Homeخبرونهناپېژاندو وسله والو په جلال اباد ښارکې یو قاضي په ډزو وژلی

ناپېژاندو وسله والو په جلال اباد ښارکې یو قاضي په ډزو وژلی

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱۵) د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښارکې ناپېژاندو وسله والو د حفیظ الله په نوم یو قاضي په ډزو وژلی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان وایي پېښه نن سهار ۸ بجې هغه مهال رامنځته شوې کله چې قاضي حفیظ الله خپلې دندې ته پر لاره وو.

بل لورته د ننګرهار د استناف محکمې یوه سرچینه وایي چې، قاضي حفیظ الله د استيناف محکمې د تجارت استيناف دېوان قضايي غړی وو او دندې ته پر لاره وسله والو کسانو د ښار په څلورمه ناحیه کې وژلی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند وایي د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو زور اخیستی اوخلک یې هم سخت اندېښمن کړې دي.

له دې دوه ورځې وړاندې په جلال آباد ښارکې د مستوفیت کارکوونکي هم د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شول او عاملین یې وتښتېدل.

عام خلک امنیتي ادارې د امنیت په ساتنه کې پاتې بولي.

دوی وایي د وروستیو پېښو هېڅ عامل پولیسو نه دی نیولی او یواځې د نیولو ژمنې یې کوي او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...