (X-ray)، MRI یا نور اړین طبي معاینات وکړئ.
منظم طبي معاینات او پر وخت تشخیص د ناروغۍ په لومړنیو پړاوونو کې د هغې په موندلو کې مرسته کوي، چې د بریالۍ درملنې چانس زیاتوي.
ډاکټر نِکهیل ټنډن وايي:
«که څه هم د هډوکو سرطان یوه نادره ناروغي ده، خو دا مانا نه لري چې نښې یې له پامه وغورځول شي. د خپل بدن هر ډول غیرعادي بدلون ته پام کول او په تشخیص کې ځنډ نه کول، د بریالۍ درملنې لپاره خورا مهم دي.»
یادونه: د هډوکو دوامدار درد په ډېری مواردو کې د سرطان له امله نه وي، خو که درد شدید وي، څو اوونۍ دوام وکړي، د شپې زیات شي، له پړسوب یا بېدلیله ماتېدو سره مل وي، نو باید ژر تر ژره د معاینې لپاره متخصص ډاکټر ته ورشئ.
دا معلومات یوازې د عامه پوهاوي لپاره دي او د طبي مشورې بدیل نه دي. که کومه روغتیايي ستونزه لرئ، له یوه مسلکي ډاکټر سره مشوره وکړئ.