شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهله حاکمو چارواکو د ملا ضعیف پوښتنه؛ ځوانان او ماشومان ولې موږ...

له حاکمو چارواکو د ملا ضعیف پوښتنه؛ ځوانان او ماشومان ولې موږ نه تښتي؟

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۹)‏ د طالبانو د حاکم تحریک یوه مشهور منځلاري مشر ملا عبدالسلام ضعیف، چې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دوی سفير و، په کنايوي ډول د طالبانو له اوسنۍ واکمنۍ څخه د ولس د زړه توري والي خبر ورکړی.

نوموړي په يولړ ټویټونو کې ليکلي، چې د کابل په څو سیمو کې ځوانانو او ماشومانو د دوی او طالبانو له لیدو نفرت کړی او خپلو کورونو ته ننوتي.

هغه د دغه وضعيت د دليل پوښتنه کړې او ویلي، چې د پر څو برخو وېشلي کابل له يو کیدو او ورته د سولې او امنيت له پیغام راوړلو سره بیا هم ولې خلک له طالبانو نفرت کوي؟

نوموړي لیکلي، چې تاريخ دا هر څه ليکي.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو له منطقي مشرانو څخه ګڼل کیږي او تمه کیده، چې د دغې ډلې له بيا واکمنيدو سره به لوړپوړی مقام وي، خو ليدل کيږي چي د هغه تر څنګ د طالبانو د تېرې واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او نور منځلاري او په خلکو کې مطرح طالب مشران اکثره په حاشيه کې ساتل شوي او تر ټولو سخت دریځو طالبانو پر واک منګولې خښې کړي دي.

د طالبانو مشرانو د ملا ضعيف پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

8 COMMENTS

  1. داخلک ځکه له تاسو تښتي چي تاسو ډير مسلمانان ياستۍ او خلک بيا لږ يا هيڅ! ستاسو اسلام دومره پرمخ تللۍ او انساني دۍ چي که پيغمبر هم راشي ستاسو د امر باالمعروف او نهي عني المنکر به هغه ص ته هم د سره اسلام ورښيي.

  2. طالبان که بقا غواړی د مولانا ضعیف له تجربو او مشورو باید عاقلانه استفاده وکړی خو مع الاسف
    دا حکام کاڼه او ړانده دی ، نه یی خپله کولی شی او نه بل منی ،، حتی ضعیف صاحب هم نه منی؛ چي دا خپله د تشویش وړ خبره او اهم سوال دی ؟

  3. هر افغان له دی خبایثو نفرت لرې هيڅ افغان پاکستان او دې هغه دلالان نه منې دا دې شیاطینو بچې چې ای اس ای دې افغانستان دې ورانولو لپاره روزلی انشا الله چی ډیر زر به بیرته پاکستان ته تشتې او دا ځلی به دا خره څوک جوماتونو کی هم نه پریدې

  4. دی بايد اعلان وکړي چې نور ټالېب نه دی. د دغو تش په نوم ټالب مګر منځلاري ملايانو په وجه سپږنو ته زورواکي کول آسان شوي او يو ډول مشروعيت يي موندلی دی.

  5. يوه فلسفي مقوله چي وايي: هره پديده پخپل بطن کي خپل مخالف روزي يا وده ورکوي. دطالباني پديدې انتي تز يا ضد امربالمعروف څانګه ده چې دطالباني پديدې څخه به د خلکو زړونه داسې تور کړي لکه د ګرګي سپي نه، په ياد مې دي چي د طالبانو د مخکينۍ دوري دامارت په غونډه کي ملا محمد ولي چي دپنجوايي د نلغام دکلي او امارت د استخباراتو رييس دا پوښتنه وکړه چي ولې کنداريان د طالبانو په طرفدارۍ مظاهرې نکوي? ، پځواب کې ملاعمر ور ته وويل چي ورسۍ هغه د مور د ميړونو( منکراتو)څخه مو پوښتنه چي چا ته يى ښه زړه پرې ايښۍ?! منکرات او کندهاري طالبان د همدي لپاره دي چې خلک آزورده کړى او د نوي بدلون لپاره لاره هواره کړي او پاکستان ته بزنس جوړشي. په چلم دوې سکروټي کښيږده…. لکه دوې بنې چې په ضد خوله ورکوينه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب