تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱۵) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، دې وروستیو کې په هېواد کې د یو شمېر تولیدي فابریکو په فعالیدو سره اوس افغانستان په دې توانیدلی چې ۶۵ سلنه تولیدات په کور دننه تولید کړي.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي وایې، یواځې په تېر دسمبر میاشت کې د خصوصي سکټور ۱٫۹ میلیارد افغانيو پانګونې سره پنځه فابرېکې جوړې شوي چې په دې سره د هېواد د کورني تولید کچه هم لوړه شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې د نوېو فابریکو په جوړېدو سره زرګونو کسانو ته کاري زمینې هم برابرې شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه راز زیاتوي، د سولې دویم پړاو خبرو سره په هېواد کې پانګونې ته د خصوصي سکټور لېوالتیا زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په لغمان ولایت کې د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونه د وریجو د بسته بندۍ او پروسس لومړنۍ فابریکه جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ.
دا ارقام سم نه ښکاری ځکه که چیری 65 سلنه تولیدات دوی لرلی نو ۸۷ فیصده یا 7.5 میلیاردو واردات به یی نه کول چی صادرات صرف 9.5 میلیونو دی یا 13 فیصده دی