Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ازبکستان په خپل منځ کې د باري موټرو د فیس...

افغانستان او ازبکستان په خپل منځ کې د باري موټرو د فیس پر کمولو هوکړه وکړه

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) ازبکستان او افغانستان هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سړک له لارې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ اسانه کړي او پر ازبک ترانسپورتي شرکتونو لګېدونکي فیسونه راکم کړي.

د ازبکستان د ترانسپورت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه هېواد د ترانسپورت وزیر الهام محکموف د جولای په ۲۶مه په کابل کې د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند له وزیر محمد فاضل مظلوم سره وکتل او د ترانسپورتي او ترانزیتي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د دوه‌اړخیزو باروړونکو انتقالاتو د اسانتیا، د ملي ترانسپورتي شرکتونو لپاره د غوره شرایطو د رامنځته کولو او په افغانستان کې پر ازبک باروړونکو لاریو د فیسونو د تنظیم او کمولو لارې وڅېړلې.

دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې د اګست له ۱۰مې مخکې به د ترانسپورتي فیسونو په اړه د ګډې کاري ډلې راتلونکې غونډه دایره کړي، څو د فیسونو د کمولو او د متقابل اصل پر بنسټ د هغوی د برابرولو په اړه پرېکړې وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نژدې راتلونکي کې به د افغانستان د دولتي ادارو له استازو سره جلا غونډه هم جوړه شي، څو د دواړو هېوادونو د نړیوالو باروړونکو پر وړاندې د  ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وشي.

ازبکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې ترانسپورتي اړیکې پراخې کړي، څو د سیمه‌ییز اتصال او سوداګریزو دهلېزونو د پراختیا ستراتیژي پیاوړې کړي. تمه کېږي چې د سړک له لارې د بار وړلو د شرایطو ښه کېدا به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تجارتي ترانزیت او لوژستیکي اړیکې لا پیاوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...