په دې تمه نشم پاتې کېدلی چې کله به زیار صیب ورته توری سازوي چی دا می خاتما شو، دا مې هیله من شو، دا مې نېک لیمه شو، دا مې نېک اند شو، دا مې لېوال شو. چې دی ورته پښتو انډول تراشۍ په ما به خازې ولاړې وي. زه ورته سم پاړسي توری (خوشبین) کاروم. نو وبه وایم چې زه له آره خوشبین بنده یم. خو زما خوشبیني هسې هوايي هم نه ده. د سراب او اوبو ترمینڅ فرق کولی شم او د تجربو بلا لویه بوخڅۍ مې شا پورې تړلې ده. د مثال د پاره به یوه نمونه یا سېمپل را واخلم، چې لوستونکي پخپله ومني چې زما خوشبيني زما او زما د هېواد په تجربې بنا ده، شوونې ده، تکرارېدونې ده، او ودې شي چي ډېر ژر یې ووینو.
د ظاهرشاه پاچایۍ د لټانو دوره وه، هر څه په ځای ولاړ و. لکه دا اوس یو درځن چارواکي وو چې د باچا په امر او کله لا هم د ارګ په ماڼې کې بدلېدل رابدلېدل. داخله وزیر به د معارف شو، هغه به د دا خله شو. رسولجان جاسوس باشي به لاړ نصرالله خان به راغی، هماغه سلجوقی، اعتمادي، رشتیا، برشنا، کشککي، ما ګه رحماني به کله دلته کله هلته د مطبوعاتو مشران وو. دې ته ناراضی لیکوالو د رکود عصر وایه ، مانا هر څه په ټپه ولاړ و. امنیت و خو لکه د هدیرې هسې خوندي و. په جشنونو کې، له اطرافه راغلي خلک به د اور لوبو له سیل نه پس هماغلته په حضوري چمن کې ډډ پریوتل، چپ له یو نیم ګڼ کپ نه نوره غلا او شوکه نه وه. هغه هم خدای خبر رښتیا وه او که به اطرافیانو چې د یو څو روپه کیو سره کابل ته راغلي وو بهانې کولې یا یې لا پې وهلې چې کیسه بر مې د واسکټه جیب وشلاوه ، ټولې پیسې او حتی د مکةالله نه راوړی، ویشټن سوار ساعت یې را نه لوټ کړل.
هغه وخت نخدې پیسې دومره زیاتې نه چاپېدې، نو د نخد رشوت کچه هم دومره زیاته نه وه. یو سوغات، یو تارتوق، یو بخشش، یوه مېلمستیا، یو کواره انګور، یو جوال خټکي. چې چارواکو ورته (پیشامد اخلاقي) ویل. پاکنفسی یا د رشوت نه اخیستل کمه وه. دا توری د شورا د اوومې دورې نه پس رواج شو، تر هغې پورې دغه کم مصرفه رشوت ته چا دومره بد نه ویل. داسې حرام نه ګڼل کېده چې سړی دې پرې کافر شي، مازې مکروه وه. دغه توری مې ډېر وروسته له یوه نیمه لوستي محرر نه واوریدل چې لعنت الله علی الراشعین و المرتشعین و مابین هم الاجمعین. محرر ویل دا دریمه ډله هغه ده چې له یوه نه یې اخلي بل ته يې ورکوي . د رشوت خورو چارواکو عذر دا و چی حق نه ناحق کوم و خو دوسیه يې د با لا جای لا سلیک ته ژر وړاندې کوم.
دا خاموشي د شورا تر اومې دورې پورې روانه وه. البته د مشروطه شاهۍ چوکچو که پته او نیمه برالا پیل شوې وه . د دې ټولو مورینه د ویښ زلمیانواو د مشروطه غوښتونکو امان الله پلوه نهضت و، یو څو خپلواک او نیمه خپلواک اخبارونه او جريدې هم را وغوړېدې. پخوا خو دوه مشهورې ورځپاڼې وې، ، اصلاح او انیس، یوه سمه دمه حکومتي، بله ملي بلله کېده خو د اصلاح څخه یې فرق نه کېده. همدا اوومه شورا وه چې د افغانانو یې ماغزه خراب او فکر وربل کړ. پخوا به چې دې اندک سیاسي خبره وکړه، نو د څنګ سړي به درته بدبد کتل او ویل به یې چې سر دې لکه چې د قورمې بوی کوي که څنګه چې په نایب الحکومه صیب لګېږې. یو ځلی خو یو سړی په دې ګناه نیول شوی و چې باچا ته یې د رعیت پرور په ځای په سهوه کې رعیت ګستر ویلي وو.
په همدې همدې کې د اعلیحضرت وسپنیز تره، هاشم خان ومړ، بل تره ، شاه محمود خان صدراعظم شو. چې ساده به و که څنګه یا به خپل قوت ته خامتما و، د حکو مت واګې یې سستې کړې. لکه د پسرلي موسم ناڅا به هر چېرته مرخېړي (سماروق) را وټو کېدل. شاه محمود خان خبره هسې په ټوکو د پښتونستان خبره راپورته کړه چې د منورینو فکر له داخل نه خارج ته کړي، خو په نادانۍ کې یې د مچۍ ځاله راوتوروله، خصوصي جریدې راپیدا شوې چې ظاهره یې پښتونستان پښتونستان لرل، خو اصل کې نورې ماملې وې. انګار، ولس، ندای خلق (د خلق پرچم) مورینه، ولس او په لسهاو نورې غیر دولتي جرېدې راغلې. تاریخي شاه جهانیان چې کالونه يې جېل کې تېر کړي وو، غبار، داوي، محمودي او نور آزاد شول چې په ظاهره کې يې د پښتونستان او وړو اصلاحاتو د پاره تبلیغ کاوه خو د هغو د پوښ لاندې يې ژورو بدلونونو ته ملا ګانې تړلې وې. تر دې اوږدې او تکراري سریزې نه پس به خپلې اصلي مدعا ته راوګر ځم چې د بدلون د امکان په باب ده او دا ښيي چې اوس هم نشالا هماغسې د خوشبینۍ دوره را روانه ده.
کمونستانو په افغانانو پورې خارقې تړلې وې چې بورژوازي به نه راځي سوشالیزم به پیاده شي یا، افغان زینه نه غواړي بام ته ختلی شي……. دا درواغ وختل خو یوه خارقه یې ما په ګنانګارو سترګو ولېدله. د شاه محمود په دوره کې حکومت ټوکه کوله هغه پتاکه شوه. تش په نامه انتخابات یې کول هغه رښتیانګو آزاد شول. ښاروالي یې انتخابي کړه. د کابل خلکو بېدرېغه یوه ناپيژندل شوي غیر سیاسي انجنیر، غلام محمد فرهاد ته رایه ورکړه. هغه د نر زوی په کاغذي نقشه خطکش کیښود، یو سر یې د آرتن (هارتل) پول، بل یې حضوری چمن ته ورساوه، د میوند لوی واټ یې جوړ کړ. هغه وخت زه حبیبیې لېسې کې شاګرد وم. د کابل مکتبیان د ښوونکو سره د مېږیانو په شان پرې راشېوه شول په لمنو کې یی خاورې چلولې، پخپله انجنیر فرهاد به مو لېده چې زموږ سره غبرګ په کار لګیا و. لېدل مو چې یو ګورت پیاز یې لاس کې و، ډوډۍ یې ورکې تاووله، د خاورو خځلو په انبار ناست، کپلې يې ترې تېرولې. کابل او کابلیان د سترګو په رپ کې بدل وو. فرهاد زیاتیګی «پاپا» شو، مانا پلار. چندان د خبرو پړانګ نه و، رادیو والاو چې د مقصد پوښتنه ورنه کوله، ذومره به یې ویل«غواړم افغانانو ته ثابته کړم سې موږ هم کار کولی سو» هره خوا یې سړکونه وویستل، د شېر دروازې او آسمايي غرونو دپاسه يې د برښنا مزي تېر کړل. خلکو به ټوکه کوله: چراغای سر کوه را کي شانده؟ بل به ویل علامامد پاپا. د ښار په یوه جریده کې مې دا نظم لا یاد دی. ضیا قاریزاده لیکلی ، عنوا ن یې وو:
خانه ي ما: خا نه ی ما هم به سرک مېرود. کارته را آب روان کمتر است+ آب روانش هم ازان کمتر است ! دجله ازان دور ترک مېرود. شاد ازانیم که کالای ما، بر سر لاري ترک میرود، خانه ی ما هم به سر ک میرود….
د سړک په سر یې دلته هلته په وسپنه (ورو) لیکلي وو خو چې عربي توري د موټر د اربو لاندې نشي هغه یې په لاتیني تورو اړولی و. له هوايي ډګره یې بل سړک ِ شوربازار ته غزولی و، په سم مینځ کې یې د پښتونستان څلی و. زه یې د نښان د ډبرې په تراشلو کې شاهد یم چې اوستا کار، څولي په لاس ، میده میده لګیا و، پاپا پرې ولاړ وو په پیازو یې چکونه لګول. سپېلني ورته لوګی کېدل هسې نه چی د نظره شی، مات شي.
هلته دارالامان کې شورا هم له خوبه پاڅېدلې وه، د میدان وکیل، نورعالم خان د وچې راانقلا بی شو. په حکومت يې انتقادونه کول. چې لوستونکي راباندې غوسه نشي، زه وایم د پولینډ لخ والیسا (واوینسا) زموږ له نورعالمه، بلکه د عبدالرشید نومي نه چې وروسته دوستم شو د سوله ییز اعتراض چل یاد کړ. دا دوستم د شبرغانو د ګاز د فابریکې کارګر و چې ان تر کابله یې لاریون وکړ. مطلب دا چې زما خوشبيني هوايي نه ده، تاریخي سابقه لري، منطق لري، او که دا پېر ته د زړو زر ګوړو په ځای کوم اشرف وزمه ولسمشر شي افغانستان ته ښېرازي را تلونکې وینم. خو چې هغه قًرآني خبر داری په عمل کې راولو چې خدای د هېځ قوم تقدیر تر هغو نه بدلوی چې پخپله یې د بدلون تکل و نه کړي.
نو وروڼو او خویندو، همداسي یوه صالح فرد ته رایه ورکړئ، په خبرو نه، د رایو په صندوقونو کې. بیا یې ننداره کوئ.
منم دی استاده چی دخپل خواږه نثر پواسطه دی داسی په زړه پوری حقایق او پندونه راته لیکلی دی چی هر تو ری یی پر خپل ځای لیکل شوی او ځانته معنی او مفهوم تری خیستل کیږی او عمل کول پری د ټولو افغانانو تاریخی دنده ده.
سلامونه، زه به ان شا الله ډاکتر صاحب اشرف غنی ته رایه ورکوم. او د دې لپاره به کار کوم چې نور خلک هم رايه ورکړي. هغه د افغانستان لپاره ډېر ښه پلانونه لري. ژوندی دې وي افغانستان.
اشرف غنی ته رايه ورکړي.
تر اوسه يې چا پلان ليدلي نه دي. نه پوهيږم چي دغه پلان به په خوب کي وي که په وېښه
کله رند غوندی ملاواقف درازدی
دکتاب دمثلو زبان درازدی