دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهامنیتي ځواکونو د بهسودو ولسوالي غیرمسووله وسله والو ته پريښې

امنیتي ځواکونو د بهسودو ولسوالي غیرمسووله وسله والو ته پريښې

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱۵) د میدان وردګو د ولایتي شورا ځینې غړي وایي د عليپورغیر مسوولو وسله والو تېره شپه د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی.

دوی وایي د دې برید له امله نښته رامنځته شوې او امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.

د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي وایي دمګړی ولسوالي د عليپور وسله والو ته پرېښودل شوې ده.

بل لورته ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې، تېره شپه د علي پور وسله والو کسانو د بهسودو ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی او د ولسوالۍ ودانۍ یې نيولې ده.

امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه  څه نه دي ویلي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا یو پلاوی د مرکزي بهسودو ولسوالۍ ته تللی او هڅه کوي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

امنیت شورا وایي چې پلاوي یې د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د یادونې ده چې عليپور تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له پخواني امنیتي مرستیال جنرال مردا علي مراد سره هم کتلي وو.

بلخوا په رسنیو کې ځینې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د عليپور وسله والو په ولسوالۍ کې ځینو ودانیو او تجهیزاتو ته اور ورته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب