پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+پسرلنی اختر| جان روان ځاځی

پسرلنی اختر| جان روان ځاځی

پسرلنی اختر یا نوی کرنيز کال د چينايانو تر ټولو لوی دودیز اختر دی. که څه هم  دغه اختر د ختيځې اسیا په يو شمېر نورو هيوادونو کې هم لمانځل کیږي، خو په چين کې يې څپه تر نورو پورته وي او خلک يې راتګ ته شپې او ورځې شمېري.

  د پسرلني اختر په وياړ په ټول چين کې یوه اونۍ رخصتي وي او هر کس دا فرصت پیدا کولی شي، چې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره وګوري او د اختر شېبې ورسره یو ځای ولمانځي. ډېری چينايان له خپلو کورنيو او ټاټوبو څخه لرې په نورو ځایونو کې دندې لري او هملته خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي، خو پسرلني اختر کې هڅه کوي، چې خپل کور او کلي ته ستانه شي او دغه د خوښۍ څو ورځې د کورنۍ له غړو او دوستانو سره يو ځای تېرې کړي. د پسرلني اختر له راتګ لسګونه ورځې مخکې هر کس هڅه کوي، چې ټرانسپورټي ټيکټ واخلي، ځکه د دغه اختر په درشل کې په چين کې ترانسپورټ ډېر بوخت وي، د ټيکټ پيدا کول او اخيستل ډېر ګران وي، په میليونونو خلک له يوه ځای څخه بل ځای ته تګ راتګ کوي او هر څوک هڅه کوي، چې اختر خپل کور ته ورسوي.  په چين کې د پسرلني اختر دغه موده د ټرانسپورټي بيروبار په نوم هم یادیږي.

د چين حکومت او خلک  په ښارونو او کليوالو سيمو کې د پسرلني اختر د هر کلي په پار په لویو ډګرونو، مارکيټونو او د سړکونو او لارو او کوڅو پر دواړو غاړو فانوسونه او ډېوې راځوړندوي.

   د دغه اختر په موده کې په ټول چين کې د سيلانۍ توده څپه پورته شوې وي او دولت يې یوازې له سیلانۍ څخه سلګونه ميليونه ډالرعوايد ترلاسه کوي.

د چين سږنی کرنيز کال به د فېبرورۍ په ۱۲مه نېټه پيل شي.                                    

د چين سږنی پسرلنی اختر یا کرنیز کال به د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه پيل شي او ۱۵ ورځې به دوام وکړي. د دغه اختر ټرانسپورټي بيروبار د جنورۍ  په۲۸مې نېټې شروع شوی او د مارچ په ۸مې نېټې به یې زور اوبه شي. اټکل دی، چې په دغه موده کې به چينايان د هيواد دننه د ټرانسپورټي وسيلو له لارې( الوتکو، اورګاډو، موټرو…….) ۱.۷ ميليارډه ځله سفرونه وکړي.

چينايان او په چين کې مېشت بهرنيان وېره لري، چې د پسرلني اختر په موده کې ښايي کوويډـ۱۹ ويروس نور هم خپور شي. د چين مرکزي حکومت خلکو ته وړانديز کړی، چې د کورونا وبا د کنټرول په پار خپلو ټاټوبو ته لاړ نشي او د کار په ځای کې دغه اختر ولمانځي. د چين د مرکزي حکومت دغه وړانديز ښايي د سږني پسرلني اختر پر ټرانسپورټي بيروبار هم اغېز وکړي، خو بیا هم د اټکل له مخې به چينايان د هيواد دننه ۱.۷ ميليارډه ځله تګ راتګ وکړي. دا به د چين حکومت پر وړاندې يوه لویه ننګونه او ازموينه وي، چې څنګه کولی شي، د پسرلني اختر په درشل کې د کوويډـ۱۹ ويروس مخه ونيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب