دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Home+د بادامو تېل او وېښتانو ته یې ګټې

د بادامو تېل او وېښتانو ته یې ګټې

ژباړه او ترتیب: الله نظر ترین

د بادامو تېل د وېښتانو د لوېدلو مخه نیسي. د بادامو تېل د وېښتانو د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري، ځکه د بادامو تېل د التهاب یا مکروبي کېدلو ضد خاصیتونه، اومېګا – ۶، اومېګا – ۳ او اومېګا – ۹ اسیدونه لري. همدارنګه د بادامو په تېلو کې ویټامین اي (Vitamin E) او مګنیزیم موجود دي، چې اي ویټامین یو انتي اوکسیدنت دی.‌

د بادامو تېل؛

1.      وېښتانو ته خواړه برابروي او وده ورکوي

د موږکانو په څېړنه کې معلومه شوې چې د بادامو شیره وېښتانو ته وده ورکوي. د بادامو په تېلو کې منرالونه او پروټینونه موجود دي چې د وېښتانو وده تحریکوي او وېښتان غښتلي کوي. دغه راز د بادامو تېل وېښتان نرم او ځلاند ساتي.

2.      مات شوي وېښتان بېرته رغوي

د بادامو تېل هغه وېښتان بېرته رغوي چې د تودوخه افرازوونکې وسیلې په واسطه متاثر شوي وي. مثلا، کله چې څوک وېښتان په وچوونکي ماشین وچوي یا یې توني کوي هغه ژوبلېږي او که د بادامو په تېلو غوړ شي بېرته رغېږي. په دې توګه د ماتېدلو په اثر د وېښتانو د له منځه تګ په کمولو کې مرسته کوي.‌

3.      د انتي اوکسیدنتونو غني محتویات دي

د بادامو په تېلو کې موجود ویټامین اي یو انتي اوکسیدنت دی.‌ هغه د اوکسیډیټیو تخریب پر ضد مجادله کې مرسته کوي او ښایي چې د وېښتانو وده پیاوړې کړي.‌

4.      التهاب ضد خاصیت لري

د بادامو تېل د التهاب ضد خاصیتونه لري. دغه خاصیتونه کولی شي چې د تخریشي پخې په سمولو او رغولو کې مرسته وکړي. په چاپېریال کې موجوده ککړتیا کولی شي چې د خارښ او پخې په څېر ستونزې او په سخت حالت کې د وېښتانو تویېدل رامنځته کړي.‌ د بادامو تېل له دغسې حالت څخه په اېستلو کې مثبت رول لوبوي.

5.      د وینې جریان ته وده ورکوي

په پخه باندې د بادامو تېل مږل د وینې جریان ته په وده ورکولو کې مرسته کوي. دا ډاډمنوي چې ستاسو فولیکلونه په ښه توګه تغذیه کیږي چې کولی شي د ښې تغذیې په صورت کې وېښتان روغ وساتي.‌

1 COMMENT

  1. الهنظر ټرینه وروره:

    ولي دي په ژباړه کې پښې، پخې کړې او پښه دي پخه کړې ده؟؟ موښل راته مږل لیکې؟؟

    ته او خدای په پښتو مضمون کې څو واري مشروط شوی یې؟؟

    ((….چې د تخریشي پخې په سمولو او رغولو کې….))

    ((…..په پخه باندې د بادامو تېل مږل د وینې….))

    دا سهوه نه ده، سم دم سرناخلاصی یې ګنم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب