تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویلي چې د مزارشریف په حوزوي روغتون کې یوې مور پنځهګوني ماشومان زېږولي دي.
د ډاکترانو په وینا، په دغو نویو زېږېدلو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي او د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
یاده مور د بلخ ولایت د دولتآباد ولسوالۍ د شینګلآباد کلي اوسېدونکې ده او د ولادت لپاره روغتون ته لېږدول شوې وه.
د هغې د کورنۍ غړو د ماشومانو د ساتنې، درملنې او نورو لګښتونو د پوره کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
د ماشومانو پلار ماشومانو پلار، عبدالله الوزي اوس مهال په ايران کې د مسافرۍ شپې ورځې تېروي.
نوموړي د خپلو ماشومانو په زېږېدو خوښي څرګنده کړې، خو د هغوی د مناسبې روزنې او پالنې لپاره یې د خیر غوښتونکو او مرستندویو بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي پرسونل د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې د سږ کال په مې میاشت کې د پنجشیر په عنابه ولسوالي کې یوې مور پنځه ماشومان زیږولي وو او له څه باندې یوې میاشتې درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
د یاد ولایت والي ویاند سیفالدین لټون رسنیو ته ویلي و، نوي زیږېدلي ماشومان د کم وزن او ځینو غیر نورمال روغتیايي ستونزو له امله تر یوې میاشتې او لسو ورځو پورې په ایمرجنسي روغتون تر جدي څارنې لاندې وو.