د اسلامی امارت مشرانو! السلام علیکم.
دا مي تاسي ته پنځم او ښايی ورستی پرانیستی لیک وي. زما مخکنیو څلورو لیکونو ته مو نه یوازي جواب نه دی ویلی بلکه زما پر ټولو اعتراضونو او پېشنهادونو مو غوږونه کاڼه اچولي دي.
په دې کي شک نسته چي زه ستاسي د اکثرو تعلیمي او اجتماعي پروګرامونو سره مخالف یم او دا مخالفت مي هیڅ وخت پټ کړی نه دی. خو یو افغان یم او له خپل وطن سر ه د خپلي مور د غېږي په څېر مینه لرم.
که څه هم چي تاسي له لومړي سره هم، د خپلو پروګرامونو د عملي کولو په لاره کي له هیڅ ډول نرمښت څخه کار نه دی اخیستی خو په دې وروستیو کي، په تېره بیا د هرات د ښځو او نجونو په مقابل کي مو نه یوازي له وچ زور بلکه د توپک څخه کار واخیست. تاسي غواړئ خپل تعلیمي او اجتماعي پروګرامونه، چي د نړۍ په هیڅ اسلامي هیواد کي یې ساری نسته، په وچ زور او حتی د توپک د استعمال په وسیله عملي کړئ. خو هم زموږ نیکونو ویلي دي چي « په زور کلي نه کیږي» او هم د بشر تاریخ ښودلې ده چي په زور تر یوه وخته پوري حکومت کېدلای سي خو په نړۍ کي هیڅ ډول استبدادي او ظالم نظام د خلکو د مخالفت، قهر او مقاومت په مخ کي ټینګ سوی نه دی، ستاسي نظام هم د تاریخ له عام حکم څخه مستثنې کېدلای نه سي. تاسي له بدخشان څخه تر نیمروز پوري، پر ټول افغانستان باندي تسلط لرئ. خو زه په یقین سره ویلای سم چي د افغانستان د څلوېښت میلیونو خلکو څخه په سلو کي پنځه نوي ناراض دي.
دا چي ستاسي د زور ظلم د پالیسیو له امله، چي ټول قدرت مو طالب اوملا ته سپارلی او د هیواد په سلهاو زره ماهر کسان مو بېکاره کړي دي او زموږ جنرالان، استادان او پخواني عالي رتبه مامورین په بازارونو کي کراچۍ چلوي او یا فقر او ګدايی ته مجبور سوي دي او دا چي ستاسي په ټولو حکومتي ادارو کي چور او تالان روان دی دا خبري به خو یوې خواته پرېږدو. خو د خلکو اعتراضونو ته په زور جواب ویل بېخي بله موضوع ده. تاسي له خلکو څخه وسلې اخیستلای او د هیواد ټول خلک خلع سلاح کولای سئ خو د یو میلیون انسانانو په لاسونو کي د ډبرو او لرګیو سره هټلر هم مقاومت نه سي کولای.
پنځه کلونه کیږي چي د هیواد د نجونو پر مخ مو د ښوونځي دروازې تړلي او ښځي مو په وچ زور پر کور کښېنولي دي. د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندول او له عصري تعلیم سره ستاسي د بې پروايی په وجه هیواد تر شلو کلونو زیات شاته لوېدلی او لا به نور هم شاته ولوېږي. تاسي یوازي د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندي کړي نه دي بلکه په هرات کي مو د هغوی پر سوله ایزه مظاهره باندي ګولۍ وچلولې. د نجونو پر مظاهره باندي د ګولیو چلول د ټولو بشري، اسلامي او افغاني اصولو په خلاف عمل دی. دا ظالمانه او وحشیانه عمل به مو نه افغانان او نه تاریخ هېر او معاف کړي. ستاسي د امر بالمعروف طالبان په عامو بازارونو کي ښځو ته لاس اچوي، هغوی پوري وهي، ډبوي او موټرونو ته یې په زور ننه باسي. دا نه یوازي د افغاني اصولو او نوامیسو په خلاف عمل دی بلکه د بې غیرتۍ داسي عمل دی چي له هیڅ ډول حکومت او ادارې څخه یې تمه نه کېدله.
تاسي د هیواد شیعه وروڼه، چي نفوس یې ښايی تر شپږو میلیونو پوري ورسیږي، دومره مجبور کړي او په تکلیف کړي دي چي ملایان او خطیبان یې پر منبرونو باندي ستاسي پر ضد ویناوي کوي او ورته ناست کسان یې د الله اکبر په نارو بدرګه کوي. دا چي هغوی خپلي ویناوي په فیسبوکونو او یوټیوب کي خپروي او ستاسي څخه وېره نه لري دا ستاسي په مقابل کي د هغوی د مقاومت لومړنی پړاو دی. دا خلک یوه ورځ عملي اقدام ته لاس اچوي او خدای تر اوسه پوري داسي قدرت نه دی پیدا کړی چي د مذهبي جذبی په مقابل کي ځان ټینګ کړي. لکه څرنګه چي ستاسي ملایان او مذهبي عالمان شیعه ته کافر وايی؛ د هغوی په معتبرو مذهبي کتابونو کي سني ته کافر ویل کیږي. خودې دواړو مذهبي فرقو په دې هیواد کي له پېړیو راهیسي د یوه بل په څنګ کي په بشپړي کرارۍ اووروګلوی ژوند کړی دی اوتاسي، په خپلو جابرانه پالیسیو، زموږ له هیواد څخه د کرارۍ دغه کمبله ټولوی او زموږ هیواد به وچ زور، خدای مه کړه، د داخلي جنګ لمبو ته اچوی.
تاسي شیعه، تاجیک، اوزبیک، ترکمن او نور اقلیتونه په حکومت کي له هر ډول قدرت څخه محروم کړي دي او کله څرنګه چي هغوی د پښتنو پر حقوقو باندي د تېري کولو حق نه لري تاسي هم د « میم زر ما ټول یې زما» حق نه لری. ټول پوهیږي چي نن ورځ قدرت یوازي د پښتنو د طالبانو نه بلکه د پښتنو د یوه خاص سمت د طالبانو په لاس کي دی او د قدرت دغه ډول مطلق انحصار د ډېر ژور نفرت زېږنده دی.
د هرات وروستیو پیښو وښودل چي تاسي د هر ډول جبر او زور څخه کار اخیستلو ته تیار یاست. خو دا دي تاسي ته معلومه وي چي جبر اووحشت تر قیامته دوام نه سي کولای. لکه د هرات نجونو چي ستاسي د جبر اووحشت پروا ونه کړه یوه ورځ به د هیواد د هر کونج څخه د مقاومت ناره پورته کیږي او ستاسي هر ډول وحشت به یې په مقابل کي عاجز وي.
زه له هغي ورځي څخه وېرېږم چي په ټول هیواد کي به اور بل وي او دوست او دښمن به سره ورک وي. تاسي خو به بیرته پاکستان ته ولاړ سی خو هیواد به داسي اور ته واچوی چي نړۍ به یې تماشه کوي اوکرارول به یې د هیچا په وس پوره نه وي. د افغانستان ټول اقوام له پښتنو سره مخالف اوټول پښتانه به د کندهار دښمنان کړی. لکه څرنګه چي مي یو وخت د مولوي صاحب متوکل په مخکي ستاسي پخواني مشر ملامحمدعمر ته ویلي وه تاسي ته هم وایم چي موږ پښتانه ستاسي په هیڅ ګټه کي درسره شریک نه یو خوتاوان به مو موږ ټولو ته راپاته وي.
قدرت ستاسي سترګي ړندې کړي او غوږونه کاڼه کړي دي. یوازي هغه وخت به ستاسي سترګي خلاصږي او غوږونه به مو اوري چي له قدرته لوېدلي یاست او هغه وخت به نو هیڅ ګټه نه کوي. تاسي به بیرته سیوري ته سی او هیواد به د اور لمبو ته پرېږدی.
دروند جهاني صاحب ته سلام وړاندې کوم.
د لیکنې له محتوا سره دې تر ډېره موافق یم. خصوصاً د ښځو د تعلیم او کار په برخه کې. اما د هرات د پېښې په اړه حقیقت لږ فرق کوي. په دې کې شک نه شته چې هلته زیاتی شوی دی. د سوله ییزې مظاهرې مخه نیول شوې ده خو پر ښځو ډزې نه دي شوي. په اوله کې یو شمېر ښځې، چې دقیق شمیر یې نه دی رامعلوم؛ ممن ۱۵ یا ۲۰ ښځې راووتې او د طالبانو د تش په نوم حجاب پر ضد یې لاریون وکړ. طالبانو ونیولې او وروسته یې خوشې کړې. یوه ورځ وروسته ځینې نارینه په مظاهره راووتل. د هغوی شمېر هم د ۱۰ او ۲۰ ترمنځ وو. طالبانو پر هغوی ډزې وکړې چې د ځینو په باور یو تن او د ځینو په باور دوه تنه ووژل شول او څو نور ژوبل شول.
اسحاقزی