Homeخبرونهکابل کې د ازبکستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د ازبکستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

تاند (دوشنبه د اسد/زمري ۵مه) په کابل کې د ازبکستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شو چې، دا ګام د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه اخیستل شوی دی.

په دې اړه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دا نندارتون به د ازبکستان د تولیدي توکو د معرفۍ او نندارې لپاره د یوه دایمي مرکز په توګه فعالیت وکړي او افغان سوداګرو او پانګوالو ته به د دغه هېواد له صنعتي او تولیدي ظرفیتونو سره د لا زیاتې بلدتیا زمینه برابره کړي.

تمه کېږي چې د دې مرکز فعالیت به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ همکاري زیاته او د سوداګرۍ لپاره به نوې فرصتونه رامنځته کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د پرانیستې په مراسمو کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو فعالانو ترمنځ د اړیکو پر اسانتیا ټینګار وشو.

په خبرپاڼه کې د محصولاتو معرفي، د سوداګریزو غونډو جوړول او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د همکاریو پراخول د دې نندارتون له مهمو موخو څخه یاد شوي دي.

افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو له لارې خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

دایمي نندارتونونه، سوداګریزې غونډې او د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا هغه اقدامات دي چې دواړه هېوادونه یې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او اقتصادي همکاریو د ټینګښت لپاره تعقیبوي. کارپوهان باور لري چې دا ډول پروګرامونه کولی شي د دوه اړخیزې سوداګرۍ په وده او سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو کې مهم رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...