پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهامریکا د ایران د توغندیو پر نویو ازموینو اندېښنه ښودلې

امریکا د ایران د توغندیو پر نویو ازموینو اندېښنه ښودلې

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۱۵) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې له رسنیو سره په خبروکې د ایران د توغندیو پر نویو ازموینو اندېښنه ښودلې.

هغې ویلي داسې مهال چې ایران له امریکا سره د مذاکراتو تمه لري خو په همدې وخت کې سپوږمکۍ وړونکي توغندي ازمويي.

امریکا ویلي دغه توغندي اټومي کوپړۍ هم لېږدولی شي او ورته ازمویښتونه کولی شي د ایران نظامي ځواک پیاوړی کړي.

امریکایي لوري پر ایران غږ کړی چې، له ورته پاروونکو اقداماتو لاس په سر شي او نړیوالو قوانینو ته ژمنتیا وښيي.

ایران بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

امریکا داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې د یاد هېواد نوی حکومت په پام کې لري د پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ د ادارې پالیسي چې تر هر څه لومړی امریکا باندې ولاړه وه بدله کړي او له ټولې نړۍ سره به بېرته د امریکا اړیکې خپل پخواني حالت ته راوګرځوي.

د یادونې ده چې جو بایډن په خپله لومړنۍ وینا کې هم ژمنه کړې وه چې د نړۍ په ټولو مسائلو کې به ډېر ښکېل شي او هڅه به یې دا وي چې ټول مسائل په پوره حوصله مندۍ حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...