Homeخبرونهد ګاز نیولو د پېښو دوام؛ غزني کې ېې ۴ تنه مړه...

د ګاز نیولو د پېښو دوام؛ غزني کې ېې ۴ تنه مړه کړي

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۹)‏ ‏د ‎غزني د مرکز درېیمې حوزې په مربوطاتو کې د ګاز نیونې له امله د یوې ښځه او دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه مړه شوي.

 د یاد ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویلي چې مړه شوي کسان د ‎پکتیکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي دي او په یوه هوټل کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.

د ژمي موسم کې هر کال د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د داسې پېښو له امله د لسګونه تنو د مړينې خبر ورکول کېږي.

د داسې پېښو اصلي دليل د ګاز کارونکو بې احتياطي ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...