چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهامریکا په ۳ میاشتو کې افغان پوځ ته ۸۴ ميلیونه ډالره تجهریزات...

امریکا په ۳ میاشتو کې افغان پوځ ته ۸۴ ميلیونه ډالره تجهریزات اخیستي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱۵) سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې، تېر کال د اګسټ له ۳۱مې د اکټوبر تر ۳۱مې امریکایي لوري افغان ځواکونو ته د۸۴ ميلیونه ډالرو په ارزښت نظامي وسایل او وسایط اخیستي دي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې په دې کې ۲۱۷ هاموې ټانکونه هم شامل دي چې بیه یې ۵۱،۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

سرچینه وایي چې امریکا له ۲۰۰۵ز کال تر ۲۰۱۸ز کال پورې د افغان پوځ پر تجهیز او روزنه ۱۲،۶ میلیارده ډالر لګولي دي.

د سیګار د راپور په حواله افغان پوځ لا هم روزنې، تجهیز او ملاتړ ته اړتیا لري او امریکایي لوری په دې برخه کې ژمنې او هوکړې لري.

سیګار داسې مهال دا راپور خپروي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې تودې روانې دي.

خو امریکا وایي تر دې دمه یې په افغانستان کې د سرتېرو پر کمولو یا ډېرولو فکر نه دی کړی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په افغانستان کې او عراق کې وضعیت ارزوي او د سرتېرو د حضور، ډېرولو یا کمولو په اړه به تر خپلې ارزونې وروسته پرېکړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب