دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهد تلپاتې درد مزه او د خپګان ورځې؟ - بختیار تلاش

د تلپاتې درد مزه او د خپګان ورځې؟ – بختیار تلاش

د ګل رحمن رحماني (د خپګان ورځې) د هنري نثرونو پر ټولګه زما لیکل شوې کرښې.

چې کله هم د ژوند له ستړو شېبو نه نا راحته شم، يوه شېبه د خپل ژوند تلپاتې يادونه ، په تلپاتې درد کې ګورم ، دا هغه دردونه دي، چې له يوه سوي زړه نه راوتي او قلم ورته خپلې وينې ورکړي ، په هره پاڼه يې د جانان يادونه تلپاتې دي، که د ژوند ډېرې ستومانې په کې پيداکېږي،نو د ستړيا د ويستلو لپاره درته خپله ورېښمينه غېږه هم پرانيستې ساتي. د تلپاتي درد په وږومو مې لا د ژوند ادبي تنده نه وه خړوبه کړې، چې د خفګان ورځې راباندې راغلې، په مينه او خلوص يې د هر کلي لپاره په لاره ودرېدم ، د خفګان ورځې نو هغه شېبې دي،چې چا يو ځل هم د تلپاتي درد مزه ليدلي وي، نو د خفګان ورځې يې حتماً په زړه کې ځاى نيسي.

دا دواړه يانې تلپاتې درد او د خفګان ورځې د تکړه ليکوال،شاعر او ژورنالېست ښاغلي ګل رحمن رحماني د هنري نثرونو جونګونه دي، که مخکې چا د رحماني صيب د تلپاتې درد هنري نثرونو ( ادبي ټوټو) ټولګه لوستې وي، نو د خفګان ورځې به په کتابوتونونو کې په نغدو پيسو څه ، چې په پور هم وي ترلاسه کړي .

محقق سيد محى الدين هاشمي د ليکوالۍ فن په اثر کې د ادبي ټوټې په اړه ليکي: ادبي ټوټه د هنري ادبياتو يو ځانګړى ډول دى، چې ادبپوهان يې د (( منثور شعر)) او (( لطيف ادب )) په نومونو هم يادوي. له همدې تعريف سره د رحماني صيب يوه خبره راياده شوه، چې ماورنه د يوې پوښتنې په ځواب کې اورېدلې وه. يوه ورځ مې ورنه دفسبوک له لارې يوه پوښتنه وکړه چې هغه وخت ده ( د پژواک په مرکزي دفتر کې يې دغږيز سروېس مسول دنده لرله) پوښتنه داوه چې رحماني صيب ما ستاسو د شعري ټولګو ( زه او ته چې ماشومان وو ) او د ( سانده ) شعرونه ، نه دي لوستي، که مهرباني وکړئ، دخپلو شعري ټولګو د ادرس په اړه راته معلومات راکړئ، خوشاله به شم.

ادرس يې راکړ، شعرونه يې ما ولوستل، ډېر ښکلي وو، خو پوښتنه راته دا را پيدا شوه، چې رحماني صيب دومره اوچت شعر ليکي ، ولې يې اوس شعر ته شا کړې ده ؟همدا پوښتنه مې له ده وکړه، د راته په ځواب کې وويل،چې ما يو وخت شعر ليکه،خو اوس هغه څه مې چې په شعر کې ځايول، هغه په هنري نثر(ادبي ټوټه ) کې راټولوم ، ځکه چې اوس مې په شعر تنده نه ماتېږي، نو مجبور يم، چې په ادبي ټوټو خپل ذوق وازميايم.

له دې خبرې سره د يوه استاد خبره راياده شوه ، استاد رانه هېر دى، نه پوهېږم، چې څوک و، هغه راته ويلي وو، چې کله هم له يوه ليکوال يا شاعر سره د شعري الفاظو نور دا مجال نه وي،چې په شعر کې يې ځاى کړي،نو دى مجبوريږي، چې هنري نثر ته مخه کړي او هماغه څه ، چې دى يې غواړي، که هغه فلسفي مسايل وي، سياسي، ټولنيز، انتقادي او … په هنري بڼه د ادبي ټوټو له لارې داسې راونغاړي ،چې ورسره خپل شاعرانه احساس،جذبه او عواطف په ډېر مهارت مله کړي او لوستونکي يا اوريدونکي ته هر څه په داسې انداز او الفاظو وړاندې کړي، چې د هغه پر احساس، جذبه او عواطوفو هماغسې ژور اغېز وکړي، چې ليکوال يې غواړي. په پښتو ادب کې مې د هنري ادبياتو برخه ډېره خوښه ده او زيات وخت يې مطالعه هم کوم ، د خداى بخښلي پوهاند عبدلحى حبيبي، عبدالروف بېنوا ارواښاد ګل پاچا الفت او د وتلي ليکوال او شاعر ښاغلي مصطفى سالک ادبي ټوټې مې لوستي او دا دى ددوى لاروى رحماني صيب هم راته الله په دې لاره روان کړ، چې دده په پنځونو به هم ډېرى لوستونکي خپله ادبي او هنري تنده خړوبه کړي.

د ښاغلي رحماني داستاني نثر او هنري نثر دومره خوږه سليس او روان دى، چې هغه د غضنفر صيب خبره شيشيه يې نثر يې بللى شو، چې سختي او د لوستلو پر وخت بندښت نه لري، دى په هڅه کوي، چې په داستاني نثر کې عام فهمه لغاتونه وکاروي، د سختو او هغو لغاتونو له کارونې ډډه کوي، چې لوستونکى يې د اثر د لوستولو پر وخت ډيکشنرۍ ( وييپانګې ) ته اړتيا پيدا کړي. د رحماني صيب تلپاتې درد د هنري نثرونه هغه ټولګه وه، چې زماپه څېر ډېرو مينه والو له ځان سره په لاسونو کې ګرځوله، که هر چا تلپاتې درد لوستى وي،نو درحماني صيب د هنري نثرونو دويمه ټولګه ( د خفګان ورځې ) به حتماً له کتابلورنځيو څخه رانيسي.

د ښاغلي ګل رحمن رحماني تر دې وړاندې، ( د ژوند لوبه) ( ښکلا ) ( د ازادۍ لېونى ) او ژباړل شوى ( شړل شوى لمر) ناولونه، ( زه او ته چې ماشومان وو) او ( سانده) شعري ټولګې تر څنګ يې د ټولګيوالو ټولکه ( ګوره چې هېر مې نه کړې ) تذکيره ( تلپاتې درد هنري نثرونه) ( وروستى فصل ) ( بې وطنه ) د لنډو کيسو ټولګې او د پوهنتون د محصلانو لپاره څېړنيز اثر چې ( مونو ګراف ليکنه ) نوميږي خپاري شي او د ادب مينه وال يې له ګټنې برخمن شوي دي. ښاغلي رحماني صيب ته د دغه اثر د چاپېدو مبارکي وايم، خداى دې ورته په پېړيو، پېړيو عمر ورکړي، چې د پښتو ژبې لپاره نور چوپړ هم وکړي . يو بيت مې ورته ډالۍ کوم:

د زړه قاتله، زه دې دومره مينه وال يمه

چې هره شېبه دې ، په کتاب کې تــــــلاوت کومه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب