جمعه, اپریل 19, 2024
Home+تګین آباد دلته دی

تګین آباد دلته دی

څېړندوی شریف الله دوست

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی

د اوو- اتو کالو خبره ده، یو وخت مي د ژمي په دروبو(وریځ او باران) کښي د لوی استاد علامه عبدالحي حبیبي کتاب “جغرافیايي تاریخي افغانستان” مطالعه کاوه ، د ” تګین آباد کجاد بود؟” عنوان ته راوسېدم په لېوالتیا مي مطالعه کړ. دا مقاله له آره د آریانا مجلې ، پنځم کال شپږمي ګڼي کښي خپره سوې وه.. پر علامه استاد دي خدای ج وبخښي، د “تګین آباد،تکیناباد” د ټاکلي موقعیت په باب غوڅي پایلي ته نه و رسېدلی. نوموړي یې دلیل د کره مأخذونو نستوالی ښوولی دی. بیا مي سږ ژمی د تکیناباد نوم د قدرمن استاد عبدالباري جهاني په (تاریخي څېړني: ۱ ټوک) کتاب، د (اوغان) تر سرلیک لاندي ولوستی هورې هم  د تکیناباد دقیق ځای نه و ښوول سوی.  خو ماته دا سیمه د جغرافیايي موقعیت، تاریخي قرائینو او ځایونو نومونو ته په  کتو شناخته راته ښکاره سوه، څېړنه مي وکړه دا دی ستاسي قدرمنو لوستونکو مخ ته یې ایږدم . کېداسی زما څېړنه په دې برخه کښي وروستۍ نه وي امکان دي ولري چي په دې هکله نوري نوي څېړني هم وسي او که چا تر ما کره مأخذونه او نور مستند معلومات تر لاسه کړه هغه دي ومنل سي.

 داسي څرګنديږي چي داسلامي دورې په لومړيو کښي (تکنابا، تکیناباد،  تګين آباد) دومره مشهور نه و یا هم په کتابونو کښي نه دی ضبط سوی. ځکه په اسلامي فتوحاتو کښي(۲۳—۳۶هجري)  او بیا تر ۱۵۰ هجري آثارو کي تاريخ ليکونکو د دې ځای نوم نه دی يادکړی یا زما په مخه نه دی راغلی. البلاذري چي په تفصيل سره د اسلامي فتوحاتو يادونه په سيستان او د هلمند په  شاوخوا، خاص کندهار، جرم (ګرمسير)، داور(زينداور) او نور غوړېدلو سيمو کښي کوي، د تګين آباد  يادونه  يې  نه ده  کړې.([1])  پردې بنسټ بايد ووايو چي په لومړي هجري پيړۍ کي دفتوحاتو او غزاګانو راويان داځای نه  پيژني،که به و هم ځانګړی شهرت يې نه درلود او یا به ښايي په بل نوم و.

د تګين اباد له کلماتو څخه دا جاج اخيستلای سو چي د اښار به  درېيمه اوڅلورمه هجري پيړۍ کښي شهرت موندلی وي. ځکه څه نومونه چي د هغه په پای کښي د تګين مکاني مختاړی او ورستاړی راغلی،لکه: تکین واڼه، الپتګين، علی تکين، بايتګين،زمينداوري، غزنوي دوره کښي د (دزينداور والي) او داسي نور د ساماني دورې په وروستيو او غزنوي د ورې په لومړيو کښي شهرت او تعميم موندلی دی.  د علامه حبيبي په  وينا چي د څلورمي هجري پيړۍ له  پيله  څخه  که   تګين شتون  درلود په وينا چي ماته معلوم نه دي ،ځکه  زما مدارک او معلومات د هغو کتابونو څخه دي چي په  دې عصر او محيط کښي لاس ته راغلي دي، هغه روايات چي د تکیناباد – تګين اباد شتون په درېيمه هجري پيړۍ کښي په ثبوت رسوي هغه د جوزجاني طبقات ناصري دی چي کاږي:

“…. او صفاريان چي کله د نيمروز څخه د بُست او داور(زينداور) ښار په  لور  راغلل د تکين آباد امير چي د رخج  له ښاره څخه و له پښو وغور ځاوه.”

د منهاج السرا ج له دغه ليکني څخه معلوميږي چي تګين آباد خپل ځانګړي امير او واکمن درلود، يعقوب ليث صفاري”هلمندي” هغه مات کړ او دا ناحيه  يې تر خپل واک لاندي راوستل. که دا روايت يو واحد خبر ونه اوسي کولای سو باور په وکړو.([2]) په تاريخ بيهقي کښي چي د خواجه ابو فضل محمد بن حسين بيهقي، دغزنوي درباد منشي و په (۴۷۰هجري مړ) د خپل اثر په لومړي مخ کي د تکنا باد (تکين اباد) يادونه کوي او ليکي: ” د شوال په درېيمه په دوشنبه يې د تکنابا د مريان ياداښت کړل، د منصور د لښکر احوال چي نن ورځ دلته مېشت دي….” ([3])

بل ځای کاږي: “… د جمعي په ورځ يې په تګيناباد کښي د سلطان مسعود په نوم خطبه ولوستل، سلطاني خطيب،لوی استازي او نور ټول مخور شخصيتونه د جمعې لمانځه ته حاضر سوي وه، ډېر درهمونه او دينارونه يې خيرات کړل… ” ([4])

“….. کله چي موږ له تګينا باد څخه هلته ورسېدو خوښ سو او د غزنين په لور را وګرځيد. “

“… دکلاپه آخرکي د خپل  قوم سره دی او د تګين آباد ولايت او د بُست شنحګي مو دوی ته وسپارل،تر څو بُست ته داسي خليفه وليږي چي ډېر نيک سړي وي، ترڅو خدمت وکړي. “

او همداسي ليکي:

“.. او د بکتګين استازی يې را وغوښت، فرمان او منشور يې د بُست شحنګي او تکناباد ولايت ته ور وليږل.” ([5]) نو لومړنی کتاب چي د تګين  آباد نوم بايد ورڅخه څرګند سوی وای هغه، د حدودالعالم جغرافيه وه، چي يو نامعلوم جوزجاني ليکوال په (۳۷۲هجري) ليکلي ده. دا کتاب د خراسان د ښارونو یادونه په تفصيل سره کوي او په دې برخه کښي د غور، داور،سروان، بُست، درغښ، بغنين، پنجوايې، کُهک او نورو ښارونو يادونه کوي چي ډيری دا ځايونه همدا اوس هم په خپلو زړو او پخوانيو نومونو ياديږي ، خو په دې اثر کښي يې د تګين آباد يادونه نه ده کړې، له دې سنده دا اټکل کولای سو چي په (۳۷۲هجري) د سامانيانو زوال او د غزنويانو عروج و هم تکیناباد= تګين آباد موجود يا هم  مشهور  نه  و. تګين آباد د ښار يادونه او شهرت د سلطان محمود غزنوي له پيله کيږي. کله چي سلطان محمود په کال (۴۲۱هجري) کښي په غزنه کښي له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې، سمدستي يې امير محمد زوی د هغه ځای ونيوی او د محمودي لښکر سره تګين آباد ته راغی، په دې ځای کښي د لښکر مشرانو ، مخکښانو او مخور اشخاصو د امير مسعود په پلوي د مسعود کشر ورور د تګين آباد دکوهتيز(اغلب کوهټيز،کوټيز د سروان اوسنی کوټيزۍ وي – سپېرکي غر وي.) کلا کښي بندي کړ. او هرات ته يې د امير مسعود حضور ته ليک لېږه د لیک له متن څخه څر ګنديږي،چي د کوهټيز کلا د تګين آباد د ښار اړوند وه، دا چي محمد يې په کلا کي بندي کړ، بکتګين استازي د پنځه سوه سورو سره، د کلا د ښارستان په ساتنه ګمارل سوی و او وروسته تر دې چي د غزنه د امير لښکر، د امير مسعود په فرمان په هغه پسي هري(هرات) ته رهي سو، اميرمحمد يې له دې کلا څخه د غور مندېش ته ولېږی، چي دا داستان ابو فضل بيهقي په تفصيل سره راوړی دی.([6])  د استاد عبدالرحمن په قول چي د امير محمد د مطربانو او نريمانو (پهلوانانو) څخه و، هم د کوهيتيز په کلا کښي(اغلب د سروان کلا لویه کلا) وي؛

(کوهتېز کلا، سروان، سنګین ولسوالي-هلمند)

د ده سره يوځای و داسي وايې: (…. له ليري يوه دوړه راښکاره سوه امير وويل: هغه ښايې څه شی وي ويل يې نه پوهيږم،هغه معتمدي ته وويل درځه او وتښته…) د بيهقي ددې روايت څخه داسي ښکاري چي دکوهتيز کلا ډيره لوړه او پر يوه لوړځای واقع وه  اوپه ښار ستان يادېده چي دقیقا  د اوسني شواهدو سره همداسي ده. دتګين آباد شاوخوا وه، ځکه ياده دوړه د بوبکر دبير دسورو وو چي د تګين آباد څخه د هغه مخالفت په وجه چي د مسعوديانو سره يې درلود، دکرمان او ګرمسير په لور رهي سو او د کلا له پاسه يې دوړه لېدل کيدل. د کوهتيز([7])  کوهژ اويا کوهيژ کلا چي د بيهقي تاريخ په خطي نسخه کي د صور په اختلاف ضبط سوی دی، تر غزنويانو مخکي هم شهرت درلود، چي په کال (۲۵۲هجري) کښي صالح بن حجر د دې ناحيې حکمران و، نوموړی په رخد(رخج – کشکنخود)کښي سر کښي و کړه، يعقوب ليث صفاري يې جګړې ته راغی، په داسي حال کښي چي صالح په کوهژ کلا کښي و او هيڅ خبر يې نه درلود، يعقوب ليث کلا محاصره څو ورځي يې سخته جګړه وکړه، کله چي صالح باوري سو چي نور نو کلا نيسي ځان يې تسليم کړ.([8])

د کوهتیژ= کوټېز نوم:

تاريخ سيستان کي کوهِژ  راغلی ، د صالح  بن حجر سره  د يعقوب  ليث  د جګړې تر سر ليک لاندي کاږي: صالح کوهِژ په کلا کښي و او هيڅ خبر يې نه درلود، تر څو يعقوب ورغی او د کلا شاوخوا يې ونيول( تاريخ سيستان،۲۰۷ مخ.) د تاريخ بيهقي د تهران چاپ کښي کوهتيز او د کلکتې چاپ کښي کوهشير راغلی، د غزني او بُست تر منځ  يوه کلا وه. ملک شعراء  بهار  يې اصل کوهيژک بولي او مانا يې کهک ښيې ،  زماپه اند ښايي د سروان(کلا) – هلمند سنګین ولسوالۍ د سپيرکی غر لمنه کوټېز= کوټېزۍ  وي.

(سنګین ولسوالي، د لرغوني سروان زرغونه ناوه)

د تاريخ سيستان ناڅرګند ليکوال چي پورتنی روايت ليکلی دی يوازي يې د کوهِژ يا کوهتيز= کوټېزۍ د کلا نوم راوړی دی. په  دې ځای کښي چي د دې کتاب په پای کښي دال کُرت د پيښو په بشپړونه کښي د تګين آباد څخه  هم  يادونه کوي ،لکه:

” آمدن رسول احمد سلطان ([9]) که از نسل چنګيز خان بود، وجلوس او به بخت ايران، و قوت دادن اسلام و مسلمان شدن او وشريفهاء ګرانمايه فرستادن جهت خداوند ملک معظم نصيرالدين والدين خلد الله ملکه، چون فرمان وپايژه ([10]) وچتر وعلم وطبل وشمشېر وقباء خاص مرصع و نوازش بسيار و منشور دادن جهت امارت سيستان و”نيه” و”فراه” و قلعه کاه و بُست و (تکناباد) و تمامي نواحي رود و عزاز و اکرام فرمودن، درسال شستصدوهشتاد،(۶۸۰هجري) ([11]).

 د همدې تاريخ سيستان په بل ځای کښي کاږي:

“فرستادن شکر منصور بولايت ګرمسير وحوالي بُست و( تکناباد وجماعتي دردان ورنود را برانداختن و بعضي را قتل کردن و آن ولايت را از آن جماعت خالي ګردانيدن.([12]) منهاج السراج جوزجاني هم د امير محمد بن محمود په احوال کښي کاږي: “د امير مسعود په پلوي لښکر يانو نوموړی (امير مسعود) په تکناباد کښي ونيو او بندي يې کړ” طبقات ناصري تګين آباد په درو بڼو ثبت کړی دی(تګين آباد، تکناباد، او تکسينا باد= سنګین آباد) او اضافه کوي: ” کله چی دغو سلاطينو د آل محمود مملکت په تزلزل او لړزه کښي واچاوه او غزنين، بُست، زمين داور او (تګين اباد= سنګین) يې د دوی له لاسه وايست… ” ([13]) بل ځای علامه حبيبي د طبقات ناصري په لمنليک کښي د غزنوي او غوري جګړو سياليو اړوند کاږي: “آب جو ش (ګرم) چي په طبقات ناصري کښي ذکر سوی دی اوس هم د کندهار په شمال لوېديځ کښي يو ځای دی چي شاوخوا د پنځه اويا ميله چي یوسل شل کیلومتره کیږي نن هم سنګین ښار له کندهار ښار څخه په شمال لوېدیځ کښي همدومره  واټن لري. کېدای سي همدا د سروان کلا ګرماب وي، ځکه  تګين آباد هم پر همدي طرف باندي پروت و. منهاج السراج بل ځای د “عليشاء تکشن”،تر سر ليک لاندي کاږي : “غوريانو چي کله فيروز کوه فتح کړ، عليشاء د غزنين پر لور ولاړی،څو وخت هلته و، وروسته تر هغه خوارزمشاه کسان ور ولېږل، او د عليشا سره يې ژمني وکړې، کله چي خپل منځي باور را منځته سو، د غزنين څخه دخوارزم شاه له لښکر سره يو ځاي سو او د تکناباد ګرمسير ته راغی. ” ([14]) د غزنوي او غوري دورې تاريخ ليکونکي لکه: بيهقي،ګرديزي ،فخرمدبرمبارکشاه، جوزجاني او داسي نور…. هم د دې خبري شاهدان دي. دا چي تګين آباد د غور او هرات په منځ کښي د لاري پر سر موقعيت درلود. د غوريانو د عروج او خروج په وخت کښي، د پوره شهرت لرونکی و او کوم جنګ چي د غوريانو او غزنويانو ترمنځ په دې ځای کښي و سو د تګين آباد شهرت يې نور هم زيات کړ. د دې جنګ شرحه تاريخ ليکونکو په تفصيل سره کړې ده، منهاج السراج  په دې اړوند کاږي:

“کله چي سلطان علاؤ الدين د غور پر تخت کښېناست او د فيروز کوه واکمن سو، د غورجستان لښکري يې راټولي کړې، د غزنين په لور يې  د تلو تصميم ونيوی، دا چي سلطان يمين الدولة بهرام شاه طاب ثراه ته يې د عزيمت حال معلوم سو، د غزنين او هندوستان لښکري يې راټولي کړې او د ګرمسير ښار، رخج، تکناباد او زمين داور(زینداور) په لور رارهي سو، کله چي سلطان علاء الدين د خپل لښکر سره زینداور ته را ورسېدی، سلطان بهرام شاه د سلطان علاء الدين مخ ته استازي ور وليږل، چي راوګرځي او خپل د نيکونو ټاټوبي، غور ته ولاړ سي([15]).

کله چي استازي راوګرځېدل، د دواړو غاړو لښکرو، د يوبل وژلو  او جنګ ته چمتووالی و نيوی، هغه ځای چي کوټه بازار”ګوشه باز،ګوشه ناب، ګونه او ګته بازار، باب ګوشه باز،ګوشه باز” (د خطی نسخو په اختلاف) د دواړو غاړو لښکري سره مخ سوې دا چي دسلطان بهرام شاه لښکر دا حال او قتال (وژني) وليدې، ماته يې و خوړه، سلطان علاء الدين دوی ګام پرګام و څارل، تر څو هغه ځای ته  چي (ګرم اب) ورته وايې، تکناباد ته نژدي ورسېدل چي دا ثبوت مو سوکه سوکه خپلي موخي ته رسوي. په بل ځا کښي وايې:  ” کله چي د ګرمسير ښار ټول ونيول سو، د تکناباد ښار چي د ګرمسير له اعاظم څخه یې و معز الدين ته وسپاره”.([16]) تګين اباد هغه ځای دی چي دآل محمود سبکتګين د راغورځولو او د دې ښار د نيولو ، د غور د سلاطينو په لاس کښي کښېوت. سلطان غازي علاء الدين  يوه څلوريزه وويل او خسرو او ملک بن بهرامشاه ته يې واستول:

څلوريزه:

اول پدرت نهاد کين را بنياد
تاخلق جهان جمله به بيداد افتاد
هان تاندهی ز هريک تکناباد
سرتا سرملک آل محمود بباد

 د منهاج السراج ليکنه چي پورته یې یادونه سوه ښه ترا څرګنديږي چی تګين آباد د غوريانو او غزنويانو په وختونو کښي لوړ نوم او شهرت درلودی او د دې هيواد له لويو ښارونو څخه شمېرل کېدی، دې ته ورته فخر مدبرمبارک شاه په (آداب الحرب والشجاعة) کښي هم تائيدوي، ده د تکناباد د يوه اوسېدونکي “خواجه علی کژنابادي”، يوه عجيبه کيسه را اخيستي ده، خواجه علی د علاؤ الدين او د غزنه د سلطان په جګړه کښي و، دی  وايې: ” څه وخت چي په تکناباد کښي د سلطان حليم خسرو شاه (رحمه الله) او ملک علاؤ الدين غوري تر منځ جنګ وسو، د غزنين لښکرماته وخوړه. ” ([17])

د تکناباد اړوند روايات او د تکناباد پر سر د غوري او غزنوي شاهانو ترمنځ جنګ چي پیښي یې د هغه وخت په کتابونو کښي رانقل سوي دي، خو اوس د دې ځای څرګند نه دی معلوم. زما “دوست” په اند په  درېيمه  څلورمه او پنځمه هجري پيړۍ کښي چی کله د تکناباد نو م را څرګند سو، د سروان په نوم دا ټوله  سيمه کله د سروان  په  نوم حتی تر اسلام مخکښي ویدي او اوستايي دورو کښي همداسي له څلورمي پيړۍ تر نهمي او لسمي هجري پيړۍ په ډېره پيمانه د تګين آباد (اغلب = سنګين، د هلمند شمالي ولسوالي) په نوم ياده سوې ده. د دې سيمي زوړ او ډېر لرغونی نوم هغه چي (۵۰۰۰ــ ۶۰۰۰ کاله ) وړاندي ته  يې مخينه رسيږي همدا د سروان(زون وان، سون وان، سوروان) چي د لمر د الهې  ټاټوبی او د پالونکي په معنا ده، يادېدله چي په  صفاري، ساماني، غزنوي او غوري د ورو کښي د تګين آباد نوم په کثرت سره په تاريخونو، جغرافيو او سفرنامو ته لاره موندلې ده. په داسي حال کښي چي دواړه نومونه پر يو وخت معمول وه خو تکناباد (سنګين) چي او س هم  د سروان کلا د ناوې څخه پر يوه لوړه غونډۍ باندی و ګورو د زړو او  استحکامي کلاګانو يادګارونه  وینو تر دې چي اوس هم سنګين او سروان کلا دواړه نومونه د دي سيمي لپاره کاريږي او وجه تسميه يې په اغلب ګمان همدا د سنګين پر لوړه، د خواجه تګين يا خواجه سنګين بابا په نوم زيارت دی:

(د خواجه تګین/خواجه سنګین بابا مقبره، د سنګین بازار شاته)

چي د ګمبدو په نوم کلي کښي دی.  ۳ــ۴ هجري.ق پيړۍ په دې ځای کښي  د تګين (پهلوان) او خواجه صفتونه (ستاينومونه) معمول و،لکه: د همدې سيمي ديوه بل اوسېدونکي(خواجه علی کژنابادي= کوهټیزي)، د زينداور والي (بای تګين) او داسي نوري بيلګي لرو. دې ته ورته د تګين آباد يادونه د عبدالحی بن ضحاک ګرديزي په “زين الخبار” کښي د يعقوب ليث د ژوند لومړۍ ورځي را اخلي او د تکناباد تر يادوني پوري داسي رار سېږي: “يعقوب ليث بن معدل يو ناشناس سړی او له آره دسيستان  يا هلمند د قرنين  د کلي و. کله چي دې ښار ته  راغی  پښګري  يې غوره کړه، کار يې زده کړ او د مياشتی په پنځلس درهمه مزدور و، د ده شهرت د ده ذکاوت او ځوانمردي وه” ([18])  له خلکو سره به يې شريکول او يو ځای خوړل، ډير هوښيار او مېړنی و، ټولو دوستانو يې احترام کاوه، هر کار  چي به يې پيل کړ په خپلو همزولانو کښي به مخکښ او زيارکښ و، وروسته له پښ توب څخه يې عيارۍ او پايلوچۍ ته مخه کړه او له  هغه ځايه  يې غلا و ته  لاس واچاوه، وروسته، د خپل بانډ مشري او له مشر توب څخه ترپاچهۍ پوري ورسېدی او لومړی وار د بُست واکمني او مشري، د نصر بن صالح  له لوري ور ورسېدل بیا د ټول هلمند امير وټاکل سو، کله چي يې هلمند  لاس ته ولوېدی، کرار نه کښېناستی او ويې ويل:

” که زه آرام وکړم خلاص لاس به ونه لرم، وروسته د هلمند بُست ته راغی او بُست يې و نيوی او له هغه ځايه څخه پنجوايې او تکناباد ته راغی او د رتبيل سره يې جګړه وکړه. ” ([19])

اصطخري په خپل کتاب “ممالک اومسالک” کښي کاږي : “هغه لار چي دبُست څخه د غزني پر لور تللې ده  تر  تګين  آباد پوري هغه  ښارونه  په لاندي ډول دي: “لومړی له بُست څخه دفيروز قند، تر رباط پوري او له هغه ځايه د ميغون؟  تر رباط پوري يو منزل لاره او له هغه ځايه د رخج (خاص کندهار) تر ښاره چي هغه  پنجوايې بولي يو منزل دی له دې ځايه تر(تګين اباد) پوري يو منزل دی. وروسته تر خراسانه پوري يو منزل، له دې ځايه د سراب تر رباطه يو منزل دی. ” ([20]) د سيف بن محمد سيفي هروي په اثر تاريخنامه هرات (۶۸۱/ ۷۲۱هجري) کښي راغلي: “شهزاده جغتای ايلچي  يې د ملک په لټه واستاوه ، ملک مخکښي د ايلچي ترسېدو دمخه دسام افغان او شمس منجم دتلو څخه خبرسوی و، امير نصرت اوجمال مالاني يې پرخپل ځای او مقام په تکناباد کښي پرېښو ول.([21])

بل ځای تکناباد د هرات له توابعو څخه ګڼي. لکه:

” ملک شمس الدين کرت چي د لوی کورنۍ څخه دی د هرات په ملک او د هغه شاوخوا لکه جام، باخرز، کوسويه، خره(روضان:جزه)  فوشنج، اذاب، تولک، غور، فيروز کوه، غرجستان، مرغاب، فارياب، مرجق، “روضات، مروچاق بر مرغاب وروسته بيا د… اسفزار، فراه، سجستان،تکناباد،کابل، تيراه، بستستان، افغانستان، د  سند تر څنډو او د هند تر پولو پوري واستاوه. ” ([22]) د يادولو وړ ده چي په تاريخنامه هرات کښي چي د”منکو قا آن” له خوا ملک شمس الدين ته د هرات واکمني وسپارل سوه، په هغو ملکو نو کښي (تکين آباد) او بُست  هم  شامل وه. ” د لسمي هجري پيړۍ جغرافيه ليکونکی د (تکين اباد) ښار چي د پنجوايې څخه د يوه فرسخ په فاصله د  غزنه دلويې لاري پر سر جوړ و، د الرخج له ښارورنو څخه ګڼي امکان دي ولري چي دا بل تکناباد وي او یا یې جغرافیايي سیمه اشتباه کړې وي. نزهة القلوب کښي کاږي:” تکناباد د سیم د اقیلم څخه دی، متوسط ښارګی دی، هوا یې ګرمۍ ته مایله ده او به یې د هغې سیمي د غرنو څخه دي” د ابو څخه یې مطلب هلمند سیند او د هلمند سیند سرچینې استنباطیږي.([23])

 (تکناباد) ديو ټينګي کلا په توګه په غزنوي تاريخ کښي ډېر اهميت درلودی،  د اندرسون په عقيده چي په تکين آباد په کندهارکښي و په اتلسمه زيږدي پيړۍ کښي په نيمه لاره کښي د اوسني ښار او ارغنداب پرغاړو  په ډبر ينو غرونو کښي یې موقعيت درلود او نادر افشار په (۱۱۵۱هجري) کښي تعقيب کړی و ښيې: بارتولد په پورتنينو کرښو کښي د اندر سون په حواله د (تګين اباد) موقعيت همدا د کندهار اوسني زوړ ښار ښودلی دی، خو پورتني تاریخي یاداښتونه هغه چي تر دې مخکښي دي دا دلیل نه مني، په داسي حال کښي چي د کندهار کلا د غوريانو په لومړيو او غزنويانو په وروستيو کښي ځانګړی نوم او ښکلا لرله او د تکناباد څخه بيل و، چي د سيفي هروي په تاريخنامه هرات کښي يې په تفصيل او تکرار سره يادونه سوې ده،  او د فتح داستان په ۶۸۰هجري کښي (دا د بُست پتې خان بړېڅ نه دی) د يو تن آ ل کرت په لاس هم په دې کتاب کښي په تفصيل سره راغلی دی: د کندهار ښار او تکين اباد  هر يو پر خپل ځای په بيلو مواردو کښي راوړي،ځکه نو د اندر سون پر قول باور کمزوری کيږي.([24]) د تاریخ جهانګشای جویني په حاشیو کښي یې لیکلي:”… تکیناباد چي په لنډیز یې تکناباد هم بولي د اوسني افغانستان د لرغوني سیستان – هلمند د ختیځې خوا  بُست د ښارونو څخه و …([25])”

د غوري او غزنوي دورې جغرافيه ليکونکو په اتفاق سره تکیناباد د الرخج اوګرمسير له ښارونو څخه ګڼلی دی پوهيږو چي رخد (رخج) هم د هيرمند، غور او ارغنداب په منځ کښي شتون لري، چي لوېديځ اړخ ته يې هلمند سیند دی. اوس نو که غواړو چي د تګين اباد موقعيت معلوم کړو د همدې يوه مثلث په منځ کښي همدا اوسنی سنګين (تګين) تګين + باد = سنګین والسوالي پرته بل ځای نه سو ګڼلی. په پورتنيو کرښو کي مو د فخر مدبرشاه قول راوړ چي په وينا يې يوه تکنابادي لیکلي دي،  چي د غزني او غور د سلاطينو تر منځ جګړه، د تګين  آباد په ګرماب (آب ګرم) کښي  پېښه سوې وه، په  دې سند سره زموږ باور نور هم  ټينګيږي چي تګين اباد (سنګين) او د سنګين څخه د کجکي خوا ته د لاري پر سر د ډبرۍ او پوزې سیمو  په  شاوخوا کښي نن  هم ګرماو (ګرماب) موجود دی، او د سروان (سنګين) موسی کلا، کجکي ، زينداور،کندهار او لښکرګاه  څخه نر و ښځي د لمبيدو له پاره راځي ترڅوښه صحت ومومي. “زه دوست هم له خپل کلي کوټيزو(فخر مدبر شاه:کوهتیژ) څخه څو ځله په ژمي کښي ورغلی او پکښې لمبېدلی يم ډول يې داسي دی چي يو حوض ورته ځايې خلکو جوړکړی، ځیني ورځي نارینه ځیني یې ښځینه وو ته ټاکلي دي.، د ګرماب اوبوته يو دم څوک نه سي لوېدلای،ځکه په لومړي کښي دسړي وجود سوځي، سوکه – سوکه لومړی پښې  ورځړيږي او پکښې ډوبيږي وروسته په تدريج سره ټول بدن ترغاړي پوري پکښې غوټه کيږي، له پنځلسو دقيقو تر نيم ساعت پوري خلک پکښې پراته وي بيا ځیني راوځي او څنګ ته يې کښېني او چای څښي.”  نو ويلای سو چي سنګين او ګرماب اوس هم  په سروان کلا کښي سته  او دا خپله د تګين اباد د موقعيت لپاره ښه ثبوت او سند دی چي د فخر مبارک شاه د (آداب الحرب والشجاعة) قول يې هم تائيدوي.([26]).

علامه حبیبي کښلي: په (۱۳۲۵هجري لمريز) ژمي کښي چي مي کله د هير مند له شاوخوا چپ اړخ(هلمند شمال) څخه ليدنه کول ومي ليدل چي د هيرمند پرشاګيو(تپو) زمين داور ته مخامخ  د شاوخوا پنځوس کروه په طول د دهراوت تر ناحيې پوري، يو شمېر زړې کلاګاني او ودانۍ تر سترګو کېدلې، چي کولای سو د سروان، تکين آباد،کشک(د سنګین خاکِش؟) او دارتل په  دې  تاريخي سيموکښي ولټو. هغه ځای چي اوس يې (سنګين) بولو، د پخوانۍ بغرا نهر سربند(اوسنی نهر سراج) او د بُست تاريخي ښار هم په همدې اوبو خړوبېدی. شمال لور ته یې د هيرمند سيند پرغاړه د لوړو غونډيو پر سر چي پر شاوخوا سيمو حاکم دی، لرغوني تاريخي پاته شوني، ښارونه او کلاګاني سته چي اوس هم دا سيمه “سروان” بولي.([27]) فخر مدبر مبارکشاه په (آداب الحرب والشجاعة) کښي يوه کيسه کی د سلطنتي خاذه، شريف ابو الفرج چي د سلطان ابراهيم بن مسعود رضاعي ورور و، راغلي چي د امپراتورۍ په لوېديځه برخه کښي یې دا سيمي راځي او د غزنين څخه پيل کيږي تر تکيناباد، بُست، مشنګ، قزدار(قصدار= کاسدار؟)، مکران، تيز، ګرمسير، نرماشير(د هلمند واشير؟) د هند سمندرغاړي، سيوستان، ياسيبۍ، ديبل، سورج، (بروچ)،کمبای، او ټول د هند سمندر غاړو ځمکي په برکښي نېولي.([28]) همدا ډول د تکناباد په اړه چي علامه حبیبي ليکنه کول، دی خپله وايې چی زما سره د دې ليکني په وخت کښي حبيب السير، مطلع السعدين، حوادث تيمور، کتابونه د ماخذ لپاره نه وه موجود. اوس نو دا دی ستا سو سره تکناباد دخواند میر په حبيب السير کښي ګورو:

 حبيب السير د خواند مير (۸۸۰ــ ۹۲۰هجري) شاخوا لیکی ارزښتناک اثر دی. د دې کتاب په دوهم ټوک (۱۳۸۰کال،څلورم چاپ) کښي، د محمد بن سلطان محمود غزنوي تر سرليک لاندي، هغه پېښه راغلي چي تاريخ بيهقي کښي هم راغلې ده. د سلطان محمود ترمړيني وروسته چي محمود نومي زوي يې د سلطنت هوا وکړه ليکي: ” …که څه هم خلکو هڅه وکړه چی د دوو وروڼو  ترمنځ روغه وکړي چي د واک پر سر يې  شخړه راغلې وه، خو نتيجه يې ورنه کړه. “

محمود خپل په دوو اکاګانو کښي،  يوسف بن سبکتګين ته لښکر مشرې ورکړه، په ( ۴۲۱هجري) د روژې په مياشت کښي(تکناباد) ته واستول سو، د روژي مياشت يې هورې تېره کړه، د اختر په ورځ يو ناڅاپه بېله کوم دليله، دامير محمد له سره شاهی تاج ولوېدی، خلکو دا کار پر بد شګو ن ونيوی، د شوال په دېرشمه ، اميرعلي له خپلوانو څخه او يوسف بن امير سبکتګين د يو شمېر نورو سره ، يووالی وکړ، ولس د مخالفت ږغ پورته کړ، او د مسعود په پلوي يې د محمد د ناستي ځای محاصره کړ هغه يې و ایستی او د(تکناباد کلا) ته يې راوستی او بندي يې کړ.([29])  په پورتني متن کښي خواند مير د تکناباد نوم په متن کښي (نکت اباد) ښيې، کېدای سي چي دا د تکين آباد تحريف سوی نوم او یا د کاتب تېروتنه وي، خواند مير هم  په  تېروتلی وي. بل ځای راځي: امير مسعود له هراته بُست ته راغلی محمد “تګين آباد” ته راغی، خو تر اوو مياشتو پاچهۍ وروسته امير يوسف او علی قريب، محمد په تګين اباد کښي ونيوی، ړوند يې کړ او امير مسعود يې د هغه پرځای کښېناوه، وخت (۴۲۱) دکوچني اختر مياشت” ([30]) استاد بېنوا تکیناباد ته په لیندیو کښي د (ارغنداب او هلمند ترمنځ) یاد کړی دی. پوهاند رشاد د مقدسي د احسن التقاسيم په حواله (۳۰۵مخ) کښي لیکلي: د پنجوايې وروسته د بکر واز نوم راغلی دی او مقدسي ليکي: ” وبکرواذ مدينه کبير الجامع فی اسوق يشتر بهم من نهر. “

ژباړه: بکرواذ لوی ښار دی په بازارکي يې جامع ده له سينده اوبيږي.

په بله نسخه کيي بکرواذ، تکراواز ليکلی دی، د علامه رشاد په وينا ښايې چي همدا تګين اباد وي.([31]) حميدالدين عوفي د (۶۳۰هـ ق) کال شاوخوا مړ د “جوامع الحکايات و لوامع الروايات” په (۲۲مخ) کښي د تګينآباد اړوند کاږي.

” خواجه بزرګ محمد د عبدالحميد زوی وويل: “د سلطان محمود په زمانه کښي له تګين آباد څخه کوم استازی دارالخدمت خواته راتلی خسرواباد ته چي ورسېد… ” ([32]) اوس هم د هلمند په ناوې ولسوالۍ کښي يو کلی د خسرو آباد په نوم سته، دخسروآباد په نوم  يوکلی علامه رشاد بابا په ارغنداب کښي هم ښوولی دی.

دتګين  اباد= سنګين منزلونه:

د غزني او تګين آباد ترمنځ  دلسو ورځو لاره ده. د پنجوايې څخه تر تګين آباد پوري يو منزل لار ده. له تګين آباد څخه تر خراسانه([33]) پوري يو منزل لار ده.([34]) په صورة الا قليم کښي کاږي: بکرواذ (دعلامه رشاد په اند تګين آباد) د بُست له ښارونو څخه ګڼل کيږي.

د حمد الله مستوفی په نزهة القلوب کښي راغلي:

” تګين آباد په درېيم اقليم کي شتون لري، طول البلد يې د جزاير خالدات څخه فانه = ۱۳۶،عرض البلد يې د استواله کرښي څخه(ک=لج) دی، منځنی ښار دی، هوا يې تودې ته تمايل لري او به يې له شاوخوا غرونو څخه(هلمند سیند) څخه  راوځي،  ميوه يې ډيره ده .([35])

علامه حبيبي د ځينو اسنادو په حواله کاږي د شاوخوا پنځه کروه په فاصله،  ليري د هلمند سيند پر غاړه يو ځای سته چي اوس يې (ګرماب) بولي او په تاريخي اثارو کښي د (جوش آب ګرم) په نوم يادي سوي دي، کېدای سي د سروان کلا د ګرماب څخه عبارت وي ، دې ځای کښي يو توده چينه ده، هغه چي مخکي هم ورته نغوته (اشاره) وسوه، تر اوسه هم ناروغان د غسل او خولې(تعريق) لپاره (ګرماب) ته ورځي، دې ګرمو اوبو ته نژدي اوس هم ځيني زړې کلاګاني او تاريخي پاته شوني ښکاري. د غونډيو پر سر ځای ځای د ټينګو او مستحکمو کلاګانو بېلګي تر سترګو کيږي چي کنګ یې بولي ښايي د کیداریانو او کوچنیو کوشانیانو واکمن کنګ خاس ته منسوب وي. پر دې بنسټ ويلای سو چي محمودي تګين اباد د سروان په سویل لوېدیځ کښي  و او هغه ډېره نژدې لاره چي تاريخي ميوند(ميمند) او پنجوايې د زمينداور سره مښلوي همدا لاره ده.([36]) چي د نېش د غرونو او غورک کلا سره (دغزنوي دربار د زندان) يوه پېچلې لاره  هم دې ځای ته رارسېدلې وه، همدا ځای دی چي د هيرمند(هلمند) پر بله  غاړه د زينداور زاړه ښارونه او تاريخي پاته شوني هم تر سترګوکيږي. منهاج السراج وايې: ” سلطان بهرام شاه د غزنه د لښکر سره د ګرمسير د ښار، رخج او له تکناباده مخ د زمينداور په خوا واړاوه،  د نوموړي تاریخ لیکونکي  قول زموږ د اټکل سره سرخوري، پر دې بنسټ به  بیا هم بې ځايه  نه  وي چي د تګين آباد موقعيت همدا سنګین وټاکل سي.

تاريخ د سلطان مسعود د او لادونو په منځ کښي د واک پر سر د اختلافاتو  په ترڅ کښي د تکناباد يادونه کوي : “د ۵۰۹ هجري کال په شوال کښي چی ملک ارسلان ؛ په  ځينو سرچينو کښي د ارسلاشاه  په  نوم هم ياد سوی دی او د سلطان مسعود غزنوي د رېيم زوی و، رسمًا د پاچهي تا ج پر سر کړ، دا وخت  بهرامشاه په زمينداور کښي و هڅه يې وکړه چي د تاج او تخت د لاسته راوړلو لپاره به په هغه ځای کښي مقاومت وکړي، د دې هر څه سره سره هغه جګړه چی په تګين آباد کښي ومښته ځواکونو يې ماته وخوړه او تيت پرک سول، ملک ارسلان چي د بهرامشاه د لومړني ګواښ مخه يې ونيول، وکولای سو چي د خپل واک او ځواک د ټينګښت په موخه، د غزني د قلمرو مختلفو برخو ته خپل ځواکونه واستوي. ([37]) څه وخت چي بهرامشاه يو ناکامه هڅه وکړه ترڅو د سنجر له اطاعت څخه سر کښي وکړي، هغه په (۵۳۰هجري ) کښي د غزنوي سلطان له لوري په يوه سياسي ماموریت ولاړ، بهرامشاه دی، د سنجر نظامي چوڼۍ (لښکرګاه) یعني تکيناباد ته واستاوه، تر څو د سلطان ټيټ سري او اطاعت سنجر ته څرګند کړي.([38])  د تکناباد د نامه یادونه جويني په (اوومه هجري پيړۍ) کښي کړې ده او هغه نقشه چي د يوه اروپايې جهانګرد لخواپه ۱۸مه ميلادي پيړۍ کښي یې له دې منطقې څخه کښلې ده يو ځای د تکناباد په نوم سيمه ضبط ده.([39])

باسورت ليکي: “عجيبه ده چي د تګين (پهلوان، مريی،شهزاده،سرباز)، د دري آباد چي د دوه نامتجانس جزونو څخه جوړه سوې ده،څرګنده نه ده ، د غوڅ  ځای ټاکلو لپاره يې، زماسره دليل نسته، چي د تګين نوم  چي هر ځای د آباد  سره ګډ سوی دی څوک و؟ د باسورت دې پوښتني ته مو  مخکښي ځواب ويلي و چي اوس هم  په سنګين بازار کښي د خواجه تګين (سنګين) په نوم يو مشهور زيارت د ګمبدو په کلي کښي سته. مارکوت په خپل اثر کښي ([40])د دې نظرې پربنسټ چي تګين آباد د زابل د هپتا قلمرو په سويل کښي د بت لمانځونکو، لومړنيو ترکانو پاته ټاټوبی و، وايې:  “چي دا نوم د تګين آباد د نوم تحريف سوی لنډيز دی چي د(ای تګين شاه) له نامه څخه اخيستل سوی دی، خو ماکورت نه وایې چي دا اغېزمن کس څو ک و، خو له دې دا استنباط کيږي چي تګين به يو علمي – روحاني شخص یا  محلي واکمن و یا هم پهلوان و چي دا ځای د ده په نوم او يا د ده د استوګنځای په نوم نومول سوی دی. په رښتيني توګه دا څرګنده نه ده، چی د تګين آریاني په وروسته کې ترکي لقب چي بېله شکه په اورخوت ترکانو کښي پېژندوی او خوندي و، تر اسلام وړاندي د افغانستان په ختيځ(سويل لوېديځ) کښي رواج درلود که نه خو (ښاغلي ګيرشمن) د ځينو سکو په استناد وايې: دا لقب په هغه وخت کښي په دې ناحيه کښي پېژندوی نه و، د چينايي سفرنامه ليکونکو په استناد، هغه نمونه چي مارکورت او د هغه سن پيژندونکي همکار يې تر ډيره په هغه ډاډمن وو، په څرګند ډول مبهم اونا موثق دي.([41]) مينورسکي په خپله هغه شرحه کښي چي پر(حدودالعالم ۳۴۵مخ) يې کښلې ده، داسي څرګنده کړې چي تکيناباد اټکل کيږي په خاص کندهار کښي واقع و، لکه څنګه چي مخکي وويل سوه د مينو رسکي دا نظر د باور او منلو وړ ځکه نه دی چي په خپله  کندهار، کښی څو جغرافيه ليکونکي په درېيمه اوڅلورمه هجري پيړۍ کښي له هغه څخه يادونه کړې او موقعیت یې اغلب سروان او اوسني سنګین بلل کیږي. د تکيناباد نوم د درېيمي هجري پيړۍ په نيمايې کښي مشهورو، چي ددې ښارد فاتح په نوم، د ساماني ترکانو دسپهسا لارانو د غلامانو له منځ څخه چي لومړی په بُست او وروسته له هغه په غزنه کښي ځای پرځای سوي، نومول سوی؟ د بُست له ډلې څخه (قراتګين) او د غزنه له ډلې څخه هم الپتګين، بلګاتګين، او سبکتګين پيژندوی دي چی د ټولو د نامه دوهمه برخه په تګين  پای مومي او که چيري بيا تکناباد په کندهار کښي نه و ، ايا د کندهار  د نامه موقتي پټېدنه، په ځينو سرچينو کښي،کيدای سي، دليل داوي چي د تکناباد شهرت تر خپلو وړانګو لاندي راوستی وي.([42]) مقدسي په (۳۰۴مخ ، دري ژباړه ، ۱ټوک ، ۴۴۳مخ) کښي د العسکر په نوم  ديوې نظامي چوڼۍ يادونه کوي چي د بُست په نيم فرسنګي کښي، دغزنه په لور واقع و، دا ښارګوټی د محلي پاچا پلازمينه بلل کېده. دا محل چي د هيرمند سيند پرغاړه و، هماغه دی چی موږ نن هغه د عسکري بازار(لښکري بازار) په نوم پېژنو لومړنيو غزنوي سلاطينو د ودانيو او اباديو  يوه بله لويه ټولګه په دې ځای کښي رغولې وه.([43]) وروسته تر طبقات ناصري يواځينی کتاب چي له مخي يې کولای سو، د تکناباد نسبتاً دقیق موقعيت پيداکړو، هغه د سيفي هروي (تاريخ نامه هرات) دی چي په وارــ وار د دې ښار يادونه کوي، نوموړی، افغانستان،(اوغانستان) د خپل وخت په محدوده اصطلاح د ارغنداب او هيرمند د څنډو د منځنۍ ناحيې پوري ګڼي چي په دې حساب په هماغه وخت کښي تکناباد د افغانستان په دننه کښي نه و ؛ د ارغنداب په لوېديځه خوا کښي يې موقعیت درلود([44]) چي بيا هم په ټینګ باور د ګرشک،زمينداو، پنجوايې – ارغنداب، ميوند په منځ کښي همدا نقطه چی اوس د سنګين په نامه ياديږي کولای سو تګين آباد وګڼو. تکرار وایم که چا په دې برخه کښي تر ما دقیق مآخذونه پیدا کړل، هغه دي معتبر وګڼل سي. سيفي هروی د خپل کتاب په بل ځای کښي کاږي: په کال (۶۵۳هجري) ملک شمس الدين کرت د (تيري کلا) چي په هغه کښي افغانيان (پښتانه) د المار تر حکمرانۍ لاندي وو، وروسته ټينګه جګړه ومښتل او تر هغه وروسته بريالی تکناباد ته راستون سو. ملک عزالدين تولک او مبارزالدين محمد نهي يې د درې زره تنو سره په تکناباد کښي پرېښوول او له هغه ځايه تر شلو ورځو وروسته یې د خيسار محروسه کلا ته مخه کړه.([45]) دا چي تګين آباد اوس له منځه تللی  او نه  ده معلومه چی د ویجاړۍ دليل به يې څه وي په دې اړه کره معلومات نه سته. له تاريخ سيستان څخه څرګنديږي چي په (۶۸۳هجري) کال تګين اباد او د هلمند سيند شاوخوا سيمي سيستان د پاچا نصرالدين والدين په واک کښي وې، خو د سيفي هروي له (تاريخنامه هرات) څخه ښکاري چي تر هغه وروسته هم تګين آباد شهرت لاره او د (۷۱۳هجري) کال په شاوخوا کښي د هرات آل کرت لښکر له شهزاده داود خواجه سره تکناباد ته تللی و. وروسته تر دې د حبيب السير کتاب هم زاړه موارد را اخلي ،ځکه نو بل داسي مدرک په لاس کښي نسته چي د دې ښار  يادونه وکړي پر دې بنسټ  نو ويلای سو چي د (۹۰۰هجري) کلونو په شاوخوا کښي دي نور دغه ښار خپل نوم له لاسه ورکړی وي. د يادولو وړه چي ده په غزنوي دوره کښي په ځانګړي توګه د سلطان محمود په وخت کښي تګين آباد نه يوازي دا چي د تاريخ او جغرافيه ليکونکو د پام وړ ګرځېدلی و، بلکي د شاعرانو شعرونو ته يې هم لاره پيداکړې وه، لکه مسعود سعد سلمان چي وايې:

چون ابو نصرت باديد چرخ فصل خزان
بهار گشت زملک تو در تګين آباد
چهار شنبه روزي که از چهارم چرخ
سعود ريخت همی مهر برتګين آباد

                                                                                                                                 ([46])

 په “جغرافيه تاريخي سرزمين ها ی خلافت شرقي” کښي د سيستان تر سرليک لاندي کاږي: ” پنجوايې يو ډېر ټينګ ښار و ښکلی مسجد يې درلود، خلکو يې له سيند (ارغنداب) څخه ګټه اخيسته، د دې ځای په يوه منزل کښي د سيبۍ ښار، بکرواز، (بکراباذ)، (ابن حوقل او اصطخري د تګين اباد په بڼه ليکلی دی) (بکرا باذ کېداسي د کاتب تېروتنه وي” شتون درلود، لوی ښار و  په بازار کښي يې يوه ښکلی مسجد جامع درلوده د هغه سيند(هلمند) پر غاړه و چي د کندهار په سيند(ارغنداب) ګډيږي.([47]) په مجمع الأنساب کښي د سلطان مسعود او محمد په د واک پر سر ترینګلتیا کښي راځي:” … (محمد) ته وویاست چي ته ما د مصلحت له مخي څه وخت ساتلی یې د مګړی مصلحت دا دی چي ته دوې درې ورځي کښېنې تر څو سړی درولېږو او ووینو چي سطان مسعود څه فرمايي.  محمد د دې خبري په اورېدو په خښمېدو سو او لاس یې تر نغاړۍ(نهالیچه) لاندي کړ توره یې راپورته کړه، څه اوبه یې پر مخ واچولې، غلامان ور وغورځېدل د ده لاس یې ونیوی او توره یې د لاسه ځیني وکښه .([48]) محمد پورته سو ا وویې ویل چي تاسو ناځواني وکړه خدای تعالی دي زما بدل ستاسو بې وفایانو او غدارانو څخه واخلي. وروسته د باندي را ووتل او هغه(محمد) یې پر زین کښېناوه، یوه ډله سپاهیان یې په مخ کښي کړل تر څو د تکناباد تر کلا پوري یې بوتی او نظربند یې کړ. مطربان، ندیمان او مجلسیان یې ور ولېږل دوی ټول په کلا کښي پاته سول. حاجب علي چي شهزاده نظربند کړ، سلطان مسعود ته یې لیک ولیکی او ورته ویې ویل چي شاهزوی مي کښېنوی نور ستاسو امر ته په تمه یم. سلطان مسعود چي د عراق(مخکني فارس اوسني جعلي ایران) شاوخوا کښي مصروف و او د عراق هر ښار یې وړ کس ته وسپاری او هري خوا ته یې ځواکونه او لښکري واستولې، د خراسان چاري یې ټینګي سوې… حاجب علي ورته وویل چي باید ورور محمد په بُست کښي وګماري او هغه خوشحاله کړې هر څوک چي یې خوښ وي ور یې کړه اولادونه، ندیمان او ځانګړي شیان دي د هغه سره وي د عیش او خوښۍ اسباب دي ورته چمتو سي ، بُست او تکناباد مي هغه ته ورکړله شتمني یې د هغه ده سترګي یې روښانه دا چي زموږ خبره یې ومنل نو یو څو وخت دي نور هم کښېني چي په خلعت او تشریف یې را وباسم.([49]) په دې سند کښي هم تکناباد د اوسنی سنګین معلومیږي او د محمد، نظر بندي هم  د سروان په لویه کلا چي تاریخ بیهقي یې هم یادونه کړې ده(پورته یې عکس راوړل سوی دی.) او وايي هغه یې د کوهتیز په کلا کښي نظر بند کړی دی. جالبه دا چي دا ځای اوس هم د “کوټیز،کوهتیز” په نامه یادیږي او د دې ځای اوسېدونکي کوټېزۍ – الکوزۍ دي. په دې وخت کښي هم دا سیمه د تکین او تګین آباد په نومونه یادېده.

په پایله کښي؛ داچي پخوانی تګين +آباد زما د څېړنې او شنني له مخي همدا اوسنی سنګين دی. په دې برخه کښي زما سره پنځه دليلونه سته: لومړی؛ داچي، دا دوه نومونه(سنګين او تګين) د تاریخي ژبپوهني او ټوپونیمۍ/Toponymy له مخي ریښوي پیوند لري. د /ت،t/ کانسوننټ فونیم یې په /س،s/ کانسوننټ فوینم اوښتی دی. ځکه دا امکان په جغرافیايي نومونو/Geographical renaming او د فونیمونو د تغییر/Phonological Cghange قاعده د سیمې او نړۍ په نورو ځایونو کښي هم لرو. لکه: ترکانو د فارس د ممسني سیمي د (سراو/sarao) سیند نوم په (تلخه/talxa) اړولی دی. مغلو د فارس د بوکان سیمي د (سیمینه/simian) سیند نوم په (تاتائو) اړولی دی.(اهمیت روسیمینه:۱۳۹۱ش) ویل کیږي چي د ایټالیا د (سریو/seio) سیند پخوانی نوم (تورینه/torena) و. په دریو سرو نومونو کښي /ت t/ او /سs/ یو په بل اوښتي دي. د (تایلند/thailand) پخوانی نوم (سیم/siam) و. د ترکې د (انقرې/Ankara) پخوانی نوم (انګوره/angora) و. د هند د اوسني (ورانسي/Varanasi) سیمي پخوانی نوم (بنارس/banaras) او د (آیودهیا/Ayodhya) زړو نوم (ساکیت/saket) ساکي بودا ته منسوب، و. وګورئ:(Countries old names and new names) او سنی شنډنډ پخوانی سبزوار وه طوس= مشهد و، سپین بولدک= قلعه جديد و، قسطنطيه = اسلامبول او استامبول سو.  د ملتان نوم = سوبيرو، د اوسني کشمير پخوانی نوم تت سر بهو و، رس= اوسنی تهران دی، هَجَر = بحرين دی، ايليا = بيت المقدس دی، کاشغر يې= په چينايې ژبه شولی باله. د بلخ پخوانی نوم  بخد =بخت= پښت و، کله کله دمفتحو ملکونو نومونه دخپلي ژبې له فونيټيکي غوښتنې سره سم اوړي لکه : ګيلان = جيلان سو، پوشنګ = عربی فوشنج کړ، کوهستان = قهستان سو،کله بيا نومونه دوخت په تېرېدو بېله کومه دليله اوړي. ([50])

نو دا امکان سته چي پخوانی تګين دي خلکو په خولو کښي سنګين سوی وي، چي داسي اوښتي بېلګي موږ نوري هم په هلمند کښي لرو، لکه: د همدې سنګین اوسنی اغلغ سیمه پخوانی الغ دی، لرغونی سروان زون وان او سون وان و. د هلمند پخوانۍ مارګه چي په مارجه اوښتي،دنادعلی لوطک = لوتک اوس خلک په غلطه توګه لوچک تلفظ کوي ، پخوانۍ زون= سون+داور او لوستي خلک زمينداور وايې. دا چي پخوانی تګين +اباد به اوسنی سنګين وي ددې لپاره دویم دليل؛ په جغرافيو او سفرنامو کښي تګين آباد  موقعیت د ګرمسير ،ګرشک، پنجوايې ، زمينداور، غور، په منځنۍ نقطه کښي ښوول سوی دی، په ټینګ باور ویلا سو چي په دې منځ کښي لرغونی سروان او سنګين موقعیت لري،هغه چی طبقات ناصري مو د اب جوش ګرم (ګرماب) په يادولو سره نور هم پر همدې ځای باور زياتوي،ځکه اب جوش ګرم ګرماب اوس هم د تګين(سنګين) د سروان کلا  د زرغونې ناوې په ختيځه برخه کښي بهیږي.

(هلمند، سګنین، سروان – ګرماب. د جنګ په سبب یې ودانۍ نړېدلې او ګډوډ سوی)

درېيم؛ دليل  دادی چي پخوانی تګين اباد به اوسنی سنګين وي چي همدا اوس هم دسنګين اولسوالی په بازار کښي د ګمبدو په کلي کښي يو زیارت (قبر) سته چي ځايې خلک يې خواجه تګين بابا يا يوازي تګين بابا او سنګین بابا هم بولي. څلورم؛ دلیل؛ دا چي فخر مدبرمبارک شاه یې هم په (آداب الحرب والشجاعة)  کتاب کښي هم تائيدوي او ده د تکناباد د يوه اوسېدونکي “خواجه علی کژنابادي”، يوه عجيبه کيسه یې هم را اخيستي ده چي خواجه علی د علاؤ الدين او د غزنه د سلطان په جګړه کښي و، دی وايې: ” څه وخت چي په تکناباد کښي د سلطان حليم خسرو شاه (رحمه الله) او ملک علاؤ الدين غوري تر منځ جنګ وسو، د غزنين لښکرماته وخوړه. آب جوش ګرم یا ګرماب ښيي. پنځم ؛ دلیل دا چي په تکیناباد کښي د کوهتیژ، کوهتیز کلا یادونه سوې ده په زړه پوري دا ده چي اوس هم د سروان کلا په منځنۍ برخه کښي د کوټېز په نوم سیمه او په دې ځای کښي د لويي کلا په نامه زړه کلا  سته. دا ځای د “کوټیز=kotez” او د دې ځای اوسېدونکي “کوټېزۍ، کوهټېزۍ” نومویږي زما “دوست” زېږېدنه هم په همدې سیمه کښي سوې ده. د ټوپونیمۍ له مخي اغلب د کوهتیز کلمه که د “کوه+تیژ-ز” څخه جوړه وي هم  د  همدې سیمي په جنوبي اړخ کښي د سپېرکي په نوم یو لوی غر سته . او که “کوټ= کلا +زۍ= اوسېدونکي وي هم همدا لویه کلا په همدې کوهټېز کښي تر اوسه د خپل تاریخي  برم سره  ولاړه  ده. دا ټول سندونه که ومنو دې حقيقت ته نژدې کیږو چي، تګين بابا به هغه شهزاده، پهلوان یا پوه او روحاني شخص وي چي د دې ځای د ودانيدو خښته يې ايښې ده او یا دې سیمه کښي پېژندوی روحاني شخص و، بيا په کرارـ کرار دا ځای د همده په نوم ونومېدی او تګين اباد، سنګین آباد او اوس (سنګین) سوی دی.

تکین څه معنا لري؟

که  څه هم په  پورتنیو کرښو کښي ورته نغوته وسوه چي تَکین = تِګین په ترکي ژبه کښي صفت دی، له آره د آریاني، اندو-آریاني ژبو څخه ترکي ژبې ته تللې کلمه ده، د شهزاده لقب بلل سوی دی. غلام او غښتلي ته هم وايي.

  دا د ترکي ژبي په زړو متونو کښي د “تګین” په بڼه راغلی دی.” هغه وخت کښي به د لوی خاقان مشروع زوی ته تګین ویل کېده. دا معنا د “اورخون” په ډبرلیک کښي هم راغلې ده چي یو له هغو “آنِ کول تګین” تحت اللفظي معنا(له اِلتِرش خاقان، ولي عهد، ځوان ورور) ښوول سوی دی. د “دورفروکلاوسن” په فکر د “تګین” کلمه ترکي نه ده بلکي له ډيري پخوا زمانې څخه یې دې یعني ترکي ژبي ته لاره پیداکړې ده. د دورفر د لیکني له مخي امکان لري چي یاده کلمه د “یوان” قوم د ناپېژاندي ژبي  چي وروسته له هونیانو او مخکي د ترکانو تر واکمنۍ استوګن و راغلې وي.([51]) د ترکانو د پاچاهیو په لومړیو کښي  شاهزاده ګانو معمولاً لوړ  سیاسي او نظامي مقامونه درلودل. خو د سلطنتي اعتبار د لوړېدلو سره د تګین لقب له منځه څخه ولاړ تر دې چي د افرادو تر لقب پوري راورسېدی. د ختیځ ترکانو لکه:  ویغوریان، د فرغانې محلي واکمنان  همداسي؛ سوارتګین او نورو قراخانیان / ایلیک خانیان  او نورو په منځ کښي د تګین لقب د شهزاده په معنا پاته سوی  چي له دې مخي کولای سو د ایلک خاني حکمرانانو په منځ کښي دا لقب پیدا کړو، لکه: علي تګین، ارسلان تګین او طغان تګین  او سبکتګین، ساوتګین.([52]) ناظم الاطباء کښي زړه ور، بهادر او غښتلی هم معنا سوی دی.

د تګین  کلمه د ځینو شاعرانو په شعرنو کښي:

دقیقي بلخي وايي:

دگر باره گفت ای بزرگان چین

تگین آن و شاهان و گردان چین

* *

بکشت از تگین ان لشکر بسی

پذیزه نیامدمراو را کسی

**

و زآنجا دلاور به هامون شتافت

بگشت ازتگین ان کسی رانیافت([53])

**

مگرداشت نام تو نقش نگین

که بگرفت ملک جهان را تگین([54])

دا چي  تکین=تګین په ترکي ژبه کښي ښکلي، پهلوان او  زړه ور ته وايي په “لغت الترک دیوان” کښي د ښه  صورت څښتن ته ، شلنډ ، غونډمنډ ته ویل سوي دي. له آره یې معنا غلام ښوولې ده چي د شاهزامنو او “شهزادګانو” لپاره لقب دی. ویل سوي دي چي “کُمُشتکین” د نیک او ښه  غلام  په معنا دی. “الب تکین” د ګړندي او چټک مريي او غلام معنا ورکوي. وروسته  د غلام او واکمن لپاره  دا نوم او لقب د افراسیاب زامنانو ته یوړل سو، ځکه دوی خپلو پلرونو ته  ډېر درناوی درلود. کله  چي  به  یې ځانونه  مخاطب کول او یا به یې پلرونو ته لیکونه لېږل ځانونه به یې په  بنده، غلام “تکین” باندي مخاطب کړل چي بنده، غلام، مریی او”تکین” دا یا ها وکړل” .  دا کار یې د پلرونو پر وړاندي د تواضع او عاجزۍ او پلرونو ته د لويي او درناوي په پار کاوه.([55])

د تکین = تګین نوم په اوستا کښي:

د تکین کلمه د “دورفروکلاوسن” په وینا چي ترکي نه ده نو داسي معلومیږي چي دا کلمه آریاني او اندو-آریاني ریښه لري. ځکه موږ همدا د تګین کلمه په لږ شکلي تغیر خو نسبتاً همدا معنا د اوستا په ۱/۲یشت ، ۵، ۷۲ بندونو او د یشت په ۸۲ بند کښي د تمګهوڼت/,TNawhMamvt/tǝmaŋhuaṇt” په بڼه د زوی په معنا راغلط ده. البته اوستا کښي د مفهوم په لږ توپیر یعني د نا اهله او بې لاري زوی چي اوستا ورته  دوږخي زوی ویلی په مفهوم  راخیستی دی.([56])

تکین په سنسکریت کښي:

په سنسکریت متونو کښي د “تکین” لپاره د ” تمکین/tamkin” کلمه د زوی لپاره کار سوې او د زوی معنا ورکوي. خو په سنسکریت کښي بل ځای د غلام لپاره د ” četaka/चेटक/چیتکه” کلمه کار سوی ده. له پورتنیو سندونو څخه معلومیږي چي تکین – تګین ترکي کلمه نه بلکي اندو- آریايي او آریاني ریښه لري امکان دي ولري چي له دې خوا ترکي ژبي ته تللې وي.

د سنګين نومونه:

لکه مخکي چي ورته اشاره وسوه،کله چي موږ د سنګين په هکله د اسلامي دورې په تاريخونو، جغرافيو او ديوانونو کښي ګرځو هورې يې د سنګين په نوم نه سو موندلی، بلکه په قوي احتمال، يې د تاريخونو اوجغرافيو له پاڼو څخه د موقعيت په  تعين سره د تګين آباد په نوم پيژنو.

د اوسني سنګين او پخواني تګين (آباد) لپاره  زموږ په لاس کښي سته تاريخي شواهدو ته په کتو،کله چي د پخواني تګين آباد يا اوسني سنګين په هکله ږغيږو نو وايو چي دا سيمه  د اسلامي دورې  په تاريخو جغرافيو او د شاعرانو په  ديوانو کښي د پام وړځای لري. دا ځای د هلمند له ډيرو مشهورو ښارونو څخه ګڼل کيږي، چي د اسلامي دورې جغرافيه ليکونکو دا يو  محکم او مستحکم  ښار بللی دی. ويل کيږي چي سنګين دا مير عبدالرحمن خان په وخت کښي د (امارت) په نوم هم يادېدی،تر هغه وروسته سنګین ته (تعمير) ويل کېدی، موسی کلا ته يې (مرکز)  ویل. خو اوس  د هيواد په اداري تشکيلاتو کښي د (سنګين) په ولسوالي ياديږي.

تګين = سنګين  دولايت په  توګه:

د تاريخي اسنادو له مخي څرګنديږي چي سنګين = تګين په څلورمه هجري پيړۍ يا غزنوي دورې کښي هم د ولايت په څېر شتون درلود، ابوفضل بيهقي کاږي: ((….. او دتکناباد ولايت او بُست شحنګي مو دوی ته وسپارل، تر څو بُست  ته  داسي خليفه وليږي چي نيک سړی وي او څو خدمت وکړي.([57]) همداسي د غوريانو په وخت، سلطان شهاب الدين غوري د تګين آباد والي و،کله چی (۵۵۸ــ ۵۹۹هجري) لومړيو کلونوکښي شهاب الدين له خپل ورورڅخه خوابدی سو، سيستان ته ولاړ، اوهلته يې ژمی د ملک شمس الدين سيستانی سره تير کړ، غياث الدين يو څوک ور وليږی، خوشحاله يې کړ او د تکناباد ولايت يې ورکړ. سلطان شهاب الدين به هرکال له تګين آباد څخه د غزني له غزانو سره جنګونه کول، تر څو سلطان غياث الدين غزانوته ماته ورکړه غزنی يې ځیني ونيو او شهاب الدين ته يې ورکړ . د تاريخ فرشته په  ۵۶مخ کښي يې هم دا کيسه راوړې ده: ” سلطان غياث الدين چي پاچا سو، شهاب الدين ته يې تګين آباد ورکړ، ده به هرکال پر غزني بريدونه کول، دا وخت غزنی د آل سبکتګين په لاس کښي و.  له پورته تاريخي څرګندونو څخه معلوميږي چي اوسنی سنګين د غزنوي او غوري دورو  ولايت و.([58])

اخځلیک او لمنلیک

  • [1]ــ پوهاند علامه عبدالحی حبيبي، جغرافيايې تاريخي افغانستان،انتشارات ميوند، ۱۳۸۶کال چاپ . ۲۸۶مخ.
  • [1]ــ پو هاند علامه عبدالحی حبيبي،جغرافيه تاريخي افغانستان، انشتارات ميوند، ۱۳۸۶کال، ۲۸۷مخ.
  • [1]ــ ابوفضل بيهقي،تاريخ بيهقي، د دکتور فياض په سمون ۱۳۶۴کال چاپ. ۱مخ.
  • [1]ــ بيهقي تاريخ، مخکنی اثر.۴مخ.
  • [1]ـ بيهقي تاريخ ۵۵،۵۷، ۶۰مخونه.
  • [1].پوهاند علامه حبيبي، دافغانستان تاريخي جغرافيه، ۲۸۸مخ.
  • [1]ــ تاريخ سيستان لمنليک ۲۰۸مخ .
  • [1]ـ تاريخ سيستان ، دملک شعراء بهار په سمون، ۳۶۶چاپ، ۲۰۷مخ.
  • [1]ــ مراد ځیني شهراده نکو در د هلا کو خان  زوی  دی چي  وروسته  تر آبا قاخان  پادشاه سو، دا چي اسلام  يې  منلی و  په سلطان  احمد و نومول  سو ملک شعراء بهار،تاريخ سيستان لمنليک ۴۰۵مخ.
  • [1]ـ پايژه د لاسليک او شاهي منشور په معنا دی (ملک شعراءبهار) ۱۱۳۵تاريخ سيستان ، ۴۰۶مخ.
  • [1]ــ تاريخ سيستان ۴۰۶مخ.
  • [1]ــ تاريخ سيستان،۴۰۸مخ.
  • [1]ــ قاضي منهاج  السراج، طبقات ناصري، حبيبي چاپ،  ۱۳۴۲ش.
  • [1]ــ طبقات ناصري، ۱ ټوک ۳۰۶مخ.
  • [1]ــ طبقات ناصري ۱ ټوک.
  • [1]ــ طبقات ناصري ۱ ټوک همدا ځای.
  • [1]ــ پو هاند حبیبي، اقتباسات دکتاب آداب الحرا والشجاعه په حواله، ۵۶مخ.
  • [1]ــ عبدالحی بن ضحاک ګرديزي، زين الخبار د دکتر رحيم په اهتمام ۱۳۸۴کال چاپ، ۲۰۵مخ.
  • [1]ـ زين الاخبار ،۲۰۶مخ.
  • [1]ـ ابو اسحق ابراهيم اصطخري ممالک و مسالک، دعبدالله تستري ‌فارسی ژباړه:۱۳۷۳کال چاپ، ۲۶۳ــ ۲۶۴مخونه.
  • [1]ــ سيفي هروي، تاريخنامه هرات، د محمد آصف فکرت په زيار، ۱۳۸۱ ش چاپ ۴۰مخ.
  • [1]ـ تاريخنامه هرات، ۴۱مخ.
  • [1] . حمدالله مستوفي. نزهة القلوب(۷۳۰هـ)، د ګای لسترنج چاپ، ۳ ټوک، ۱۴۳مخ
  • [1]ــ پو هاند علامه عبدالحی حبیبي، جغرافيه تاريخي افغانستان، انتشارات ميوند، ۱۳۸۶چاپ ۲۹۰مخ.
  • [1] . حاشیه تاریخ جهانکشای جویني، د قزویني چاپ، ۳ ټوک ، ۱۹۴ مخ.
  • [1]ـ پو هاند حبيبي،مخکنی اثر، ۲۹۱مخ.
  • [1]ــ پوهاند حبيبي،مخکنی اثر، ۲۹۲مخ.
  • [1]ـ کليفورد ادموند باسورث، تاريخ غزنويان، دحسن انوشه ژباړه: ۲۰ټوک ۱۳۷۸. ۲۹۰مخ.
  • [1]ــ خواند مير ،حبيب السير ۱۳۸۰کال څلورم چاپ ۳۹۰مخ.
  • [1]ــ پوهاند علامه عبدالحی حبيبي ، دافغانستان لنډ تاريخ، ژباړن: بينوا، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۸، ۱۶۲مخ.
  • [1]ـ پو هاند علامه عبدالشکور رشاد، دکندهار، ياداښتونه ، علامه رشاد علامه رشاد خپرندويه ټولنه ۱۳۸۶، ۵۹مخ.
  • [1]ــ پو هاند علامه رشاد ، دکندهار داښتونه، ۶۳مخ.
  • [1] . له خراسانه ، د هلمند ولايت واشير(واښ هير؟ کښي اوس هم يو کلی دخراسان په نوم سته.
  • [1]ــ کانديد محمد اعظم سيستاني، سيستان، سرزمين های ، ماسه ها وحماسه ها، علومو اکا ډمي ۱ټوک، ۱۳۶۶، ۱۹۹ ،مخونه، ۱۵۸علامه رشاد دمخکيني اثر ۶۳مخ.
  • [1]ــ حمدالله مستوفي،نزهة القلوب، د دکتور دبیر سیاقي په سریزه، ۱۳۸۱ش،، ۲۰۶مخ.
  • [1]ــ مخکينی اثر.
  • [1]ــ کيلفورد ادموند، تاريخ غزنويان، د حسن انور شاه ژباړه، انشارات امير کبير، ۱۳۷۸کال ، ۳۹۳مخ.
  • [1]ــ اد موند باسورث، مخکنی اثر۴۱۰ مخ.
  • [1]ــ دانقشه؛ راک فيشر په ((Zur Lagevon Kandhar and Land Verbin Dungen Lran And Indien Bonner Jahrbucher Des Rheini Schen Landmuseus in Bonn CLXVLL (1967) 191_2 کښي دوهم ځل چاپ سوی ده.
  • [1]ــ Dos Reich Zabul And Dergottaun Vom 60-90 Jahrhundert(Fest Schrif Eduard Sachau G. Weil Cberlin 1915) 2960
  • [1]ـ باسورت، تاريخ غزنويان، مخکنی اثر، ۴۰۲مخ.
  • [1]باسورت ، مخکنی اثر، ۴۰۳مخ.
  • [1]ــ باسورت،مخکنی اثر ، همدا مخ.
  • [1]ــ سيفي هروي،تاريخنامه هرات، ۲۰۷مخ.
  • [1]ــ پو هاند علامه عبدالحی حبيبي، دافغانستان تاريخي جغرافيه مخکنی اثر ۱۹۳مخ.
  • [1]ــ پوهاند علامه عبدالحی حبيبي،مخکنی اثر همداځای.
  • [1]ــ لسترنج، سرزمين های خلافت شرقي ، ژباړن محمود عرفان ، ۱۳۸۶، چاپ ۳۷۱مخ.
  • 2.محمدبن علي بن محمد شبانکاره ای، مجمع الأنساب(۷۳۳هـ)، د میرهاشم محدث په سریزه، موسسه انتشارات امیر کبیر، ۱۳۶۳ش، ۷۵مخ
    1. . مجمع الأنساب(۷۳۳هـ)، ۱۳۶۳ش، ۷۶مخ [1]
  • [1]ــ پوهاند علامه رشا د، جغرافياي ياداښتونه دوهم ټوک، علامه رشاد اکاډمي کندهار، ۱۳۸۹، ۵۶۴ مخ.
  • [1] . دانشنامه اسلامي د “ت” برخه ، د تګین کلمې شننه.
  • . دانشنامه اسلامي د “ت” برخه[1]
  • . علی اکبر دهخدا، دهخدا لغت نامه، د تګین لغت.[1]
  • . احمد منیری، شرفنامه منیری. [1]
  • . عادل اردشاهی، فرهنګ واژه گان ترکي در زبان و ادبیات فارسی، تهران،۱۳۷۹ش،۱۰۰،۱۰۱مخونه
  • [1] . احسام بهرامی، فرهنګ واژه های اوستا، دوهم ټوک، ۱۳۶۹ش، ۶۴۲مخ
  • [1]ــ ابوفضل بيهقي،تاريخ بيهقي د دکترعلی فياض په سمون، ۱۳۶۴چاپ ۴۰مخ.
  • [1]ــ پو هاند علامه رشادکندهار ياداښتونه، ۶۵ــ۶۶مخونه.

[1]ــ پوهاند علامه عبدالحی حبيبي، جغرافيايې تاريخي افغانستان،انتشارات ميوند، ۱۳۸۶کال چاپ . ۲۸۶مخ.

[2]ــ پو هاند علامه عبدالحی حبيبي،جغرافيه تاريخي افغانستان، انشتارات ميوند، ۱۳۸۶کال، ۲۸۷مخ.

[3]ــ ابوفضل بيهقي،تاريخ بيهقي، د دکتور فياض په سمون ۱۳۶۴کال چاپ. ۱مخ.

[4]ــ بيهقي تاريخ، مخکنی اثر.۴مخ.

[5]ـ بيهقي تاريخ ۵۵،۵۷، ۶۰مخونه.

[6].پوهاند علامه حبيبي، دافغانستان تاريخي جغرافيه، ۲۸۸مخ.

[7]ــ  تاريخ سيستان لمنليک ۲۰۸مخ .

[8]ـ تاريخ سيستان ، دملک شعراء بهار په سمون، ۳۶۶چاپ، ۲۰۷مخ.

[9]ــ مراد ځیني شهراده  نکو در د هلا کو خان  زوی  دی چي  وروسته  تر آبا قاخان  پادشاه سو، دا چي اسلام  يې  منلی و  په سلطان  احمد و نومول  سو، ملک شعراء بهار،تاريخ سيستان لمنليک ۴۰۵مخ.

[10]ـ پايژه د لاسليک او شاهي منشور په معنا دی (ملک شعراءبهار) ۱۱۳۵تاريخ سيستان ، ۴۰۶مخ.

[11]ــ تاريخ سيستان ۴۰۶مخ.

[12]ــ تاريخ سيستان،۴۰۸مخ.

[13]ــ  قاضي منهاج  السراج، طبقات ناصري، حبيبي چاپ،  ۱۳۴۲ش.

[14]ــ طبقات ناصري، ۱ ټوک ۳۰۶مخ.

[15]ــ طبقات ناصري ۱ ټوک.

[16]ــ طبقات ناصري ۱ ټوک همدا ځای.

[17]ــ پو هاند حبیبي، اقتباسات دکتاب آداب الحرا والشجاعه په حواله، ۵۶مخ.

[18]ــ عبدالحی بن ضحاک  ګرديزي، زين الخبار د دکتر رحيم په اهتمام ۱۳۸۴کال چاپ، ۲۰۵مخ.

[19]ـ زين الاخبار ،۲۰۶مخ.

[20]ـ  ابو اسحق ابراهيم اصطخري ممالک و مسالک، دعبدالله تستري ‌فارسی ژباړه:۱۳۷۳کال چاپ، ۲۶۳ــ ۲۶۴مخونه.

[21]ــ سيفي هروي، تاريخنامه هرات، د محمد آصف فکرت په زيار، ۱۳۸۱ ش چاپ ۴۰مخ.

[22]ـ  تاريخنامه هرات، ۴۱مخ.

[23] . حمدالله مستوفي. نزهة القلوب(۷۳۰هـ)، د ګای لسترنج چاپ، ۳ ټوک، ۱۴۳مخ

[24]ــ پو هاند علامه عبدالحی حبیبي، جغرافيه تاريخي افغانستان، انتشارات ميوند، ۱۳۸۶چاپ ۲۹۰مخ.

[25] . حاشیه تاریخ جهانکشای جویني، د قزویني چاپ، ۳ ټوک ، ۱۹۴ مخ.

[26]ـ پو هاند حبيبي،مخکنی اثر، ۲۹۱مخ.

[27]ــ پوهاند حبيبي،مخکنی اثر، ۲۹۲مخ.

[28]ـ کليفورد ادموند باسورث، تاريخ  غزنويان، دحسن انوشه ژباړه: ۲۰ټوک ۱۳۷۸. ۲۹۰مخ.

[29]ــ خواند مير ،حبيب السير ۱۳۸۰کال څلورم چاپ ۳۹۰مخ.

[30]ــ پوهاند علامه عبدالحی حبيبي، دافغانستان لنډ تاريخ، ژباړن: بينوا، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۸، ۱۶۲مخ.

[31]ـ پو هاند علامه عبدالشکور رشاد، دکندهار، ياداښتونه، علامه رشاد علامه رشاد خپرندويه ټولنه  ۱۳۸۶، ۵۹مخ.

[32]ــ پو هاند علامه رشاد، دکندهار داښتونه، ۶۳مخ.

[33] . له خراسانه ، د هلمند ولايت واشير(واښ هير؟ کښي اوس هم يو کلی دخراسان په نوم سته.

[34]ــ کانديد محمد اعظم سيستاني، سيستان، سرزمين های ، ماسه ها وحماسه ها، علومو اکا ډمي ۱ټوک، ۱۳۶۶، ۱۹۹ ،مخونه، ۱۵۸علامه رشاد دمخکيني اثر ۶۳مخ.

[35]ــ حمدالله مستوفي،نزهة القلوب، د دکتور دبیر سیاقي په سریزه، ۱۳۸۱ش،، ۲۰۶مخ.

[36]ــ مخکينی اثر.

[37]ــ کيلفورد ادموند، تاريخ غزنويان، د حسن انور شاه ژباړه، انشارات امير کبير، ۱۳۷۸کال ، ۳۹۳مخ.

[38]ــ  اد موند باسورث، مخکنی اثر۴۱۰ مخ.

[39]ــ دانقشه؛ راک فيشر په ((Zur Lagevon Kandhar and Land Verbin Dungen Lran And Indien Bonner Jahrbucher Des Rheini Schen Landmuseus in Bonn CLXVLL (1967) 191_2 کښي دوهم ځل چاپ  سوی ده.

[40]ــ Dos Reich Zabul And Dergottaun Vom 60-90 Jahrhundert(Fest Schrif Eduard Sachau  Ed. G. Weil Cberlin 1915) 2960

[41]ـ باسورت، تاريخ غزنويان، مخکنی اثر، ۴۰۲مخ.

[42]باسورت، مخکنی اثر، ۴۰۳مخ.

[43]ــ باسورت، مخکنی اثر، همدا مخ.

[44]ــ سيفي هروي، تاريخنامه هرات، ۲۰۷مخ.

[45]ــ پو هاند علامه عبدالحی حبيبي، دافغانستان تاريخي جغرافيه مخکنی اثر ۱۹۳مخ.

[46]ــ  پوهاند علامه عبدالحی حبيبي،مخکنی اثر همداځای.

[47]ــ لسترنج، سرزمين های خلافت شرقي ، ژباړن محمود عرفان ، ۱۳۸۶، چاپ ۳۷۱مخ.

2.محمدبن علي بن محمد شبانکاره ای، مجمع الأنساب(۷۳۳هـ)، د میرهاشم محدث په سریزه، موسسه انتشارات امیر کبیر، ۱۳۶۳ش، ۷۵مخ

 . مجمع الأنساب(۷۳۳هـ)، ۱۳۶۳ش، ۷۶مخ [49]

[50]ــ پوهاند علامه رشا د، جغرافياي ياداښتونه دوهم ټوک، علامه رشاد اکاډمي کندهار، ۱۳۸۹، ۵۶۴ مخ.

[51] . دانشنامه اسلامي د “ت” برخه ، د تګین کلمې شننه.

. دانشنامه اسلامي د “ت” برخه[52]

. علی اکبر دهخدا، دهخدا لغت نامه، د تګین لغت.[53]

. احمد منیری، شرفنامه منیری. [54]

  1. 2. عادل اردشاهی، فرهنګ واژه گان ترکي در زبان و ادبیات فارسی، تهران،۱۳۷۹ش،۱۰۰،۱۰۱مخونه

[56] . احسام بهرامی، فرهنګ واژه های اوستا، دوهم ټوک، ۱۳۶۹ش، ۶۴۲مخ

[57]ــ ابوفضل بيهقي،تاريخ بيهقي د دکترعلی فياض په سمون، ۱۳۶۴چاپ ۴۰مخ.

[58]ــ پو هاند علامه رشادکندهار ياداښتونه، ۶۵ــ۶۶مخونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب