Homeخبرونهطالبانو د ودونو او کوژدو پر یو شمېر دودونو او مراسمو نوي...

طالبانو د ودونو او کوژدو پر یو شمېر دودونو او مراسمو نوي محدودیتونه ولګول

تاند (پنجشنبه، د زمري ۸ مه) – د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د ودونو، کوژدو او نورو خوښیو د مراسمو په اړه لس مخیز لارښود خپور کړی، چې پکې یو شمېر دودونه او کړنې «ګناه» او د اسلامي شریعت خلاف بلل شوي دي.

دغه سند د جولای په ۲۳مه د «په ودونو او نورو خوښیو کې له ګناهونو او د اسلامي شریعت خلاف دودونو څخه د ډډې کولو» تر عنوان لاندې خپور شوی او د جوماتونو خطیبانو ته سپارښتنه شوې چې د جمعې په خطبو کې یې خلکو ته تشریح کړي.

په سند کې د کوژدې او واده د ګوتو تبادله، په لاسونو د نکریزو لګول، اورلوبې او پټاکۍ، د ناوې میک‌اپ او عطر، د ښځو تنګ او نری کالي، موسیقي او د نارینه‌وو او ښځو ګډا په کلکه غندل شوې او له خلکو غوښتل شوي چې خپل مراسم د اسلامي لارښوونو له مخې ترسره کړي.

په سند کې راغلي چې نن سبا ډېر ودونه، د حج او عمرې د راستنېدو مراسم او نورې خوښۍ له هغو دودونو او کړنو ډکې دي چې د شریعت له نظره د منلو نه دي.

دا لارښوونې تر ډېره د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د ۲۰۲۵ کال له هغې پرېکړې اغېزمنې ښکاري چې د «ناوړو دودونو» د مخنیوي لپاره یې کړې وه، خو په نوي سند کې د محدودیتونو ساحه لا پراخه شوې ده.

دا اقدام د طالبانو د هغو ټولنیزو محدودیتونو دوام ګڼل کېږي چې په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴ کال د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» له قانون وروسته لا سخت شوي دي. طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو او نجونو پرله‌پسې محدودیتونه لګولي؛ نجونې یې له منځنیو او لوړو زده کړو منع کړې، د ډېرو دندو او په عامه ځایونو کې د حضور حق یې ترې اخیستی او حتی د ملګرو ملتونو له ادارو سره یې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.

د کوژدې او واده ګوتې

د طالبانو د لارښوونو له مخې، د کوژدې پر مهال د هلک او نجلۍ له‌خوا یو بل ته د ګوتو ورپه ګوته کول او یا یو بل ته د نکریزو لګول د شریعت خلاف بلل شوي دي.

په سند کې راغلي، په دغو مراسمو کې داسې کړنې ترسره کېږي چې له دیني پلوه روا نه دي. همداراز ویل شوي چې د واده د ګوتو تبادله د عیسویانو له مذهبي دودونو سره ورته والی لري، نو ځکه باید ترې ډډه وشي.

اورلوبې او پټاکۍ

طالبانو د ودونو او خوښیو په مراسمو کې اورلوبې او پټاکۍ «تر ټولو خطرناک کارونه» بللي دي.

د سند له مخې، د مسلمانانو وېرول، یا ګاونډیانو او نورو خلکو ته تکلیف رسول، د اسلام له نظره ناروا او نا مناسب عمل دی.

د ښځو سینګار او کالي

په لارښود کې د ناوې میک‌اپ، د وروځو جوړول، د مخ د وېښتانو لرې کول، د شونډو ښکاره کول او د سینګاري توکو کارول هم منع شوي دي.

طالبان وايي، دا کارونه د ظاهري ښکلا د زیاتولو لپاره ترسره کېږي او د دوی په باور د «دوکې» یوه بڼه ده.

سند همداراز د ښځو د نریو او تنګو جامو اغوستل هم غندي او وایي چې دا ډول جامې د نننیو ودونو په مراسمو کې له ناوړو دودونو څخه دي.

عطر، موسیقي او نڅا

د طالبانو په لارښوونو کې ویل شوي چې ښځې باید له کوره د وتلو پر مهال عطر او خوشبویي ونه کاروي، ځکه دا د دوی په باور له شرعي پلوه روا نه ده. خو د نارینه‌وو لپاره د کولونیا، عطرو، رانجو او ورته نورو توکو د کارولو په اړه کوم بندیز نه دی یاد شوی.

په سند کې موسیقي او د ښځو او نارینه‌وو نڅا هم «له سترو بې‌لاریو» ګڼل شوې او ویل شوي چې دا ډول محفلونه د نامحرمو کسانو پر وړاندې د ښځو د بدن ښکلا څرګندوي.

د سند په پای کې له «باایمانه ښځو» غوښتنه شوې چې د لوېدیځو کلتورونو تر اغېز لاندې رانه شي او د بهرنیو دودونو او ارزښتونو له تقلید څخه ډډه وکړي.

2 COMMENTS

  1. طالبان د دین په نوم د خلکو شخصي ازادۍ محدودوي او په پرله‌پسې ډول پر افغان کلتور او دودیزو مراسمو برید کوي. د ودونو او خوښیو په شخصي چارو کې دا ډول لاسوهنه نه یوازې د خلکو د انتخاب حق تر پښو لاندې کوي، بلکې د ټولنې پر کلتوري هویت هم مستقیمه حمله ده.
    ډېری هغه محدودیتونه چې نن د طالبانو له لوري عملي کېږي، د قرآن کریم د صریحو آیتونو او د صحیح احادیثو پر بنسټ نه دي، بلکې تر ډېره د ځانګړو فقهي اجتهادونو او فتاوو پر تفسیر ولاړ دي. په اسلامي تاریخ کې د دې موضوعاتو په اړه د بېلابېلو فقهي مذهبونو او علماوو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی، نو ځکه د یوې ځانګړې فقهي نظریې په زور پر ټول ولس تحمیلول نه شي کېدای د اسلام یوازینی نظر وبلل شي.

  2. انسانی ـ مدنی! قوانین ئی وضع کړیدی.
    باور مو وسه همدا نن شپه د اکثرو طالب چارواکو خصوصاً شهنواز تڼی د رسوباتو او مریدانو ښځی مِک اپ او ګاټه سینګار ته چمتووالی نیسی.
    د کرکی او نفرت وړ دی په امریکا او فرانسه او انګلستان او غرب کی د طالبی حاکمیت فکری انډیوالان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...