جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد شورابک برېښنا بند وسایل بدخشان ته ورسېدل

د شورابک برېښنا بند وسایل بدخشان ته ورسېدل

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱۵) د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي د بدخشان د شورابک بند وسایل سیمې ته رسېدلي او تخنیکي کارمندان یې په لګولو بوخت دي.

دې ادارې نن چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې وسایلو او تجهیزاتو کې توربینونه، جنراتورونه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره زیاتوي: «د بدخشان شورابک بند بشپړول د افغان دولت ژمنتیا ثابتوي او د دغه بند بشپړولو سره به د هېواد یوه برخه د روښناي له نعمت څخه برخمنه شي.»

د معلوماتو له مخې ددې بند په جوړېدو سره به تر ډېره حده د فیض اباد ښاریانو د برېښنا ستونزه حل شي.

د شورابک برېښنا بند چې په کوکچه سیند جوړېږي، ددې بند لپاره درې توربینونه په پام کې نیول شوي چې د هر یوه ظرفیت ۷.۵ مېګاواټه ښودل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...