جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهفرهاد دریا د پښتنو د نقدولو له امله پراخو نیوکو سره مخ...

فرهاد دریا د پښتنو د نقدولو له امله پراخو نیوکو سره مخ شوی

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۹)‏ د افغانستان مشهور هنرمن فرهاد دریا، چې خپله هم په خټه پښتون دی، پر فیسبوک پاڼې ېې د پښتنو په نقدولو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

نوموړي د دې لیکنې په یوه برخه کې لیکلي:« ځان مشر او د دې خاورې اصلي خاوند ګڼې، او هر هیوادوال دې چې ستا د فکر سره جوړ نه وي، د پردي او جاسوس ټاپه پری وهې. وطنداري او ورورګلوي خو په خدای که پدې کرکې او کینې وشي. ته چې ونشی کړی چې په افغانستان عاشق فرهاد دریا د خپل هیوادوال په توګه وزغمې، بیا نو څنګه کولی شی چې د بل هیوادوال سره دې د یووالي په شعار او ټولشموله افغانستان ته به ورسیږی؟»

لیکوال او ژورنالیست اجمل اند د نوموړي په غبرګون کې لیکلي:«هغه ( ټاپې ) چې نوموړې په مجموعي توګه د لسګونو ميلونو وګړو پر يو توکم لګولي، يو ولس ته څرګند سپکاوی دی. دا د ښاغلي دريا لومړی ځل هم نه دی بلکې تر دې مخکې يې هم په خپلو څرګندونو خپلو مينه والو کې د یو قوم یا توکم پر وړاندې کرکه هڅولې ده.»

ژباړن او ليکوال مير احمد ياد ښاغلي دريا ته په غبرګون کې ویلي:«تاسې یو ځل د جاوېد امیرخیل یا هارون باچا لایف کنسرټونه او هغوی سره د خلکو مینه وګورئ، باور لرم چې ذهن به مو یو څه بدل شي. البته د ډم، دلاق، سازنده… او نورې توهین آمزه… کلمې په هره ژبه کې د ځینو لوېدلو خلکو په قاموسونو کې وي، خو معنی دا نه ده چې دا قاموس ګني له همدې کلمو ډک دی او نور په کې څه نشته. »

ارشاد رغاند بيا فرهاد دریا خپله هم د يوه پښتون په توګه د پښتنو پر اوسني وضعيت پړ ګڼلی، خو ورسره شوي مخالفتونه ېې نقد کړي:«فرهاد دریا خپله هم د يوه پښتون په توګه د نقد کړي وضعيت په اړه مسوول او د نقد وړ دی، خو هغه ته له ورکړو ځوابونو ما داسې وګڼله لکه دريا چې تر ټولو غټ قاتل، د وطن دښمن او زموږ د ټولو بحرانونو مسوول وي.هیله ده خپل ټول غیرت او جذبات د يوه بې وسه هنرمن خلاف ونه کاروئ، نور خلک هم شته!»

فرهاد دریا د خلکو غبرګونونو ته ځواب نه دی ورکړی.

هغه په وروستيو کې څو ځله د منتقدینو له لوري ېې د ځينو پښتون ضدو کړيو څخه په اغېزمنیدو او پښتنو ته په بد نظر کولو تورن شوی، خو نوموړي داسې تورونه رد کړي دي.

8 COMMENTS

  1. الله ج د انسانو سره مینه له مهربانې مور څخه په ځلو ډیره مینه لري، او خپله مینه یې د نعمتونو په ورکړي او رهنمایې د پیغمبران په وسیله ترڅو د اخلاقو ډکه او خوشحاله له فقر څخه تشه ټولنه منځته راشی، دا ځیني وایي زه هم مینه لرم یعني د خولې پرته له مثت تاثیرناک عمله چې خلک يي ټولني ښه والي، اقتصاد، روغتیا او تعلیمي برخه کی محسوس کړي، (ټول مینه لري د میني په معنی نه پوهیږې)
    رسول ص حپل ټول عمر پرته له مزده د انسانانو د ښه والي او ښه ژوند لپاره وقف کړلو، ټول امتیارات ورته میسر وو رد یی کړل، او نړی د رسول ص د هدایاتو څخه ګټه پورته کوې، د نړي ګټورې برخې د سنت د تطبیق برخې دی

  2. د فرهاد دریا لیکنې له زړه سواندي او ترحم نه ډکې دي . هغه تل رښتیا وایی او ډېرځلې حقیقت تریخ وي . فرهاد دریا یو وطندوسته ،با استعداده ، ملي او نازک خیاله هنرمند دی . کیدی شي هغه ښه سیاست مدار نه وي ، خو اوسني نسل ته په کارده چې د خپلو مشرانو درناوی وکړی او د هغوی خبرو ته په غور او دقت سره غوږ ونیسي ، احساساتي او عجولانه عکس العمل ښودل پښېماني لري .
    په ټولنیز ژوند کې مونږ ډېر مثبت خصلتونه ، نورمونه او قوانین لرو ، هغه مثبتې برخې باید نورې هم تقویه کړو. مونږ باید ځانونه اصلاح کړو. تعلیم او زده کړو ته مخه کړو. د یوالي ، وطندوستي ، مینې او یوبل ته د درناوي روحیه نوره هم بډایه کړو.
    برعکس په هره ټولنه کې ځینې منفې کړنې او خویونه هم وي ، چې هغه باید په ګوته شي او د هغو د لمنځه وړلو لپاره په ټولنیز ډول سره کار وکړو. مثلا ځانځاني ، یو د بل نه منل ، یو بل ته نه درناوی ، بېځایه ښکنځل او اتهام کول، دروغ ویل ، د یوې وړې خبرې په مقابل کې له قهریه قوې استفاده کول .

  3. فرهاد دریا نه ډیر محبوب هنرمند دی، نه معقول نظر ورکولای شی، نه د وطن او خلکو پروا لری، یو څو عقده یی کسانو را ایسار کړی او غلطی استفادی ورڅخه کوی او پښتانه ورباندی سپکوی فرهادجان فکر کوی چی په دی ډول به نورو ته ورنږدی او هغوی به یی ونازوی. تا چی خپل خلک ونه نازوی بل څوک دی نه نازوی هسی به درنه استفاده وکړی

  4. لمرته : تاسو او طالبان مو په پټو ستر ګو ډ عربو د زاړه کلچر ړانده چیرګان یاست ! مذهب تر اوسه بیله بد بختي انسانانوته کومه بله ګټه ندی ورکړې ! ټول درواغ ، مبهومه بي سبوته عقیده ده ، در بدره شی له الله سره مو !!!……

    عثماني ته : فرهاد دریا پښتون اصله د مشهورې ښځې زوی ډی خو په پښتو وېیلو شرمیږي او په پښتو ژبیو ژورنالستانو ته یې په پآړ سو انترویو ګانې ور کړې دي ، هغه د کابل د نجونو خوږ بډک دی ! د استانبول او هند په کانسر تونو کې چې د بیات له خوا به جوړېدل هره شپه د یوې کابلۍ نجلۍ خوږ میلمه وو چې ټول خواږه شیان به یې ورکول ! ، هغه خوشې دافغاني سلواتور ډالي دعوه به کوي ، خو په حقیقت کې خروټۍ د غني خان ګردیزي د مشهورې لور زوی دی نور به یې پړومې نه پورته کوم !! ځوک چې په پښتو شرمیږي په هغه زه نالت وایمه څوک چې پښتون جهالت ته بیایې په هغه زرواره نعلت!!!

  5. فرهاد دریا خو په پښتو وېیلو شرمیږي. دا سمه خبره ده چه د څو انجونو لپاره د خپلی خوږی مورنۍ ژبی په خاطر دری او پاړسو ته ترجیع ورکوی. مګر فرها دریا باید دا هم د یاده ونه باسی چه په پردي ژبه سړی نه سړی کیږی. خپلی خوږی مورته هم سپکیږی او د نورو د خندا او مسخرو باعث هم ګرځی.
    دریا خان ته بله خبره :
    فرهاد خان دریا ته د ښاغلی اشرف غنی په وخت کی د سولی د ریس خطاب وشو، مګر دا چه دریا د پښتون ټبر څخه وه په مجازی نړی کی به پاړسو ژبو د طالیب په نوم یادوه او هم د شرم ډکی لیکنی او خبری به ورته کیدلی. حال دا چه دریا خان خپل ټول ژوند او خدمت پاړسو ژبو ورونو ته وقف کړی وه.

  6. د عثمانی د لیکنی سره موافق یم. فرهاد دریا ښايی ډیری نیمګړتیا ولری خو د هیواد په درد دردیږی. او دډیرو بی وزلو افغانانو لاس نیوی يی کړی دی او کوی يی.
    که د افغانستان بدبختیو ته ژوره کنه وکړو نو زمونږ پښتنو په اګاهانه او غیری اګاهانه ډول خپل هیواد او خپل ولس ته نه جبرانیدونکی زیان رسولی دی.
    چی ترټولو ستر زیان يی پښتون ولس ته رسیدلی.

    د هر مشکل یا یوی ناروغۍ دتداوی لپاره د مشکل تشخیص کول ترټولو مهمه خبره وی خو له بده مرغه زمونږ په ټولنه کی او په خاص ډول زمونږ پښتنو هیڅکله نه دا کار کړی او نه ورته تیاردی.

    یو چا پدی موضوع ډیر ښه لیکلی و چی اوس ځینو خلکو فرهاد دریا نه یو لوی قاتل جوړ کړی او دافغانستان د اوسنی ناورین او ټورو بدبختیو مسول يی بولی.

  7. 7/24 I listen to afghan music,
    I watch you tube, I listen to all afghan male&female,
    songs
    **************************
    BUT THANKS GOD.
    I NEVER LISTEN TO FAR HAAD DARYAA SONGS,

    you can ignore,, Farhad dray is nothing
    jalal abaad is best place for musicians

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب