“بزګر ولې په پاخه سړک خفه و؟”
شاعر طاهر ځلاند
هغه کلی
چې دلمر د راختلو پر مهال به
ددې کلي هر منظر و د کتلو
شنه پټي، او په لښتيو کې رنې اوبه روانې
هغه کلی
چې د پیغلو او ځوانانو ارمانونه و فصلو پورې تړلي
يو وخت ژوند پکې خوشال و
خو له کله، چې دا تور سرک دې کلي ته جوړ شوی
ډير کورونه په عجبه پرېشانۍ کې مبتلا دي
یوه ورځې د (موسی ترکاڼ) بچی هم
په دې تور سرک د ښار په لورې لاړه
بیا رانغی
ویل کيږي هغه پوځ کې یو سرباز و
ددې کلي د (زړې ادې) لمسی هم
موده وشوه چې د ښار له مزدورۍ نه
په ستنه راغلی نه دی
داسې هر يو مازیګرکې
ډيرې سترګې ددې تور سړک په لورې غوړيدلي
داسې هر سکڼي ماښام کې
ډيرو سترګو نه خوبونه وي روان په دغه لارې
موده وشوه چې یو تور سړک دخلکو په خوبونو کوي لوبې
موده وشوه تللو خلکو
خوشالۍ را وړي نه دي
“Why the farmer was disturbed over the paved road”
By Tahir Zaland
The village
When the sun arises
Its each scene had been able to see
The greenery and then the water streams
The village
Which had the ambitious young hearts
With happy time
But when the road has been paved
Many families became upset
One day the son of Musa carpenter
Gone on this road to the city
But never returned
He was a soldier
The grandson of the old mama
Who was serving in the city
Also not returned
Every evening
A lot of eyes are on the way
Every night
Sleep runs from the eyes
Many days have passed
A paved way is playing in the dreams of people
Those who left the village
Do not bring any happiness to the village
Translated by Farooq Sarwar
Both, the actual poem and the translation, are outstanding.