جمعه, مارچ 29, 2024
Home+شرم او د شرم وژل | ژباړه او زیاتونه: سیال یوسفي

شرم او د شرم وژل | ژباړه او زیاتونه: سیال یوسفي

څه موده وړاندې د یوه ابتدايي ښوونځي مدیر د والدینو د ورځې لپاره وغوښتلم چې هلته ولاړ شم او د انعطاف پذیرۍ او محدودیتونو په اړه وغږیږم، بحث دا و چې ښوونځي او میندې او پلرونه باید څومره انعطاف ولري. ما په هغو ورځو کې خپل څیړنیز معلومات راټولول او دا راته ډېر ښه فرصت ښکاره شو چې ولاړ شم او په ښوونځي کې په دې مسایلو خبرې وکړم. زه نه پوهیدم چې ماته څه پېښیدونکي دي. زه له پلان سره سم د والدینو په ورځ ښوونځي ته ورسیدم خو چې د غونډو تالار ته ولاړم نو هرڅه بدل و، ما بیخي عجیبه احساس وکړ، هغه میندې او پلرونه چې په تالار کې ناست وو، داسې ښکاریدل چې ډېر غوسه دي او ډېر لمسیدلي ښکاریدل، ما له مدیر پوښتنه وکړه چې کیسه څه ده خو هغه اوږې پورته وغورځولې او روان شو. د غونډو تنظیم کوونکو هم ډېر څه و نه وېل، ما هم د څو شېبو لپاره هرڅه هېر کړل او په لومړي کتار کې چې زما د کېناستو ځای و، کېناستم.

د ښوونځي مدیر دریځ ته وخوت او زما د لاس ته راوړنو په تړاو یې په بیړه خبرې وکړې چې ماته ډېره په زړه پورې وه، بیا یې وویل اوس به تاسې هغه څه واورئ چې هیڅکله مو نه دي غوښتلي چې وا یې ورئ، خو موږ او تاسې اړ یو چې د خپلو ماشومانو لپاره دغه خبرې واورو.

سیال یوسفي

هغه په ډېر لوړ غږ خبرې کولې، په بد غږ یې زما په تړاو یادونه کوله، داسې ښکاریده لکه ښه ډير چې غوسه وي. ما داسې احساس کاوه لکه د پهلوانۍ (کشتي کج) کومې سیالۍ ته معرفي کیږم او هغه د رېنګ منځ کې مایک په لاس ولاړ وي. او زه بس د خپلې سیالۍ اعلان ته منتظر یم.

یو ځل خو مې زړه کې وګرځیدل چې پاڅيږه او پرې غږ کړه چې زه دلته ډېر بد احساس کوم ، زه ددې لپاره دلته نه یم راغلی چې تاسو سمې لارې ته سیخ کړم یا ستاسې ښوونځی په یوه ساعت کې بدل کړم، دا څه روان دي؟ خو ما داسې و نه کړل، پاڅیدم او لومړی مې د خپلو نیمګړتیاو په تړاو خبرې پېل کړې، په تالار کې ناست ټول کسان ماته غوسه وو، یو کس خو دومره غوسه ښکاریدو چې خپل غاښونه یې چیچل او اوږده اوږده اسویلي یې ویستل، دغه کس شاوخوا ناست کسان هم تنګ کړي وو. زه یو باتجربه ښوونکې یم او د ډلې مشري مې هم ډېره کړې ده. زه پوهیږم چې داسې حالات څه ډول کابو کړم او خلک څه ډول کنټرول کړم. په داسې حالاتو کې چې کله یو کس ورانکاری وي او غواړي اخلال رامنځ ته کړي، تاسې دوه انتخابه لرئ؛ لومړی دا چې هیڅ یې پروا و نه کړئ او له پامه یې وغورځوئ، دویم دا چې لږه وقفه وکړئ او هغه کس سره په شخصي توګه مخامخ شئ او ستونزه ورسره حل کړئ. خو په دغه حالت کې ما یوه تېروتنه وکړه، ما غوښتل چې خبرې مې پر هغه هم اغیز وکړي او هغه متاثر شي. ما په ډير لوړ غږ خبرې کولې او ډیرې خطرناکې سروې ګانې مې نقل قول کولې، د خبرداري په توګه مې پلرونو او مېندو ته وېل چې که زما خبرو ته غوږ نه شئ نو اولادونه به مو ښوونځی پریږدي ، درس به و نه وايي او په نشه يي توکو او له کور څخه په تېښته به روږدي شي.

خو ما یو سر هم و نه لید چې ماته د تاييد په توګه ښورېدلی وي، هیڅوک مې و نه لیدل چې له ماسره یې خبره غبرګه کړې وي. ما غوښتل چې هغه ۲۵۰ میندې او پلرونه پخپلو خبرو حیران کړم چې ډير راته غوسه وو. دا یوه ستره فاجعه ده. د داسې خلکو راضي کول چې د رضایت نښې نښانې یې هیڅ په څېره کې نه ښکاري. دا کار ستره تېروتنه ده. دا داسې حالت وي چې نور سړی پخپلو وړتیاو باور له لاسه ورکوي او د لیدونکو یا ناستو کسانو پر پارولو لاس پورې کوي او دا ډېر ناسم کار دی. ما همداسې په پارولو پېل کړی و.

ما خپل وسایل ژر راټول کړل او په تیزۍ سره د پارکینګ خوا ته ولاړم، زما مخ شیبه په شیبه تودیده، ډیر مې غوښتل چې له دې حالت ځان وباسم خو نه کېده، د زړه درزا مې لوړیده او وجود مې لړزیده. ما بار بار هغه حالت تصور کاو چې پر ما د غونډې په تالار کې تېر شوی و او د ډېر شرم احساس مې کاوه. کله چې د شرم احساس پر تاسې راغلی وي بیا د ځان په تړاو هیڅ ښه او مثبت ټکی تاسې ته ښه احساس نشي درکولای. ځان راټولول بیا ډېر ناممکن کیږي؛ ما ځان سره همدا وېل چې زه څومره بې عقله یم، ولې مې داسې وکړل؟

د دې څیړنې یو کار ډیر ښه دی. دې څېړنې ماته شرم را وپیژنده چې څه ډول پیښیږي او تاسې پکې څه احساس کوئ. لومړی خو زه پوهیږم چې په فزیکي توګه پر سړي څه ډول اغېز کوي؛ خوله وچیږي، وخت ډیر په کراره تیریږي، مخ تودیږي، د زړه درزا له یو بل سره چټکه سیالي پېلوي. په ذهن کې دې ځینې شیبې لکه د زوړ فلم فیته چې ورو ورو تېریږي او له سره کیږي او دا د ګواښ نښه وي.

زه اوس په دې هم پوهیږم چې کله له داسې حالت سره مخ شوئ، ډېر ژر باید بېرته ځان وهڅوئ، هغه کس ته دا تېره شوې کیسه وکړئ چې له تاسره ګډ احساس لري او مستحق یې وي چې ستاسې کیسه واوري، حوصله ورته ولري، تاسې پرې حساب کوئ او پوهیږئ چې کیسې ته درله غوږ ږدي او په ډېرې حوصلې سره ځواب درکوي. موږ ټول تشویق ، خواخوږۍ او اړیکې ته اړتیا لرو او ډير ژر باید همداسې یو څوک پیدا کړو.

موږ شرمیږو او د شرم احساس مو له کار او روزګار وباسي نو غوره ده چې څومره ژر کیدای شي د شرم احساس مړ کړو او که د کومې تیروتنې له امله دغه شرم رامنځ ته شوی وي، د هغې تیروتنې د نه تکرار ژمنه وکړو خو د شرم احساس یې له منځه یوسو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب