شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجوزجان: ورښتونو ۱۸ انسانان او زرګونه څاروي مړه کړي

جوزجان: ورښتونو ۱۸ انسانان او زرګونه څاروي مړه کړي

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۹)‏ د جوزجان لپاره د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ۱۰ ولسواليو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۸ تنه او زرګونه څاوري مړه شوي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالستار حلیمي وویل، چې د دغه ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له امله د ۵ مېرمنو او ۴ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر دې دمه په دغه ولایت کې ۱۵ زره ۶۹۰ وزې او پسونه، ۹۹۹ غواوې او ۳۰ اوښان هم مړه شوي دي.

د هغه په خبره، تر دې دمه په دغه ولایت کې د ۴ زر مالدارنو سره د بېلابېلو مرستندویه موسسو له لوري نغدي مرسته شوې ده.

خلک بيا غوښتنه کوي، چې طالبان دې افراطي سياستونه ژر پای ته ورسوي، څو نړيوال مرستندويان په هېواد کې ځنډولي فعاليتونه له سره پیل او ځپل شويو خلکو سره مرستې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب