جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د بابا موسکا (لنډه کیسه) نعمان دوست

د بابا موسکا (لنډه کیسه) نعمان دوست

ماښام اذان ته درې څلور دقیقې پاتې وې چې د انګړ ور وټکیده. میرمنې په غېږ کې د پرتې ماشومې زبېښلي مخ ته وکتل. سترګې یې کولکونو کې ننوتلې وې. سینې عجیبه شغا کوله، ژر ژر یې نفس اخیسته. خیشت دسمال یې له ټنډې ور لرې کړ او بیا یې غږ کړ:

احمده! ور ټکیږي. ور شه. که بابا دې و، پیسې ترې واخله او په منډه د تبې شربت راوړه.

ماشوم ور پرانیست، بابا یې له یو ټایره کراچۍ سره ولاړ و. کراچۍ ته ور وخوت، پلتۍ یې ووهلې؛ خو ژر د مور خبره وریاده شوه. را ټوپ یې کړ او بیا یې ویل: 

بابا!

د خورکۍ مې بیا تبه ده. پیسې راکه چې شربت اخلم. 

بوډا همداسې غلی پاتې شو. دیواله ته تکیه ودرید. سترګې یې پټې کړې او د نن ورځې صحنه ور یاده شوه:

ټوله ورځ ورته یوازې یوه نفر د بار وړلو ویلي و او دی په خوشالۍ ورغلی و. بوډا د غوړيو پیپ کراچۍ ته پورته کړی و؛ خو چې څومره زور یې وهلی و، نو د وریژو  د درې نیم منۍ کڅوړې په پورته کولو نه و توانیدلی.  

ځوان په غوسه ورته ویلي و: 

چې نه یې شې کولای کوم زلمی زوی دې راولیږه؛ هسې د خلکو وخت مه ضایع کوه!

د دې خبرې په اوریدو، پرې لړزه ګډه شوې وه. د کراچۍ چلولو وس یې هم بایللی و. هملته ځای په ځای ناست و. پر زنګنونو یې سر ایښی و او بیا یې د هماغې ورځې د صحنې فلم په مغز کې چالان شوی و:

د انګړ منځ کې تر ونې لاندې کټ کې پروت و. په یوه ښاخ کې د سیروم کڅوړه ځوړنده وه او نري پایپ پسې نښتې ستنه د ده د لاس په رګ کې ښخه وه. سیروم لا نیمايي کې و چې بیرون کوڅه کې شور شو، مخ یې ور واړو، شور لوړیده او بیا په دروازه په وینو ککړ کټ راننوت. بوډا نیغ کیناست، ستن او ترې شاوخوا راتاو پلسترونه یې لرې ګوزار کړل. له کټه ښکته شو، خو چې لا یې بل قدم اخیسته، نور په ځان نه و پوه شوی او یو وخت چې په هوښ راتللو؛ نو څو سطلونه پرې خالي شوي وو.

بوډا سر پورته کړ. له مخامخ جیبه یې دسمال راوویست او سترګې یې وچې کړې. چې خواته یې وکتل نو ځوان نه و او خپله سودا یې په بل چا وړې وه.

بوډا تر ډيره ښار کې د واټ پر سر ولاړ و. چې څوک به کوم دوکان ته هسې هم ورتاو شو، نو دی به یې کراچۍ سره مخې ته ولاړ و. یوه خو ورته په غوسه ویلي و: څومره شله انسان یې، په دې زاړه ځان د دنیا حرص پسې اخیستی یې!

مازیګر لمر په پرېوتو و چې له خپلې تشې کراچۍ، خالي جیب؛ خو له شوره ډک سر،  سره مخ په کور روان شو. 

ځان سره په خبرو لګیا و: 

د کار وس نه لرم. څوک راباندې باور نکوي. دا واړه لمسیان، دا ځوانه کونډه نږور… دا به څه کیږي. له چا پور وغواړم، هغه ورځ دې هېره شوه چې دکاندار درته ویل: لیونی خو نه یم چې بیا په قرض سودا درکړم، ستا لمسیان چې غټیږي او د ګټې وټې کیږي خدای خبر….

اممممم، لمسیان به د نږدې جومات مخې ته کینوم، زه به ښار کې د کوم جومات مخې ته څادر وغوړوم… نه، نه.. دا کار مې نه دی کړ. که کوم خپلوان مې وویني….

همدې فکرونو کې و چې د کور ور یې وټکاوه او د خپل لمسي له خبرې سره مخ شو: بابا، د خورکۍ مې بیا تبه ده. پیسې راکه. شربت اخلم…

زړه نا زړه انګړ ته ننوت. کراچۍ یې د دیوال خواته ودروله. د نږور غیږه کې پرتې بیمارې لمسۍ  ته یې وکتل او بیا نیغ په خونه ننوت.

د ګروپ رڼا ته یې ذره بیني ګردو عینکو کې د غڼې ځالې ته کتلې. مچ پکې نښتی و. بنګیده او د خلاصون هڅې یې کولې. اخر یې غږ ورک شو او ارام شو.

بیا یې له یوه دستکه را ځړیدلې د پړي حلقې ته کتلې. دې کې به یې د زانګو چنګک اچوه. همدې حلقې کې یې سترګې ښخې وې او په فکرونو کې ډوب شو:

دا به څه کیږي؟ پرون مې ایله د وچې ډوډۍ پیسې پوره کړې، نن هغه هم ونشوې. دا واړه لمسیان خو به ولږه رانه واخلي، دا ناروغه او بې درملو لمسۍ، دا ځوانه نږور…. 

یو دم یې بیا حلقې ته وکتل. کټ کې نیغ کیناست. راښکته شو. ور یې بند کړ. خونه کې یې ورو ورو قدم واهه: 

کیدای شي له مرګ وروسته مې د خلکو په لمسیانو زړه وسوزي. کیدای شي څوک مرسته وکړي …

نه، دا وبال ده. دوزخ ته به ځم… نو اوس چیرته جنت کې یم؟ زه خو اوس هم دوزخ کې یم… خدای مهربانه ده، و به مې بخښي.

د کټ له څنګه یې کوچنی مېز راکش کړ. د پټکي یو سر یې حلقه کړ، پر مېز ودرید او بل سر یې له چته په راځړیدلي پړي کې ټینګ کړ. درب شو او مېز ولوید.

سهار اذانونه وشول؛ خو د تیر په څير ور خلاص نشو. لمر په راختو شو؛ خو بیا هم ور تړلی و. نږور څو ځلې ور وټکاوه. اخر یې چیغه کړه، ماشومانو هم چیغې کړې. ګاونډیانو په څه خوارۍ ور پرانیست. بوډا ځوړند و. شور شو، چیغې شوې. شاوخوا ټول خلک راټول شول. د غرمې څو کورونو خواړه راولیږل. د شپې هم خواړه راغلل. سهار چې چای ته کیناستل، احمد یې مور ته ویل:

مورې!

بابا مې خوب کې ولیده، زما لاس کې ډوډۍ وه. خوړله مې او بابا مې راته په خندا خندا کتلې.

خور یې وویل: 

مورې!

ما هم خوب کې ولیده. ډوډۍ مې خوړله. یو چا مې پر اوږه لاس کیښود، چې ور ومې کتل، بابا مې و. په خندا یې راته ویل: شکر چې ماړه مې ولیدئ.

 نعمان دوست 

۱۳۹۹/ ۱۱/۱۴ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب