Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

تاند (دوشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۵مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، احمدالله زاهد له ازبکستاني چارواکو سره د کتنې او د تاشکند په نړیوال فورم کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

یاد وزارت په اېکس‌ پاڼه لیکلي چې، نوموړی به د تاشکند نړیوال پانګونې فورم TIIF – 2026 کې ګډون وکړي او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو، پانګوالو او سوداګرو سره ناستې ولري.

خبرپاڼه کې زیاته شوی چې، احمدالله زاهد به د دې سفر پرمهال د اقتصادي همکاریو، پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه له بېلابېلو چارواکو سره هم خبر ولري.

د طالبانو دصنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د تاشکند نړیوال پانګونې فورم کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې استازي او یو شمیر سوداګر هم ګډون وکړي.

د یاد وزارت مسوولانو هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو او پانګونې د جلب په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...