پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+ډیلي بولز په ستر توپیر له پونې لوبه وګټله

ډیلي بولز په ستر توپیر له پونې لوبه وګټله

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱۵) د متحده  عربي اماراتو په لس اوره لیګ کې ډیلي بولز  او پونې ډیویلز لوبه ترسره کړه.

د دې لوبې پچه ډیلي بولز وګټله او لومړی يې توپ اچونه غوره کړه.

پونې ډیویلز لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ډېرې کمې ۵۷ منډې وکړې.

د دوی لپاره کینار لیویس ۱۵، دیون توماس ۱۵ ناسوځېدلې او ټام کوهلر ۱۱ منډې وکړې.

د ډیلي بولز لپاره بیا علي خان په ۵ توپونو ۳ لوبغاړي وسوځول او کومه منډه يې هم ورنکړه.

بولز لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډېرې اسانۍ او ستر توپير پوره کړ.

ډیلي بولز ټاکل شوی هدف په پنځم اور کې پوره او یواځې دوه لوبغاړي یې وسوځېدل.

رحمن الله ګربز ۲۶، رودرفورډ ۱۴ ناسوځېدلې او لیویس ۱۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی علي خان شو.

ډیلي بولز تر دې دمه ۵ لوبې کړي او یواځې یوه یې بایللې او څلور یې ګټلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...