شنبه, مې 18, 2024
Homeداسې هم شتهداسې موټر چې د کور په توګه هم ترې ګټه اخيستی شئ

داسې موټر چې د کور په توګه هم ترې ګټه اخيستی شئ

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱۵) د موټر جوړلو جرمنۍ کمپنۍ BMW تازه په تازه داسې موټر بازار ته وړاندې کړی چې د يوه منظم کور په توګه هم ترې ګټه اخيستل کېدای شي.

 دا موټر اوږده بس ته ورته شکل لري اوVolkner Mobil نومېږي.

دا بس ډوله موټر د خوب دوه نفري تخت، د ناستې او تلويزيون ليدلو کوټه، پخلنځی،تشناب، ۸۰۰ لېټره د اوبو ټانکي، د ګرمو او يخو اوبو حمام او د يوه بل واړه موټر د درولو ګيراج هم لري.

 د یادې کمپنۍ مسوولانو ویلي چې دا موټر یې په دې هدف جوړ کړی څو د چکر په وخت کې خلګ ترې د کور په توګه ګټه پورته کړي او خپل وړوکی موټر ترې د چګر وهلو په موخه راښکته کړي.

د مسوولانو په خبره د دغه موټر په لرلو سره اړتيا نه شته چې د وېده کېدو، خوړو، لمبلو، د ټلوېزيون لېدو او يا هم له ملګرو سره د بنډار کولو په هدف هوټل کې پاتې شئ.

دا مهال د دې کور او موټر بيه شاوخوا ۱.۷ ميليونه ډالر کېږي چې کمپني يې په فرمايشي توګه د يوه کال په ترڅ کې اخيستونکي ته جوړ او چمتو کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب