تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۵مه) واټساپ د خپلو کاروونکو لپاره د څلورو نویو ځانګړتیاوو د معرفي کولو اعلان کړی، چې ورسره په آیپډ کې د حساب جوړول، په موټر کې د هینډزفري کارونه، د PDF فایلونو اسانه کارول او د موسیقۍ د اورېدو حالت (Music Status) شریکول تر پخوا ډېر اسانه کېږي.
د راپورونو له مخې، له دې وروسته به کاروونکي د آیپډ په وسیله د واټساپ کارولو لپاره اړ نه وي چې خپل حساب له موبایل سره ونښلوي. هغوی به کولی شي په مستقیم ډول په آیپډ کې نوملیکنه وکړي او خپل واټساپ حساب فعال کړي، چې دا به په ځانګړي ډول د آیپډ کاروونکو ته د دې اپلېکېشن کارول اسانه کړي.
شرکت همداراز د Apple CarPlay او Android Auto لپاره هم نوې اسانتیاوې وړاندې کړې دي. د دغو ځانګړتیاوو په مرسته به کاروونکي د موټر چلولو پر مهال په هینډزفري ډول یا خلاصو لاسونو پیغامونه واوري او ځواب به یې ورکړي، ټیلیفوني اړیکې به ونیسي، د زنګونو مخینه به وګوري او د موټر له سکرین څخه به خپلو مهمو اړیکو ته چټک لاسرسی ولري.
واټساپ د PDF فایلونو په برخه کې هم مهم بدلونونه راوستي دي. اوس به کاروونکي وکولای شي د PDF فایلونه د اپلېکېشن دننه، له ډاونلوډ کولو پرته، پرانیزي او د هایلایټ کولو او یادښتونو (Notes) د زیاتولو په څېر د سمونې اسانتیاوې هم وکاروي.
د بلې نوې ځانګړتیا له مخې، هغه کاروونکي چې Apple Music یا Spotify کاروي، کولای شي هغه سندره چې اوري، په مستقیم ډول د واټساپ په سټېټس کې شریکه کړي.
واټساپ ویلي، دا ټول نوي فیچرونه به په تدریجي ډول د نړۍ د ټولو کاروونکو لپاره فعال شي.
اوس چې د وټس اپ له دې نویو ځانګړتیاوو خبر شوئ، هیله ده د تاند د وټس اپ چاینل هم تعقیب کړئ. د تاند د وټس اپ چاینل