پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهقانعاسمان نه رانړیږي/ عصمت قانع

اسمان نه رانړیږي/ عصمت قانع

۳۵کاله کیږي، چې د وسلو او ټوپکو نافرمانه او بدفرجامه لنډه غر د وطن د امن او وقار پرضد په جګړه کې او د ملي استقرار په بې باد کاروبار اخته دي .

 مجاهدینو هم ملي تاسیسات ړنګول، د دې پر ځای چې د نجات په روحیه  د وطن د شتمنیو او پانګو د ساتلو حس ولري، پلونه، سړکونه، مکتبونه ،عام المنفعه تاسیسات او ملي مواسسات یې د تره کي، امین، نجیب او ببرک ملکیتونه ګڼل، چې په مقابل کې یې ملت او مملکت داوړو د سلهاوو ملیاردو ډالرو تاوان ولید .

د ژوند د زرغونو کروندو جوله یې د مرګي په سپېرو هدیرو بدله شوه، د عزت،وقار،ناموس اوشرف مدرسه یې د جګړې بداخلاقومخاشیواو دژوند د ناتمامه بدرنګیو په تابلو او انځور باندي بدله کړه .

په ټول جهاد کې داسي څوک پیدا نه شو ،چې ووايې موږ غواړو، چې افغانستان حاصل کړو، تر څو د ژوند د حفاظت لپاره نظام او اصول وضع کړو .

هیڅوک پیدا نه شول، چې ووایې، موږ تاسیسات، سړکونه ،کلینیکونه او ملي بنیادونه د وطن د مومن او مسلمان انسان لپاره د خدماتو د وړاندي  کولو د ذریعې او وسیلې په توګه د ملي چو پړ د اډانې او بنسټ په څېر د احترام او درنښت وړ وبولو.

د ملاریا دتبې په تشخیص پسې به پېښور ته روان وو،خو د خپل کور ترڅنګ به یې د ملا د تداوي لابراتوار په بم الوزاوه .

د پاکستان له کروندو را ټول شوي غنم به یې د مرستې په نامه غوښتل خو پر خپلو کروندو به یې د سیندونواو کاریزونو د اوبو بندونه نړول، تر څو خدای ورته په هغه جهان کې جنت ورکړي .

د ژوند د هرښکلي خال پرضد به يې د نفرت لوڅ تېغ په وینو سور کړی وواو بیا به یې د الله اکبر چیغه هم وهله .

په دې نه وو خبر چې د اکبر ذات د ښکلا په تخلیق کې د مردار خورو مکروبونو په توګه کار کوي رول لوبوي او د خدای د ښکلي تخلیق د بدرنګۍ په ګناه اخته دي .

پرون د سنبلې اتلسمه وه،پرون کابل یو ځل بیا د خدای پاک د تخلیق پر رنګونو باندي د بدرنګو میکروبونو د هجوم ورځ وه .

پر واټونو،جادو،سړکونو او ډګرونو د بدرنګیو تور لوغړن او کرغېړن جګړه ماران ونڅېدل .

هیڅوک هم پیدا نه شول، چې د ژوند د دښمنانو او د الله اکبر د دروغجنو تکبیرګویانو له خولې څخه د جګړې او فتنې په نامه ډوډۍ و تروړي ا ود الله اکبر د چیغې ارزښت ته درنښت وکړي .

الله اکبر هغه شعارکړي، چې د اکبر ذات د تخلیق شوي مخلوق د ښکلا او حیا د محافظت او خوندیتوب معنی ترې را وباسي.

د افغانستان د دېرش میلیوني ټولنې په ورستو او خوسا شویو پرهرونو کې د ټوپک او پاټک د میکروبونو شمیر تر زرهاوو زیات نه دی .

دغه میکروبونه دي چې د طالب جان ړانده جنګ ته د مشروعیت توجیه ورکوي . همدغه میکروبونه دي ، چې د افغانستان  دخلکو د معشیت په رګونو کې دفساد تبه شیبره او لړزانده وساتي .

همدغه میکروبونه دي، چې د ژوند د بدرنګیو په بیه د ژوند د ښکلا ګانو د لوټلو بازار ګرم ساتي .

یوه کیسه به درته وکړم، زما مربي او روزونکي پسرلي صاحب به راته ویل چې قانع ګله ، جهالت د فساد مورده ،هرځای چې فساد زیږي هلته به جهالت خپل ټغرغوړولی وي .د فساد لپاره جهالت د اکسیجن کار ورکوي

په همداسي یوه سیمه کې ،چې جهالت خپلې وزرې غوړولي دي ، یوه سړي د ازدواج وس نه درلود او په فرېب او چل سره به یې خپل جنسي خواهشات له هلکانو څخه پوره کول .

یوه ورځ ېې کوم غرني ځوان ته د بنګو اوبه ورکړې وې او له هغه څخه یې دځان ساتلو ځواک دنېشې د بې هوشۍ په رسۍ باندي تړلی وو، کله چې ځوان په هوش راغی پوه شو، چې جنسي تېری پرې شوی دی، دسختې مایوسۍ په حالت کې یې شنه اسمان ته پاس وکتل او بیا یې په فریاد لړلي اواز کې وویل.

اخ شنکیه !اخ اسمانه ته لانه رانړېږې؟!دلته پر نرو مړو تجاوز کیږي.

خو تجاوز کوونکي ګنهکار پرې ورغږ کړو،چې ځه ځه اسمان چې ستا پر دوې ګوتې څغۍ ولاړ وي دا اوس دي را ونړیږي .

زه وایم که اسمان پر لنډه غرو ولاړ وي راودي نړیږي .

که ثبات د ټوپکیانو د لاس اله وي دا ثبات دي هم ورک شي .

aکه د افغانستان د سرنوشت لومې دټوپکو اوټوپک لرونکو په لاس کې وي نودا لومي دي هم ِغوڅې شي .

خو د نړۍ دعاطفه لرونکو دیکتاتورانو هغه حس دي را ژوندی شي چې یاتخت یاتخته

یا دیرش زره ټوپکیان او یا هم دیرش میلیونه ملت .

یا دټول ملت د نوامیسو په دفاع کې یو غوڅ ملي دریځ او یاهم د ټوپکیانو هیلو ته دتسلیم او تابیعت تور داغ ته تن ورکول .

مدني حرکت ونه شوکړای، چې جنګي لنډه غر په سوړه ومنډي، کنه د دې وطن ټول مدني شعورد جنګ سالارانو پر ضد ودرېد او دهغوی پر ضد یې رایه ورکړه. اوس وخت را رسیدلی، چې باید لنډه غر د خپل لوپر سرنوشت بد فرجام وګوري .

اسمان نه رانړیږي اسمان د لنډه غرو پر پکولونو نه دی ولاړ.

7 COMMENTS

  1. قانع صیب شه مضمون لیکلی د ستایلو وړ دی او مفهوم لری . موږ باید پدی و پوهیږو چی امنیت او اارامی د ټولنی د لنډغرو په ساتلو کی ندی بلکه له تولنی د لنډغرو په راټولولو او ورکولو کی دی دا یو حقیقت دی چی امنیت او عدالت دیوی سکی دوه محه دی اول به امیت په قوت تامینوی ولی بیا یی دوام او ساتنه ډ عدالت د ټینګښت سره تړلی ده . کچیری عدالت او قانونیت تینګ شو نو امنیت هم ټینګ دی او که عدالت ضعیف وه امیت خپله لمن ور ټولوی او بی امنیتی په ټولنه حاکمه کیږی نو شه خبره داده چی په ټولنه کی د امنیت په خاطر هر بی قانونه عمل وپوشتل سی او دا د لنډغرو موجودیت د پوشتنی مخه نیسی نو حتمی ده چی اول لنډ غر ورک شی ، نه اسمان را لویږی اونه هیواد خرابیږی برعکس اسمان به لوړ او امنیت به خلکو ته ارامتیا ور بښی

  2. یا ره قانع ګله ژوندی دې یې ! تا هم دښا غلې اشرف غنې احمد زې په شان سکوت مات کړ.هیله ده چې ښاغلی مجیدالله جان قرار هم سکوت مات کړې اوځان ښکا ره کړې.زه نه پوهیږم چې تا سې دواړه چیرې وا ست ؟ او تا سې په خپله لیکنه کښې دتیرو تورو(۳۶) کلونو ترسیم په ښه ډول کړیدې. په پښتو ژبه کې متل دې : طبیب هغه دی چې پر ورغلې وې. زه اوته هم ددغه مجا هدینو په ډلو کې شا ملوو چې تا سې دهغوی دمنفې عملونو فهرست په خپله لیکنه کښې کړیدی. داهم دخوشالی ځای دی چې زه اوته او زما په شان نور ګران هیواد وال اوس پوهیدلې دې چې غربیانو ، عربو اودښمنانو ګاونډیانو زموږ څخه څنګه کا ر واخیستی ؟ او څنګه یې ګران هیواد زموږ په لاسونو په موږ خراب کی. بد بختانه اوس هم ځینې هیوادوال ددښمنانوګاونډیانواودښمنانو غربیانو په لومو کې بند اودهغوی لاس پوڅې دی. داغه رنګه د بې دینه اوخونخوارکمونیستانوڅخه هم دښمنانو شورویانو هم دغسې کا رواخیستی چې خپل مظلوم هیوادوال یې په شهیدان او نورې ډیری نا شولټې او نا کردې یې په وکړلې چې دهیواد وبربا دۍ ، جنګونو او دګاونډیانو اونړیوالو ومداخلې ته یې زمینه برا بره کړه. متل کې وایې : کا شکې وروستی عقل اول وای

  3. قا نع صاحب سلام
    ستړئ مه شې دلته د کارغه او زرک، ګيدړ او زمري،نداف او کارپوه، غل او رهزن، فاسد پاک توپيرنشته
    هغه پوهه چې د شيطان له کوره وي،هغه اودس چې د مظلوم په وينو ياديتيم په اوښکوکيږي،هغه کتاب چې د ناحقو دعوولپاره پکې لارې لټول کيږي،هغه حکومت چې د بې شميرو شهيدانو په لړ کې د يوه لپاره نمرودي ډول نغارې وهي،هغه مزدور چې د کا بل کوڅې او واټونه ېې په مرميو نړيدلې وي،هغه ګوډاګيان چې پنځه زره کسان ېې د اشرارو،اخوانيو،،سکتاريستو،خمنيو،ماويستو او اشرافيو په نوم شهدان کړي وي ،او با الاخره لا هم هغه ملګري چې سړي له ځانه سره په کږو،پېچلو،پلمواوبهانو بيايي……..څه وبولو؟
    زموږ د فرهنګ اوژبې ډير ښايسته نثر ليکونکې او زړه ور نقاده،ستا خبرې ډير زيات افغاني رنګ لري هغه رنګ چې د وطن عشق او مينه پکې ليدل کيږي،هغه ړانده ،کاڼه چې د امسا په اهميت نه پوهيږي،هغه سپوږمۍ چې غلو ته لار ښيي او هغه تش په نوم مين چې نه ځان پېژني او نه افغانستان څه په کار؟ دلته خو دادرې لسيزې د ملي او دموکراسي خبرې دومره وشوې چې نوره ميډيا ور باندې شرميږي خو چې څوک دملت غوښتنې لکه کرزى چې واېې :عالم ا سباب کې له مشکلاتو سره مخامخ کړي نو ابي مړه او تبه شکېدلې ده موږ به څه ووايو ځکه چې هره خوا چې مخ اړوي څپېړه د يو چا په مخ لګيږي او هغه داچې موږ په مجموع کې ملت يوازې پريښي او په نورو پسي منډې وهو او دادى نورو په هرډول تماشو روږدى کړو او کرارکرار مو د خپل فرهنګ په نړيدول پيل کړي. وګوري چې د احسان الله بيات تلويژن څه واېې؟

    دهغو کسانو نومونو ډير زيات متاثره کړم چې له موږ سره په صدارت کې بنديان وه دغه لست چې د ټول افغان په شايسته ويب پاڼه کې خپور شوى دى انشا الله زه به د هغو شهيدانو په باره کې ستاسې لپاره معلومات وليکم کوم چې ددې خاورې لپاره ېې سترې هېلې درلودې او دغه خاوره ورباندې ګرانه وه ټولو قومونواو قبيلو ورته بشپړ اهميت درلود زه له قانع صاحب څخه هيله کوم چې په دې هکله ليکنې وکړي او پرې نه ږدې چې نمرود ان او فرعونيان نور هم په خپلو شومو پسې وګرزي…..
    مننه

    .

  4. ټولو دوستانو ته سلامونه! زه نور دقانع صاحب دليکنی په هکله څه نه ليکم فقط دومره وايم چي راځي ټول دحقيقت لاره غوره کړو که په هر سياسی اړخ پوری تړلی وه اما اوس ددی وخت دی چي درښتيا پر بنسټ دازوريدلی ملت وژغورو ،اوددی لاری دخلکو مات زړون ورغوو .قانع صاحب مننه کامياب اوسی

  5. قانع صاحب زمونږ د ټولنی څراغ روښانه وساته . پر مونږ لا هم تیاره ده . ترڅو سپوږمۍ راخیژی یا له کومی بلی خوا غیبی روښنایی را پیداکیږی . مونږ تاسو ته ضرورت لرو.

  6. قانع ګله!
    په هر قوم کی مشر او رهبر معلوم وی خو بد بختانه چه پښتانه مشر نه لری او که کم کس د خد مت د پاره را مخکی شی نو مونږ او تاسو په هغه باندی مختلیفی ټاپی لګوو.

    کچیری پښتنو په صداقت سره د اشرف غنی ملاتړ کړی وای نو انتخابات به دوه هم راونډ ته نه تلل او اشرف غنی ګټونکی وو. مګر افسوس چه نن صبا هر شی تجارتی شوی دی.

  7. قانع صاحب !
    داته خوب وينی اويا په ويشه داليکنه کوي.
    دا واقيعتونه چه تا سره موجود اوته په دي شه پوهيدی ولی تر داوخته پته خله پاتی وی اېا داچه ته ژورناليست او ژور ناليست تل دوآقيعتونو دبر بندولو پسې ګرځی او دخلکو ذهنو ته واقيعتونه رسوی.
    سوال دادی?
    داچه ته شه پوهيدی ولی تر دا دمه خاموشه وی اوڅه شی ته مجبورکړی چه داواقيعتونه دخپل بختورقلم تر نوکی راولی او خپل هيواد وال په رڼائ کی واچوی.
    ستا په ليکنه انتقاد نه شته داهغه واقيعت دی چه ډيروکمو وطنوالو به ورته اشاره کړې وی نه داسی مکمله رشتيا او واقيعت چه يوه نقطه خلاف او دروغ په کې نشته صرف سوال دادې چه ولی تراوسه خاموشه وی?
    بيادې هم ژوندی اوسی چه خپل تاريخی رسالت ته متوجه شوي تاريخ به ستا دا کلمات په زرينو ليکو وليکی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب