Homeخبرونهد کابل هوايي ډګر له هټیو د غلا په شک د پنځو...

د کابل هوايي ډګر له هټیو د غلا په شک د پنځو جرمني سرتېرو په اړه پلټنې کېږي

تاند (دوشنبه د اسد/زمري ۵مه) جرمني رسنیو ویلي چې، د دغه هېواد د کیمپټن څارنوالۍ د افغانستان د تخلیې ماموریت پر مهال د کابل هوايي ډګر له هټیو د غلا په شک د پنځو جرمني سرتېرو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د څارنوالۍ په وینا، دغه سرتېري د هوايي ډګر له هټیو د توکو په ناقانونه اخیستو تورن دي.

چارواکي وایي، پلټنې لا هم روانې دي او تر اوسه د قضیې وروستۍ پایله نه ده څرګنده.

کارپوهان په دې باور دي چې، که دا راپور ثابت شي، یوازې د څو سرتېرو د احتمالي ناسم چلند موضوع نه ده، بلکې د هغو ځواکونو د مسلکي معیارونو او حساب ورکونې په اړه هم پوښتنې راولاړوي چې ځانونه د قانون د حاکمیت او نظم بېلګه ګڼي.

دوی وایي، تر هغو چې پلټنې بشپړې شوې نه وي، باید د تورنو سرتېرو د مجرم ګڼلو څخه ډډه وشي، ځکه د بې‌ګناهۍ اصل د هر عادلانه قضایي نظام بنسټ دی.

کارپوهان وایي، که تورونه ثابت شي، مناسب قانوني چلند به د خلکو باور پیاوړی کړي او که ناسم ثابت شي، هغوی به له دې تورونو پاک شي، کوم چې اوس پکې ښکېل ګڼل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...