Homeخبرونهله هرو لسو اروپایانو نهه تنه د کډوالۍ په اړه فکر کوي؛...

له هرو لسو اروپایانو نهه تنه د کډوالۍ په اړه فکر کوي؛ خو کوم هېوادونه یې خوښېږي؟

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا له دوو زرو لویانو څخه په بوه شوې سروې کې، هسپانیا د هغو کسانو تر ټولو خوښ هېواد وبلل شو چې غواړي بل هېواد ته کډه وکړي او نوی ژوند پیل کړي.

د دې نوې سروې پایلې ښيي چې د فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا نژدې نیمایي اوسېدونکي تمه لري چې د خپل ژوند په یوه پړاو کې به په بل هېواد کې ژوند وکړي.

دا سروې د ډیجیټلي بیمې شرکت Feather په غوښتنه شوې ده. د سروې له مخې، د ژوند د لګښتونو زیاتوالی مهاجرت ته د خلکو د لېوالیتا تر ټولو مهم دلیل ګڼل شوی دی.

د هغو کسانو سلنه چې د ژوند لوړ لګښت یې د کډوالۍ اصلي دلیل بللی، په لاندې ډول ده:

بریتانیا: ۵۳ سلنه
فرانسه: ۴۸ سلنه
جرمني: ۴۳ سلنه
ایټالیا: ۳۲ سلنه

په دغو څلورو هېوادونو کې یوازې له هرو لسو کسانو یو تن ویلي چې هېڅکله د خپل هېواد پرېښودو او بهر ته د کډوالۍ نیت نه لري.

هسپانیا تر ټولو محبوب مقصد

که څه هم د هر هېواد د خلکو خوښې توپیر لري، خو هسپانیا په ټولیز ډول تر ټولو مشهور مقصد دی.

د بریتانیا ۲۴ سلنه او د ایټالیا ۲۰ سلنه ګډونوالو هسپانیا د خپلې لومړۍ خوښې خای په توګه یاد کړی دی.
د فرانسویانو لپاره هسپانیا دوهم محبوب هېواد دی؛ ۱۶ سلنه یې غوره ګڼي.
په جرمني کې هم هسپانیا د دوهم محبوب هېواد په توګه راځي.

د هر هېواد د خلکو لومړۍ د خوښې ځای 

فرانسویان:

کاناډا: ۱۷ سلنه
هسپانیا: ۱۶ سلنه
ایټالیا: ۱۴ سلنه

جرمنان:

اتریش: ۱۷ سلنه
هسپانیا: ۱۲ سلنه
سویس: ۱۲ سلنه

بریتانیایان:

هسپانیا: ۲۴ سلنه
اسټرالیا: ۱۹ سلنه
کاناډا: ۱۵ سلنه
نیوزیلنډ: ۱۰ سلنه

دوبۍ ولې دومره مشهوره نه ده؟

سره له دې چې دوبۍ د نړۍ د کډوالو له مشهورو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، یوازې ۳ سلنه بریتانیایانو ویلي چې هلته د کډه کېدو فکر لري.

د راپور له مخې، دا سروې د جون میاشتې په پای کې ترسره شوې وه، او ممکن د ځینو ګډونوالو نظرونه د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو تر اغېز لاندې راغلي وي.

د «نیمه کډوالو» نوی نسل

د کډوالۍ د راتلونکي په اړه، د Feather شرکت د سفر له کارپوهې هالي رابنستاین سره هم خبرې کړې دي.

هغه، چې د «Travel Diaries» پوډکاسټ کوربنه ده، وايي د کډوالۍ دودیزه بڼه، یعنې په یوه هېواد کې د تل لپاره مېشتېدل، نور د پخوا په څېر مشهوره نه ده.

هغې وویل: «نوی ماډل ډېر انعطاف لري؛ ممکن شپږ میاشتې په یوه هېواد کې ژوند وکړئ، له لرې کار وکړئ، یو ډول ژوند وازمویئ او په بېلابېلو ځایونو کې اړیکې جوړې کړئ.»

رابنستاین زیاته کړه: «د الفا نسل په داسې نړۍ کې لویېږي چې له لرې واټن کار کول پکې عادي خبره ده. د دوی لپاره دنده، ملګرتیا او حتی هویت حتمي نه دي چې یوازې له یوه ځای سره تړلي وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...