شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد هېواد مشهور او پخوانی صنعت (کټ بوڼ) د له منځه تلو...

د هېواد مشهور او پخوانی صنعت (کټ بوڼ) د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱۵) هېواد کې ځينې لاسي صنايع چې د ډېرو کورنيو اقتصاد ور پورې تړلی، د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي چې له ډلې يې يو هم کټ بوڼ او له هغې څخه د کټونو، پوزیو او نور کورني پیرل شوي توکي دي.

کټ بوڼ د مزري په نوم د يو غرني بوټي څخه په لاس پېرل شوی هغه پړی دی، چې د کټونو او چوکيو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کيږي.

که له يوې خوا جګړه د ټولو ستونزو ريښه ده، نو له بلې خوا اوسمهال له بهر څخه را وارېدیدونکو پلاستيکي توکو هم پر ياده چاره ناوړه اغېزه کړی ده.

د خوست، پکتیا، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو سربېره کونړ او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې لا يې هم ځينې اوسېدونکي د کټ بوڼ څخه د یو شمېر کورنیو توکو د اوبدل کېدو په وسيله د ترلاسه شويو پيسو له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي، خو وايي اوس يې د پخوا په څېر د کار مزه نشته.

۴۵ کلن لعل رحیم د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالي د کږې بازار د حمزه خېلو کلي اوسیدونکی دی؛ اوس هم خپل کلي کې له مزري څخه د جوړ کټ بوڼ په واسطه کټونه، جاینمازونه او پوزي پیري.

هغه تاند سره خبرو کې وايي، ۲۰ کاله کيږي له کټ بوڼ څخه کورني توکي لکه کټونه، پوزي او د ډودۍ شکورونه پیري، خو په خبره يې په دې وروستيو کې يې روزګار خراب شوی او د کټ بوڼ څخه د پیرل شویو وسایلو اخیستو هېڅ بازار ندی پاتی.

هغه وویل: « پخوا به ښه وو د کټ بوڼ ډېر ښه بازار چلیدو، د ټولو خلکو کورونو کې به کټونه وو پوزي به وو خو اوس سهولتونه ډېر شول د کټ په ځای خلک کوچونه کاروي، بازارونه خراب شوي دي چیرته په میاشت کې هم لس زره روپۍ ګټه نشته.»

د خوګیاڼو ولسوالي یو بل اوسیدونکی بشرمل تاند سره خبرو کې وايي، له ډېرو کلونو را په دېخوا اوس هم په کور کې له کټ باڼ څخه اوبدل شوي کټونه استعمالوي.

هغه وايي:« زموږ خو د کلي او وطن حساب دی حجرو کې مو کټونه پراته دي کورونو کې کټونه دي دا مو کلتور دی او بله مسئله کټ باڼ ځکه ښه دی چې يو خو يې مقاومت ډېر دی او بل بيه يې ډېره لږه ده، هر څوک يې اخيستلی شي.»

باید وویل شي چې د مزري په نوم له ياد شوي غرني بوټي څخه د کټ بوڼ سربېره، ځينې نور کورني توکي، لکه جاينمازونه، د کټ او ناستې پوزي،  د ډوډۍ شکور، جاروګان، او باد پکې هم جوړيږي.

د دې سربېره یو شمېر هېوادوال په دې اړه اندېښمن دي او وايي چې ياد لاسي صنعت په افغاني کلتور پورې اړه لري او بايد ژوندي پاتې کېدو او پراختيا ته يې لازم پام وشي.

علي خېل ملکزاده یې په اړه وايي: « کټ، پوزی ډېر ښه تاریخ لري، زموږ د هېواد کلتور دی، ټولې مربوطه ادارې بايد په دې برخه کې خپل مسوليت ادا کړي.»

د دې ترڅنګ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي هم تل ټينګار کوي چې هڅې کوي څو په د هېواد ټولو لاسي صنايعو ته په ملي او سيمه ييزه کچه مناسب مارکېټ پيدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب