Home+بې جګړې د پاکستان شتون ناممکن دی!

بې جګړې د پاکستان شتون ناممکن دی!

سردارولي الکوزی

په وروستیو ورځو کې وینو چې پاکستان یو ځل بیا نوې لوبه پیل کړې ده. د راپورونو له مخې، یو شمېر افغانان چې د اوسني حکومت مخالف دي او په پاکستان کې ژوند کوي، د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا روزل کېږي، په وسلو سمبالېږي او افغانستان ته د جګړې لپاره استول کېږي. دا لړۍ نږدې پنځه لسیزې دوام لري، او پاکستان تل هڅه کړې چې په افغانستان کې جګړه روانه وساتي.

زما په اند، په افغانستان کې د جګړې دوام د پاکستان د امنیتي او سیاسي سیاست یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. پاکستان د بېلابېلو قومونو او سیمو څخه جوړ شوی هېواد دی او ځینې سیاسي شنونکي باور لري چې د دغه هېواد داخلي ستونزې او سیمه‌ییز سیاستونه له افغانستان سره د اړیکو پر څرنګوالي اغېز لري.

په وروستیو کلونو کې پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره بریدونه هم کړي دي. داسې انګېرل کېدل چې د افغانستان د دولت د کمزورۍ له امله به خپلو موخو ته ورسېږي، خو د طالبانو حکومت د دغو بریدونو پر وړاندې غبرګون وښود، او وروسته پاکستان له مستقیمو پوځي اقداماتو څخه تر یوه بریده شاته شو. له دې وروسته بیا هڅې وشوې چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو لپاره نوې ډلې جوړې او ملاتړ یې وشي.

زما په اند، د پاکستان په وړاندې د طالبانو د حکومت دریځ د ډېرو افغانانو ملاتړ ترلاسه کړی دی. که څه هم اوس مهال د حکومت ځینې مخالفې ډلې محدود ځواک لري، خو که د هېواد په دننه کې د سیاسي اصلاحاتو، د نجونو د زده‌کړو، او د پراخ سیاسي مشارکت په برخو کې بدلونونه رانه شي، ښايي د سیاسي مخالفت کچه لوړه شي او د وضعیت کنټرول ستونزمن شي.

خو د طالبانو له حکومت سره سیاسي مخالفت باید دا معنا ونه لري چې څوک د پاکستان د ګټو لپاره خپل هېواد د جګړې ډګر وګرځوي. زموږ ولسي متل دی: «غوښه چې هر څومره وسوځي، له دالو ښه ده.» یعنې د خپل وطن او ولس ګټه باید تل تر هر څه لومړیتوب ولري.

که تاریخ ته وګورو، وینو چې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو، په ځانګړې توګه بلوچستان او خیبر پښتونخوا، کې د سیاسي او اقتصادي حقونو په اړه له اوږدې مودې راهیسې بحثونه او اعتراضونه موجود دي. ډېری خلک باور لري چې د واک او سرچینو تمرکز د پنجاب په ګټه شوی او نورو سیمو ته یې زیان رسولی دی.

زما په اند، د پاکستان امنیتي او سیمه‌ییز سیاستونه نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې نور هېوادونه او حتی د مرکزي اسیا امنیت هم اغېزمنولای شي.

په پای کې، زه له هغو ټولو افغان سیاسي ډلو چې د طالبانو مخالفې دي، غوښتنه کوم چې د خپلو سیاسي موخو لپاره د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان، ملاتړ ته تکیه ونه کړي. د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په خپلمنځي تفاهم، سیاسي مشارکت او ملي ګټو ولاړ وي، نه د پردیو په مداخلې.

زما باور دا دی چې د افغانستان د ستونزو حل د افغانانو ترمنځ په تفاهم، اصلاحاتو او ملي یووالي کې نغښتی دی، ځکه تلپاتې سوله یوازې هغه وخت ممکنه ده چې د جګړې عوامل له منځه ولاړ شي او د هېواد ټول وګړي ځان د راتلونکي په جوړولو کې شریک احساس کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...